امنیت

پاکستان د ترهګرۍ پر ضد ګډ مشقونو کې ملګرتيا کوي

محمد شکيل لخوا

د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف (ښي طرف ته) د پوځ د هغه وخت د مشر جنرل راحیل شریف سره په بهاولپور ډسټرکټ کې د نومبر په ۱۶ مه په پوځي مشقونو کې ناست دی. انډيا د بهرنيو پوځيانو سره د تروریزم سره د جګړې لپاره ملګرتیا کوي. [ايس ايس مرزا /ای ايف پي]

د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف (ښي طرف ته) د پوځ د هغه وخت د مشر جنرل راحیل شریف سره په بهاولپور ډسټرکټ کې د نومبر په ۱۶ مه په پوځي مشقونو کې ناست دی. انډيا د بهرنيو پوځيانو سره د تروریزم سره د جګړې لپاره ملګرتیا کوي. [ايس ايس مرزا /ای ايف پي]

پېښور-- چارواکي وايي، د پاکستان حکومت په سیمه کې د نورو امنيتي ځواکونو سره د تروریزم ضد ګډ پوځي مشقونو انتظام کړی دی، چې د اورپکۍ ختمولو لپاره کوششونه زيات او تيز کړي.

د دې کوششونو موخه دا ده چې مهارتونه او تجربې د يو بل سره شریکې کړي او د ځواکونو د ترهګرۍ سره د جګړې لپاره تکتیکي وړتیا زیاته کړي.

په دسمبر کې، د پاکستان او د اردن امنيتي ځواکونو د پنجاب صوبې په اټک ډسټرکټ کې د دوو هفتو په ګډ تربيتي مشقونو کې ګډون وکړو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی ايس پي آر) په یو بيان کې د دسمبر په ۲۹مه وویل، د تروریزم سره د مبارزې مشقونه، چې د "فجرالشرق ۱" په نامه ياديږي، ترسره کړی شو چې دواړه هېوادونه تجربې او د ځواکونو مسلکي مهارتونه د يو بل سره شریک کړي.

د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د هغه ځواکونو سره ليدنه وکړه کوم چې په مشقونو کې ګډون کوي او او د اردن د پوځ د همکارۍ مننه یې وکړه.

د ميډيا د رپوټونو له مخې، هغه وويل: "دا ډول مشقونه د ګډ اشتراک، د زده کړې او د ګټې يوه سرچينه ده."

د پاکستان د پوځ ځواکونو هم د ترهګرۍ ضد ګډ مشقونو کې د سعودي عرب، ترکي، د متحده امريکې او نورو ملګرو امنيتي ځواکونو سره ګډون وکړو.

په پالیسۍ کی بدلون

په اسلام اباد کې بريګيډير (ريټايرډ) سعد محمد، چې سيکيوريټي تجزيه کار دی، وويل: "بهرنيو ځواکونو ته بلنه چې په ګډ مشقونو کې ګډون وکړي دا څرګندوي چې د افراطیت او تروریزم په وړاندې د حکومت په پاليسۍ کې بدلون راغلی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په پالیسۍ کې دا روښانه بدلون هغه لاره څرګندوي چې داسې ستراتيژي جوړول او عملي کول، چې نړۍ ورسره موافقه لري، به د تروریزم له منځه وړلو لپاره ډېر اغېزمنه وي."

هغه وويل، تروريزم په دې تیره شوې عشره کې يو ویروونکی شکل اختيار کړی دی، چې د ټولنې اساسي جوړښت ته ګواښ کوي. دا بد پرمختګ چارواکي مجبوره کړل چې په خپله اجنډا کې بدلون راولي او د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره نوي پاليسۍ جوړي کړي.

هغه وويل: "که څه هم، پاکستان د [ترهګرۍ په وړاندې د جګړې] لپاره، پوځي عملياتو او د عمل ملي پلان په ګډون، مختلف ګامونه پورته کړي دي خو دې مشقونو نور هم د پاکستان اميج د يو داسې قوم په توګه ښکاره کړی دی چې هغې د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره ځان وقف کړی دی."

حکومت په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پيښور کې په آرمي پبلک سکول کې د ترهګريز قتل عام، چې د ۱۴۰ نه زیات ماشومان او استاذان په کې ووژل شول، نه يو څو هفتې وروسته د عمل ملي پلان شروع کړو.

هغه وويل: "دا مشقونه د پاکستان ټینګ عزم او زياته سخته پاليسي څرګندوي چې د بغاوت سره مبارزه وکړي. دا په دې موضو ع باندې د سول ليډرشپ او پوځي ليډرشت تر منځ موافقه هم څرګندوي."

هغه وويل، د مخکنۍ ناوړې پاليسۍ ځای "یوې ډیرې سختې او نه بدليدونکې پالیسۍ اخيستې دی. دغه پاليسي د دې سوچ نه اخیستل شوې ده چې د جګړې ختمولو لپاره د نړيوال ګډون ضرورت دی."

