امنیت

په پاکستان کې په ۲۰۱۶ کال کې په تشدد او مرګ ژوبله کې کموالی راغلی دی

اشفاق يوسفزۍ لخوا

يو پاکستانې عسکر په شوال دره کې د می په ۲۰ مه چمتو ولاړ دی. يو نوی رپوټ په تېرو دوو کلونو کې د وسله والو په وړاندې د پام وړ کاميابي په ګوته کوي. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

يو پاکستانې عسکر په شوال دره کې د می په ۲۰ مه چمتو ولاړ دی. يو نوی رپوټ په تېرو دوو کلونو کې د وسله والو په وړاندې د پام وړ کاميابي په ګوته کوي. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

اسلام اباد - په پاکستان کې په تېرو دوو کلونو کې په قبايلي سيمو او د هېواد په نورو برخو کې د وسله والو په وړاندې د پوځي کمپاین له کبله د تشدد د وجې په مرګ ژوبله کې کمی راغلی دی.

د څیړنې او امنیت د مطالعاتو مرکز (CRSS) په خپل کلني راپور کې چې د جنورۍ په ۴ مه خپور شوی، راپور ورکوي، چې په ۲۰۱۶ کال کې په هیواد کې د تشدد د وجې په مرګ ژوبله کې ٪۴۴ کمی راغلی دی. دغه کمی د ۲۰۱۴ کال راهیسې دوام لري.

په رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۱۴ کال راهيسې، په مرګ ژوبله کې تقریبا ٪ ۶۶ کمی راغلی دی.

د پېښور بريګيډير (ريټايرډ) محمو شاه، چې د فاټا د امنيت يو پخوانی سيکرټري دی، وويل: "دا یو ښه پرمختګ دی چې په ۲۰۱۶ کې په اورپکۍ کې کمی راغلی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په قبايلي سيمو کې د وسله وال طالبانو له منځه وړلو کريډټ امنيتي ځواکونو ته ورکولی شي. طالبانو به د قبايلي سيمو نه ټول هيواد په نښه کوو."

شاه هيله څرګنده کړه چې امنیتي حالت به نورمال شي او امن به ژر راشي.

هغه وويل: "خو بيا هم، موږ له پکار ده چې د طالبانو په وړاندې عملیاتو کې د هغوی په مکمله توګه شکست پورې د هيڅ قسمه سستۍ نه کار وا نه اخلو."

د راپور تفصيل

د سي آر ايس ايس د راپور له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې د ۱۹۲۴ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې په فاټا کې د تشدد د وجې د مرګ ژوبلې شميره ۴۹۶ وه. په سیند کې هم په ۲۰۱۶ کال کې د تشدد د وجې د مرګ ژوبلې په شميره کې حيران کن کمی راغلی دی. په ۲۰۱۵ کال کې د ۱۲۲۱ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د مرګ ژوبلی شميره ۵۲۰ وه.

په خیبر پښتونخوا (کی پي) کې په ۲۰۱۵ کال کې د ۴۴۱ په پرتله په ۲۰۱۶ کې د مرګ ژوبلې شميره د ۳۵۷ پورې راکښته شوې ده. په داسې حال کې چې په اسلام اباد کې په ۲۰۱۵ کال کې د ۱۰ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د مرګ ژوبلې شميره ۲ وه.

په بلوچستان کې، که څه هم، د تشد د وجې په مرګ ژوبله کې نږدې ٪۱۰ زیاتوالی راغلی دی. په دې صوبه کې په ۲۰۱۵ کال کې د ۷۱۹ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د مرګ ژوبلې شميره ۸۰۵ وه. په پنجاب کې هم په ۲۰۱۵ کال کې د ۳۲۸ په پرتله په ۲۰۱۶ کې د مرګ ژوبلې شميره ۴۲۴ وه.

دواړه صوبې د ډير زيات مرګ ژوبلې ځانمرګي بریدونو سره مخامخ وې.

په رپوټ کې راغلي، په بلوچستان کې د څلورو ځانمرګي بريدونو له امله ۹۷ کسان د ۵۲ وکيلانو په ګډون ووژل شول، په داسې حال کې چې په پنجاب کې د لاهور په ګلشن اقبال پارک کې په يو ځانمرګي بريد کې ۷۴ کسان ووژل شول. په دغه بريد کې ۲۹ ماشومان هم شامل وو. "

البته په کراچۍ کې، چې په پاکستان کې د ډيرې مودې راهیسې تر ټولو زيات د تشدد ښار پاتې شوی دی، د یو کال نه په بل کې د مرګ ژوبلې په شمېره کې د ٪۵۴ نه زيات کمی راغلی دی.

ښه نظم او قانون

د سي آر ايس ايس راپور څرګنده کړه، چې د امنيتي کاميابۍ کريډټ دوو لومړني عواملو ته ورکولی شي: يعنې ضر‌‌ب عضب عمليات، چې پوځ په ۲۰۱۴ کال کې د جون په مياشت کې په فاټا کې شروع کړل، او په کراچۍ کې د رينجرو عمليات

په راپور کې ويلی شوي: "يو شمېر کوچني عواملو، لکه په بلوچستان کې د کرکې د وینا په وړاندې اقداماتو، په ټول هېواد کې کومبنګ عملیاتو، او همدارنګه په بلوچستان کې د بغاوت ختمولو د امنيتي حالت په ښه کولو کې مرسته کړې ده."

