امنیت

پاکستان د ترهګرو سهولت کاران او مالي مرسته کونکي په نښه کوي

امداد حسين لخوا

د پاکستان امنیتي پرسونل په کوټه کې د جنورۍ په ۲مه د سړک غاړی د يو بمي چاودنې ځای ته راټول شوي دي. پاکستاني ځواکونو د ترهګرۍ سهولت کارانو او د هغوی مرسته کونکو چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې بريد کوي تر منځ اړیکي ختمولو باندې تمرکز کوي. [بنارس خان / ای ايف پي]

د پاکستان امنیتي پرسونل په کوټه کې د جنورۍ په ۲مه د سړک غاړی د يو بمي چاودنې ځای ته راټول شوي دي. پاکستاني ځواکونو د ترهګرۍ سهولت کارانو او د هغوی مرسته کونکو چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې بريد کوي تر منځ اړیکي ختمولو باندې تمرکز کوي. [بنارس خان / ای ايف پي]

اسلام اباد -- پاکستاني چارواکي وايي، د روان پوځي عملياتو نه علاوه، په پاکستان کې د تروریزم ضد ستراتیژۍ راتلونکی پړاو په ښاري مرکزونو کې د تروریزم مالي مرسته کونکو او د وسله والو چې د هیواد په لرو پرتو سيمو کې د دوی ملاتړ کوي تر منځ اړیکي ختمول دي.

د استخباراتو پر بنسټ عملیات چې د ترهګرۍ ملاتړ کونکو او مالي امداد کونکو باندې تمرکز کوي په تېر کال کې شروع شول او په نومبر کې د پاکستان د پوځ کمانډ بدلون نه وروسته نور هم تيز شول.

د پوځ نوی مشر، جنرل قمر جاوید باجوه، په پېښور کې د دسمبر په ۱۲مه د کورپس هيډ کوارټر د وزټ په دوران کې په دغه نوي تمرکز باندې زور ورکړو.

هغه وويل، که هر څومره کوشش او وخت پکار وي، خو په لیرې پرتو سیمو کې د وسله والو او په ښاري مرکزونو کې د هغوی مالي امداد کونکو ترمنځ تعلق به ختم کړی شي.

پوځي کاميابو ته استحکام ورکول

مطالعات ښيي چې په جون ۲۰۱۴ کال کې د پوځي ضر‌ب عضب عملياتو شروع کولو وروسته، د افغانستان سرحد ته نږدې په شمالي وزیرستان کې په منظم تروریستي فعالیتونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

قبایلي سیمې، چې پخوا د مختلفو وسله وال تنظيمونو د تحريک طالبان پاکستان او د حقاني نيټ ورک په ګډون يو پټنځای ګنلې کيدې، اوس په مکمله توګه د پاکستان د ځواکونو کنټرول لاندې دي.

په اسلام اباد کې لفټننټ جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود، چې د امنيتي چارو کارپوه دی، وويل، هيڅوک وسله والو ته ماتې ورکولو کې د ضرب عضب عملياتو په کاميابو باندې شک نه شي کولی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "اوس تمرکز د سهولت کارانو او ترهګرو تر منځ په اړيکو باندې دی." هغه زياته کړه، "موږ باید د اخرنۍ نتيجې پورې انتظار وکړو."

د ترهګرۍ سهولت کارانو نیولو په اړه خاص معلومات د پالیسۍ په توګه پټ دي. استخباراتي ادارې په بنيادي طور داسې عملیات ترسره کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټيټيوټ له مخې، امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۶ کال کې په لږ تر لږه ۱،۱۰۴ استخباراتي عملياتو کې د ۴،۰۰۰ نه زيات شکمن کسان ونیول - چې په دې کې سهولت کاران، حاميان، او د تروریستانو مالي امداد کونکي شامل دي.

په اسلام اباد کې د يو تهينک ټينک راپور ورکړو، برسېره پر دې، امنیتي ځواکونو ۸۵۹ ترهګر ووژل.

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټيټيوټ منيجنګ ډايريکټر عبدالله خان پاکستان فارورډ ته وويل، "د ترهګرو او سهولت کارانو ترمنځ تړاو د مخکې نه په نښه شوی دی، او په دې هکله د پام وړ پرمختګ هغه وخت شوی کله چې داسې يو شمير نيټ ورکونه مات کړی شول." هغه په تير اپريل کې د عبدالرحمن سندهي د نیولو هم ستاينه وکړه.

د يو اين سيکيوريټي کونسل سينکشن لسټ له مخې، سندهي "القاعدې ته سهوليات او مالي خدمتونه برابر کړل" او په پاکستان کې د نورو تروریستي ډلو سره هم تعلقات لرل.

استخباراتي عملیات ګړندي کول

خان وايي، چې په قبايلي سيمو کې د اورپکۍ شکست وروسته د ترهګرو مالي امداد کونکو په وړاندې د استخباراتي عملياتو ګړندي کولو وجه واضحه ده.

هغه وويل، په بشپړه توګه امن او سکون رامنځته کولو لپاره يوازې امنیتي عملیات کافي نه دي.

په اسلام اباد کې د څیړنې او امنیت د مطالعاتو مرکز (CRSS) ايګزيکيټيو ډايريکټر امتياز ګل پاکستان فارورډ ته وويل: "د تروريستانو او سهولت کارانو تر منځ د تړاو په وړاندې استخباراتي عملیات بې شکه ګټور ثابت شوي دي او د هغوی نيټ ورکونه يې کمزوری کړي دي."

سي آر ايس ايس په خپل کلني راپور کې چې د جنورۍ په ۴ مه خپور شو وويل، په حقیقت کې، په پاکستان کې په ۲۰۱۶ کال کې د تشدد د وجې د مرګ ژوبلې شميره (د مخکې کال په پرتله) ٪۴۴ کمه شوې ده. د ۲۰۱۴ کال راهیسې، دا شميره ٪۶۶ کمه شوې ده.

ګل، د ستونزې د مختلف مطالعاتو ته په اشاره کولو سره، وويل، ځينې سهولت کاران د وسله والو حوصله افزايي کوي او د هغوی سره مرسته کوي چې د خپلو ډلو سره پاتې شي. دوی د هغوی رهبري کوي چې هغوی په پاکستان کې مهم ځايونه په نښه کړي، په داسې حال کې چې سهولت کاران مالي او لوژیستیکي ملاتړ برابروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500