روغتیا

پوځي عملياتو په فاټا او خېبرپښتونخوا کې د واکسينو لپاره لاره هواره کړې ده

اشفاق يوسفزۍ لخوا

د صحت یو کارکوونکی په جنوبي وزیرستان کې د سپتمبر په ۱۶مه يو هلک ته د پوليو خلاف واکسين ورکوي. [اشفاق يوسفزۍ]

د صحت یو کارکوونکی په جنوبي وزیرستان کې د سپتمبر په ۱۶مه يو هلک ته د پوليو خلاف واکسين ورکوي. [اشفاق يوسفزۍ]

پېښور-- د صحت چارواکي وايي، په فاټا کې د طالبانو په وړاندې پوځي کمپاین د ماشومانو لپاره يو رحمت ثابت شوی دی. اوس هغوی د پولیو واکسین تر لاسه کوي.

په فاټا کې د واکسین لپاره د پراختيا پروګرام (اي پي آی) ډپټي ډايريکټر ډاکټر افتخار علي وويل: "په فاټا کې په ۲۰۱۴ کال کې د واکسين په وړاندې د طالبانو تروریزم له کبله د پوليو ۱۷۹ کيسونه ثبت شوي وو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، دغه شمېره د وسله والو په وړاندې د پاکستاني پوځ عملیاتو له امله په ۲۰۱۵ کال کې د پوليو ۱۶ کيسونو په پرتله په ۲۰۱۶ کې صرف دوو ته راکښته شوه.

هغه وويل، "اوس، موږ به د پوځ لخوا د طالبانو د شکست له کبله د ۱ میلیون ماشومانو چې د پنځه کالو نه کم وي ټارګت ته ورسو." نوموړي زياته کړه، چې دغه واکسين ورکونکي د قانو نافذ کونکو په مرسته کور په کور ماشومانو ته واکسين ورکوي.

په ۲۰۱۴ کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملياتو شروع کولو نه مخکې، تحریک طالبان پاکستان په شمالي او جنوبي وزيرستان کي مور او پلار ويرول، چې نږدې ۲۰۰،۰۰۰ ماشومان د واکسينو نه محرومه پاتې شول.

افتخار وويل: "پوځي عملياتو د ماشومانو لپاره يو رحمت دی. هغوی اوس د هيڅ څه رکاوټ نه بغير د پوليو اورل واکسين ترلاسه کوي."

مور او پلار د ښه صحت لاسرسۍ ستاينه کوي

هغه والدين چې وزيرستان ته وروسته له هغې واپس راغلل کله چې پوځي عملياتو هلته وسله والو ته ماتی ورکړو، د پوځ او د صحت د چارواکو ستاينه کوي چې دوی د هغوی ماشومان د پوليو نه خوندي وساتل.

په شمالي وزیرستان کې د سکول يو استاذ، عبدل غفور شاه، وويل: "ما به پخوا، کله چې دا سيمه د طالبانو په کنټرول کې وه، خپل ماشومان نږدې د بنو ډسټرکټ ته د واکسينو لپاره وړل، خو اوس واکسين ورکونکي په منظمه توګه زموږ کور ته زما زامنو ته د واکسين ورکولو لپاره راځي."

هغه یادونه وکړه چې څنګه به وسله والو واکسين ورکونکي وهل او د واکسين په ورکولو به یې والدين ويرول.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د سکولونو او د صحت کارکونکو په وړاندې د طالبانو د بريدونو موخه دا وه "چې ماشومانو ته زيان ورسوي."

هغه وويل: "د ماشومانو په وړاندې د طالبانو بريدونه هر چا ته روښانه وو، خو خلک د خپل ژوند د وېرې چوپه خوله وو."

محمد سجاد، ۷ کلن، په وزيرستان کې په واکسين باندې د طالبانو لخوا د بنديز د وجې د پوليو ښکار شو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه د طالبانو غندنه کوم چې دوی په واکسينو باندې بنديز لګولی وو. د دغې بنديز له کبله زه معذوره شوم." "الله به طالبانو، چې ماشومان يې د فالج سره مخامخ کړل، ته سزا ورکړي."

سجاد وويل، د هغه خور او دوه وروڼه خوش قسمته دي ځکه چې هغوی اوس واکسین تر لاسه کوي. "طالبانو دغه سيمه پريخودي ده او واکسین ورکونکي خپلې ډيوټۍ په آزاده توګه ترسره کوي."