د سي آر ايس ايس ايګزيکيټيو ډايريکټر امتياز ګل وويل، د تروریزم وجوهات ختمول به امنيت نور هم ښه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "پاکستان د تحریک طالبان پاکستان، چې د اسلام په نامه د امن په کوششونو کې خنډونه رامنځته کوي، سره په کاميابۍ سره مبارزه وکړه."

د سولې لپاره کوشش کول

په پېښور کې يو ماهر تعليم او د امنیتي چارو کارپوه خادم حسين وايي، پکارده چې د پوليسو او د امنيتي ادارو رول دې نور هم مظبوط شي چې په مستقبل کې د پاکستان د قبايلي او ښاري سیمو نه وسله وال لري وساتي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د امنيتي ځواکونو سره، موږ بايد د ترهګرۍ اثرات په اړه د عامه پوهاوي له لارې د سولې لپاره کوشش وکړو."

اقبال افریدی، چې د فاټا د پاکستان تحریک انصاف کورډينيټر دی، وويل، د ۸ میلیونه نه زيات قبايلي خلکو د اورپکۍ له امله زيانونه زغملي دي او دغه خلک غواړي چې د امن په رامنځته کولو کې خپل رول ولوبوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د وسله والو پر ضد په جګړه کې د پوځ سره د قبايلي خلکو ملاتړ د طالبانو ناروا واکمنۍ ختمولو کې د پام وړ رول لوبولی دی." "موږ د پوځ ملاتړ کوو، ځکه چې موږ د دوی قربانۍ ليدلي دي."

هغه وويل، که چيري پوځي عمليات داسې جاري وي، نو پاکستان د ترهګرۍ په بشپړ توګه له منځه وړلو ته ډیر نږدې دی. هغه زياته کړه، چې بل ګام امن او پرمختګ دی.

هغه وويل: "زموږ ځوانان ليواله دي چې د تعليم او صحت سهوليات تر لاسه کړي او خپلو سيمو ته ترقي ورکړي."

د عوامي نيشنل پارټۍ مشر میا افتخار حسین وايي، چې دغه راپور مثبت پرمختګونه په ګوته کوي، خو هيواد ته د تروريزم ختمولو لپاره د يو مکمل کمپاين ضرورت دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د دې خبرې زيات ضرورت دی چې د وسله والو چې د مختلف فکر ډلو سره تعلق لري په وړاندې عمليات ګړندې کړي." "د هغه خلکو سره دې د رحم چلند ونه کړی شي کوم چې د امن ګډوډولو په شا دي."

افتخار خبرداری ورکړو، که د وسله والو په وړاندې ګامونه تيز نه کړی شو، نو کيدې شي چې هغوې بيا راټول شي.

هغه وويل: "دا يوه ښه موقع ده چې موږ په بشپړه توګه د تروريزم نه د تل لپاره د خلاصي ترلاسه کولو په مقصد کې د خپلو پوځونو ملاتړ وکړو." "خلک په بشپړه توګه د ځواکونو په شا ولاړ دي، او د وسله والو په وړاندې اقداماتو کې سستې پکار نه ده."

'طالبان د تشدد عاملين دي'

په پېښور يونيورسټۍ کې د فاټا د طالب علمانو د تنظيم صدر شوکت عزيز وويل، طالب علمان د دې معلوماتو په ذريعه ترقي په ګوته کولی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "يو واضح ثبوت موجود دی چې حالت ښه شوی دی." "زموږ طالب علمان په ازاده توګه اوس په قبايلي سيمو کې خپلو کورونو ته ځي. د پوځي عملياتو نه مخکې، موږ به په هاسټلونو کې [د خوب ځای] د میاشتو لپاره پاتې کيدو، او زموږ مور او پلار به په کور کې د امن د نشتوالي له امله زمونږ پسې ملاقات له راتلو."

هغه وويل، چې د طالبانو ناوړه کارونو د هغوی اصلي اجنډا بربنډه کړی ده او خلک په دی موډ کې نه دي چې هغوی ته مسلمانان ووايي.

هغه وويل: "هغوی زموږ سرتيري وژلي دي او په جوماتونو او بازارونو يې بمبارۍ کړي دي." "څنګه به طالبان د مسلمانانو په نامه ياد کړی شي؟ اسلام د امن او مینې درس ورکوي، خو ولې طالبان د تشدد عاملین دي."

هغه وويل، قبايلي خلک د اورپکۍ نه تنګ راغلي دي او د هغوی په وړاندې د پاکستان د پوځ سره ملاتړ کوي.

عزيز وويل: "زموږ خلک د طالبانو د ناوړه شکست نه خوند اخلي او تلپاتې اقدامات غواړي چې د هغوی بېرته د راتلو لاره بنده کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500