امنیت

د يو رپوټ له مخې، په کراچۍ کې په تشدد کې چټک کموالی د سیند رينجرو له کبله دی

ضیاء الرحمن لخوا

په کراچۍ کې د سيند رينجر د دسمبر په ۴ مه په امن ريلۍ کي مارچ کوي. رينجرو د عملياتو په اړه په خپل کلني راپور کې په ۲۰۱۶ کې د پام وړ کاميابو ته اشاره وکړه. [ضیاء الرحمن]

په کراچۍ کې د سيند رينجر د دسمبر په ۴ مه په امن ريلۍ کي مارچ کوي. رينجرو د عملياتو په اړه په خپل کلني راپور کې په ۲۰۱۶ کې د پام وړ کاميابو ته اشاره وکړه. [ضیاء الرحمن]

کراچۍ - د نيم پوځي ځواکونو د عملياتو په اړه د يو کلني رپوټ له مخې، د سيند رينجرو په تېر کال کې په کراچۍ کې د ښار نه د جرمونو ختمولو لپاره په روان عملياتو کې د پام وړ کامیابۍ ترلاسه کړې.

د يو رپوټ، چې د دسمبر په ۲۹مه خپور شو، له مخې، په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې د عملیاتو پيلولو راهیسې، په کراچۍ کې د جرمونو، تشدد او ترهګرۍ پېښو شميره تر ټولو کمه شوې ده.

دا شمېرې د پام وړ دي، ځکه چې پخوا کراچۍ په پاکستان کې په دوامداره توګه تر ټولو د تاوتریخوالۍ ښار وو، چې هر کال پ به په کې زرګونو کسان وژل کيدل.

د رپوټ شميرې

د رپوټ له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې د شوکو په پېښو کې ٪۹۳ کموالی، په هدفي وژنو کې ٪۹۱ کموالی ، د پيسو لپاره د اغوا په پيښو کې ٪۸۶ کموالی او د ترهګرۍ په پېښو کې ٪۷۲ کموالی راغلی دی.

په رپوټ کې راغلي، رينجرو ۱۹۹۲ عملیات ترسره کړل. په دغه عملياتو کې ۲،۸۴۷ شکمن کسان ونيول شول او ۱،۸۴۵ وسلې ترلاسه کړی شوې. په نیولې شوي کسانو کې ۳۵۰ ترهګر د منع شوي ډلو سره تعلق لرلو.

په رپوټ کې راغلي، د عملياتو په دوران کې، د هدفي وژنو شمېره په ۲۰۱۳ کال کې د ۹۶۵ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د ۸۶ پورې کمه شوه.

په ۲۰۱۶ کال کې، رينجرو ۴۴۶ شکمن کسان چې په هدفي وژنو کې یې لاس لرلو ونيول. په هغوی کې، ۳۴۸ کسانو د سیاسي پارټو وسله وال ډلو سره تعلق ساتلو، ۱۱ کسانو د فرقه يې ډلو سره اړيکي لرلې او ۸۷ جنايي ډلو چې د ښار په لیاري نيبرهوډ کې فعاليت کوي سره تعلق لرلو.

د رپوټ له مخې، د جبري شوکو پېښو شمېره هم په ۲۰۱۳ کال کې د ۱،۵۲۴ نه په ۲۰۱۶ کال کې د ۹۹ پورې راکمه شوه.

رينجرو ۷۲ شکمن کسان چې په جبري شوکو کې ښکيل وو ونيول. په دغه نيولې شوي کسانو کې ۲۶ کسان د پيسو لپاره د اغوا په پيښو کې لاس لرلو. سربیره پردې، رينجرو دا دعوی کړې ده چې دوی په ۲۰۱۶ کال کې ۱۳ يرغماليان ازاد کړي دي.

د تروریستي اعمالو شمېره په ۲۰۱۳ کال کې د ۵۷ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې ۱۶ وه.

سوداګران مطمئن دي، کاروبار بيا شروع شو

په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې په ښار کې د رينجرو په مشرۍ کې د عمليات شروع کولو نه مخکې د سیاسي پارټو او د طالب ګروپونو لخوا د کلونو اوږد هدفي وژنو او تشدد کاروبار تباه کړی وو او د ښار اوسيدونکي يې د اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي وو.

د رينجرو د يو بل رپوټ له مخې، د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ او د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر تر منځ، په ښار کې ۴۳ "جبري احتجاجونه" (چې په هغې کې يو وسله وال يا يوه ډله سوداګرانو ته ګواښ کوي چې دوی دې خپل کاروبارونه بند کړي) ثبت کړل شوی دي.

د دغه وخت راهیسې، په ښار کې بيا يو بل جبري احتجاج ثبت کړی شوی نه دی.

د کاروبار خاوندان خوشحاله دي چې دوی اوس توان لري چې خپل کاروبا په عادي ډول وکړي.