واکسین ورکول يوه مذهبي ډيوټي ده

د جنوبي وزيرستان په وانا کې د ايجنسي هيډ کوارټر هسپتال يو فزيشن، ډاکټر حشمت علي، وويل، د فاټا خلک، چې طالبانو د هغوی ژوندونه د کلونو لپاره د ستونزو سره مخامخ کړي وو، امن لمانځوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زموږ خلک سوله خوښونکي دي، خو اورپکۍ هر څه بدل کړي دي." "[طالبانو] سرتېري او ملکي وګړي ووژل او د صحت په سرګرمو کې يې خنډونه رامنځته کړل. خلکو د هغوی نه نفرت شروع کړو."

هغه وويل: "خلک دا فکر کوي چې هر هغه څيز چې طالبانو منع کړی وو د خلکو لپاره ډير ګټور دی." نوموړي زياته کړه، چې دا چال چلند په عمومي توګه د واکسینو په ورکولو کې د زياتوالی سبب جوړ شوی دی.

په فاټا کې د جمعيت علماء اسلام پارټۍ مشر مفتي عبدل شکور د يو شمېر والدينو ويره ختمه کړه. هغه د دې خبرې تايد وکړو چې واکسين د ماشومانو لپاره خوندي دي او اسلام د دې اجازت ورکړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د پوليو واکسين يوازينۍ لاره ده چې ماشومان د معذورۍ نه خوندي وساتي." "زه په کلکه د هغه خلکو غندنه کوم، کوم چې والدين ګمراه کوي چې اسلام د واکسينو اجازه نه ورکوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "والدينو له پکار ده چې د واکسينو خلاف پروپيګنډې ته توجه ورنه کړي، او دوی له پکار ده چې خپلو ماشومانو ته د يو روښانه او صحت مند مستقبل لپاره واکسين ورکړي."

عبدل شکور وايي، سربیره پردې، دا د والدينو يوه ديني ذمه داري ده چې دوی خپلو ماشومانو ته واکسين ورکړي.

خېبرپښتونخوا د پولیو خلاف په جنګ کې کاميابي ترلاسه کوي

د ځايي صحت چاروکو له مخې، د خیبر پښتونخوا (کې پي) هم په ۲۰۱۶ کال کې د پولیو له منځه وړلو کې کاميابي تر لاسه کړه. په دغه کال کې ۸ کيسونه ثبت کړې شول، چې دا په ۲۰۱۵ کال کې ۱۷ او په ۲۰۱۴ کال کې ۶۸ وو.

د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا په يوه خبرپاڼه کې د دسمبر په ۳۰مه وويل، "موږ د پولیو ویروس له منځه وړلو ته ډېر نژدې يو، او هيچ چاته به اجازه ور نه کړې شي چې د واکسین د کمپاين مخه ونيسي."

هغه وويل، د صحت کارکوونکي توان لري چې د امنیتي ځواکونو، مذهبي مشرانو او والدينو په ملاتړ زيات ماشومانو ته ورسيږي.

ډاکټر امتياز علي شاه، چې په خېبرپښتونخوا کې د پولیو واکسین تخنیکي مشر دی، وويل: "موږ په ۵.۴ میلیونه ماشومانو چې مونږ په نښه کړي دي کې ٪۹۹.۹ ماشومانو ته واکسين ورکړي دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د واکسین نه د انکار کولو شميره په تېرو دوو کلونو کې صرف ۳،۰۰۰ ته راکښته شوی ده. دا شميره په مخکې موده کې ۳۵،۰۰۰ وه."

هغه وويل، د دسمبر ۲۰۱۳ کال راهیسې، وسله والو په پاکستان کې د پوليو ۳۹ کارکوونکي او پوليس چې د هغوی ساتنه کوله وژلي دي، خو دغه ډول يوه پېښه هم په ۲۰۱۶ کال کې د ښه امنيت چې پوليسو او پوځ برابر کړی وو له کبله نه ده رامنځته شوې.

هغه وويل: "نږدې ۳۲،۰۰۰ واکسين ورکونکي په هر میاشتني کمپاین کې د ويري نه بغير برخه اخلي." "حکومت په هر کمپاین کې ۲۵،۰۰۰ امنیتي پرسونل تعينات کوي."

د خېبرپښتونخوا د د ايمرجنسي اپريشن سيل کوآرډينيټر اکبر خان وويل، چې دغه حالت په بشپړه توګه په ۲۰۱۶ کال کې بدل شوی دی او صوبه به ژر د پوليو نه خلاصې تر لاسه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د ښه امنیت سره، د وسله والو خلاف بريالي عملياتو او د پولیو واکسین د اهمیت په اړه د ښه پوهاوي د کمپاینونو له کبله، خلکو اوس دا خبره محسوس کړې ده چې د خپلو ماشومانو حفاظت لپاره واکسين ضروري دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500