د سولې په لور ذمه داري

محمد وايي، د تروریزم ضد غیر واضح پالیسو د يوې عشرې نه زيات وروسته، پاکستان ته د رڼا مشعل په لاس هغه وخت ورغلو کله چې جنرل راحیل شریف په نومبر ۲۰۱۳ کال کې د پوځ د مشر په توګه چارج واخيستو.

هغه وويل: "په دغه مبهم او غير واضح پالیسۍ کې د هغه په زړور موقف کې بدلون راغې، په داسې حال کې چې امنیتي عملیات په لرې پرتو، د اورپکۍ ځپلې شوي سيمو کې پيل کړی شول ... او وروسته کاميابۍ ترلاسه کړی شوې."

هغه وويل چې د حکومت د پالیسیو سخت روش پاکستان د دې قابل کړو چې "د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د فاتح په توګه رامنځته شو." دا عزم او هوډ په نړۍ کې يو تحریک پيدا کړو "او د دولت ضد عناصر يې ويرول."

شريف د اکتوبر په ۲۷مه ځواکونو ته چې په پبي کې د تروریزم سره د مبارزې په ملي مرکز کې په ګډ مشقونو کې ګډون کولو، وويل: "موږ د بشريت ګټي او د نړیوال امن لپاره د يو فرض په توګه د نړۍ سره خپلې تجربې شریکوو."

قوي پوځي ليډرشپ

شنونکي وايي، د پوځي ليډرشپ دغه لرليد د ترهګرۍ ضد يوې پراخه پالیسۍ او اوسني ګډ پوځي مشقونو لپاره لاره برابره کړه او کيدی شې چې دا د باجوه، چې په نومبر کې يې د پوځ کمانډ واخيستو، د کمانډ لاندې هم جاري وي.

په پېښور کې د فاټا پخوانې سيکيوريټي سيکريټري بيريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه وويل، "د ترهګرۍ ضد مشقونو کې د سیمه ییزو همکارانو ګډون دا ثبوت وړاندې کوي چې دا هېوادونه غواړي چې د پاکستان د قانون نافذ کونکو، چې په اورپکۍ يې قابو موندلی دی، د تجربو نه زده کړه وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د افراطیت په وړاندې د پاکستان د بريالۍ کيسې ... د سيمې نورو هيوادونو ته حوصله افزايي ورکړې ده چې د ترهګرۍ په ضد ستراتیژۍ کې د هغوی جنګياليو ته د احتياطي تدابيرو په توګه تربيت ورکړي."

هغه وويل: "سربیره پردې، په دې خبره ټول متفق دي چې دغه جګړه حتمي پړواو د رسولو او ختمولو لپاره د يو بل سره مرستې او همکارۍ کولو ضرورت دی."

هغه وويل: "د تروریزم په وړاندې زموږ د کوششونو په ټوله نړۍ کې ستاينه شوې ده، ځکه چې دې هیواد ... د خپلو ځواکونو او خلکو د ټینګ عزم له لارې تقریباً افراطيت ته ماتې ورکړی له منځه وړی دی."

هغه وويل، په داسې حال کې چې ګډ مشقونه د پاکستاني امنیتي ځواکونو مهارتونه په ګوته کوي، "په نړیواله کچه منظم کوششونه پکار دي چې د سیمې نه ګواښ ختم کړي."

د ترهګرۍ د بنيادي وجوهاتو سره مبارزه کول

ملک محمد اشرف، په اسلام آباد کې يو آزاد او خپلواک کالم نګار دی او د امنيت په موضوعاتو باندې ليکل کوي، وويل: "د افراطیت او تروریزم بنیادي وجوهات پیچيده او څو اړخیزه دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "سربیره پر دې، دغه حالاتو ته د يوې عملي پاليسۍ ضرورت وو، چې پاکستان يوه نتيجه ورکونکي ستراتيژي جوړه کړي چې سیمه ییز او ستراتیژیکي همکاران د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې بوخت کړي."

هغه وويل: "د اوسني مشقونو مطلب دا دی چې د تروریزم سره د مبارزې لپاره يو عملي پلان تعقيب کړي او د اوږدې مودې څو اړخیزه ستراتیژي جوړه کړي."

هغه وويل: "دا مشقونه به په خلکو کې دا باور رامنځته کړي چې حکومت خپل امنیتي ځواکونو ته د جنګي مهارتونو د زیاتوالي او د پراخه ستراتیژۍ جوړلو د اجندې له لارې ترجيح ورکوي چې سیمه ییز همکاران د ګواښ سره په مباره کې د مرستې کولو لپاره راوبلي، ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما زړه هره وخت غواړي چې د اسلامي پوځ سره يوځای شم. مهرباني وکړئ صرف يوه موقع راته راکړئ. د سيند په پولیسو کې ډيوټي: د ۲۰۰۷ نه تر اوسه پورې زما د زېږېدنې نيټه: ۲۷.۱۱.۱۹۸۹ زه د سيند د پوليسو سره په ۲۰۰۷ کې يو ځای شوم

ځواب

ډير ښه او غوره کار! د پاکستان پوځ ډېر ښه دی او ډیر غوره دی. د پاکستان د پوځ د پاره نیکې هیلې غواړو. ډير ښه کار!

ځواب