د آل کراچي تاجر اتحاد، چې په ښار کې د سوداګرۍ ټولنو يو اتحاد دی، مشر عتيق مير وويل: "موږ د رينجرو په مشرۍ کې د روان عملیاتو نه په بشپړه توګه مطمئن يو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "تشدد يو شمير ښه کاروبارونه د تل لپاره په بندولو مجبوره کړل، خو اوس بيا پرانيستلې شوي دي او د هېواد د نورو برخو او د بهر نه هم په ښار کي سرمايه کاري کيږي."

په همدې ډول، د عملياتو نه مخکې، په لسګونو بسونو، د عام ترانسپورت ګاړو او لارو ته اور لګول د روټين خبره وه.

د کراچي ټرانسپورټ اتحاد، چې په ښار کې د ټرانسپورټرانو يو تنظيم دی، مشر سيد ارشاد بخاري وايي: "ټرانسپورټرانو د تشدد له امله په ملیاردونو روپۍ له لاسه ورکړي."

هغه وويل، اوس، که څه هم، دوی د امنيتي اندېښنو نه بغير کار کوي.

وسله وال طالبان کمزوري دي

سيکيوريټي تجزيه کاران او د سول سايټۍ کارکونکي وايي، د رينجرو د اوږدې مودې عملياتو کاميابي، چې اوس يې درې کاله وشو، د هغه زيان نه څرګنديږي کوم چې دوی په کراچۍ کې د طالبانو مختلفو نيټ ورکونو ته رسولی دی.

محمد نفيس، چې په کراچۍ کې يو سيکيوريټي تجزيه کار دی، په کراچۍ کې د فساد يو خاص دور ته په اشاره کولو سره وويل، کله چې تحریک طالبان پاکستان په جون ۲۰۱۲ کال کې په کراچۍ کې د پښتنو سیمه کنټرول کړه، نو هغوی دا نيبر هوډونه د قانون نافذ کوونکو ادارو او لیبرل سیاسي پارټو لپاره "بندې سيمي" وګرځولې.

هغه وويل، ټي ټي پي د شوکو او د اغوا له لارې اوسيدونکي ويرول چې د وسله والو لپاره چې په قبایلي سیمو کې جګړه کوي فنډونه راټول کړي.

هغه وويل، اوس، د رينجرو د عملیاتو له کبله، امنيتي حالت ډير ښه شوی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د تحریک طالبان پاکستان ډلو چې په ښار کې کار کوي کمانډ او کنټرول دړي وړي شوی دی او د هغوی پټنځايونه تباه شوي دي." "چې له امله یې د وسله والو په فعاليت کې د پام وړ کموالی راغلی دی."

اشرف محسود، چې د جنوبي وزیرستان نه کراچی ته په ۱۹۷۰ کې هجرت کړی وو، په سهراب ګوټ کې د ټرانسپورټ کاروبار په امن سره کولو، خو طالبانو په ۲۰۱۲ کال کې په دغه سيمه حمله وکړه.

هغه وويل، طالبانو هغه مجبوره کړو چې هغه دې د خپلې امدنۍ ٪۲۰ "برخه" د تحریک طالبان پاکستان د کراچۍ فصل ليډرشپ ته ورکړي.

محسود وويل، هغه په ۲۰۱۳ کال کې د سپتمبر په مياشت کې په هوسا زړه ساه واخيستو کله چې د قانون نافذ کوونکو ادارو په کراچۍ کې يو شمير طالبان ووژل.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د [رينجرو] عمليات د پښتنو او سياسي کارکنانو لپاره يو ښه فال ثابت شو، ځکه چې د قانون نافذ کوونکو ادارو په کراچۍ کې د طالبانو په وړاندې واقعي اقدامات وکړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سيند رينجر تر ټولو ښه فورس دی. سيند رینجر زندہ باد

ځواب

رينجرو په کراچۍ کې امن رامنځته کړی دی. په سياسي توګه، سیند په کراچۍ کې په قانون او نظم ساتلو کې مکمل ناکامه شوی دی. د رينجرو موجودګي ضروري ده.

ځواب

زه د رينجرو د کارکردګۍ ډېره ستاينه کوم. پوليس او عدالتونه د سیاسي ډلو هدفي قاتلين وروسته بيا پريږدي. بهته خوري او د کوڅو جرايم په زياتېدو دي. داسې ښکاري چې دا د سياسي پارټو او نورو ډلو قصدي ستراتیژي ده. په ۲۰۱۷ کال کې پکار ده داسې اقدامات وکړې شي چې مناسب ايف آی آرز درج کړی شي چې مجرمان په چټکۍ سره برائت تر لاسه نه کړي. د هغه وسلو چې د سیاسي پارټو جنايتکارانو پټې کړي دي، د تر لاسه کولو لپاره اغېزمن ګامونه اخیستل پکار دي. اوس هم په ځينو سيمو کې د سیاسي پارټو ډلې موجودې دي. دغه ډلې په ظاهرا د یو بل سره په جګړه او د پوليسو افسرانو په وژلو کې ښکیل دي. په ۲۰۱۷ کال کې، د کوڅې د جرمونو، د بينکونو غلا، هدفي وژنې او په کراچۍ کې د افراطيانو د مخنيوی لپاره پکار ده کوششونه وکړی شي.

ځواب