امنیت

پاکستاني ځواکونو د وسلو يوه لويه زیرمه تر لاسه کړه

ظاهر شاه لخوا

د پاکستان امنیتي ځواکونو د جهاز ضد ټوپک، کلاشینکوفونه، مارټرونه، د مارټرونو په لسګونه شيلونه، په زرګونو ګوله بارود، بمونه او چاودېدونکي توکي ونيول. [د محمد ظاهر شاه نه په مننې]

د پاکستان امنیتي ځواکونو د جهاز ضد ټوپک، کلاشینکوفونه، مارټرونه، د مارټرونو په لسګونه شيلونه، په زرګونو ګوله بارود، بمونه او چاودېدونکي توکي ونيول. [د محمد ظاهر شاه نه په مننې]

پېښور - د پاکستان امنیتي ځواکونه د کوهاټ ښار ته نژدې په کچۍ کلي کې د يو کور په بيسمنټ کې د وسلو يوې لويې زیرمې نیولو په اړه خبر ورکوي.

د ډسټرکټ پوليس دفتر لخوا خپره شوی خبرپاڼې له مخې، ځواکونو د دسمبر په ۲۷مه د خفيه مالوماتو په بنياد په يو کور باندې چاپه واچوله.

پوځي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وويل، ځواکونو د جهاز ضد يو ټوپک، کلاشینکوفونه، مارټرونه، د مارټرونو په لسګونه شيلونه، په زرګونو ګوله بارود، بمونه او چاودېدونکي توکي وموندلې.

ځايي ميډيا راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخوا (کی پي) بم ډسپوزل يونټ دغه وسلې او چاودېدونکي توکي يو خوندي ځای ته واستولې.

په دې تصوير کې د وسلو يوه زیرمه ښودل شوې ده. دغه زيرمه پاکستاني ځواکونو په پېښور کې د دسمبر په ۲۷مه ونيوله. [د ظاهر شاه نه په مننې]

په دې تصوير کې د وسلو يوه زیرمه ښودل شوې ده. دغه زيرمه پاکستاني ځواکونو په پېښور کې د دسمبر په ۲۷مه ونيوله. [د ظاهر شاه نه په مننې]

اوسيدونکي خوشحاله دي

په سيمه کې مشرانو او ځايي اوسېدونکو وويل، دهشت ګردو به دغه وسلې او چاوديدونکې توکي د ملکي خلکو په وړاندې استعمال کړی وې. هغوی د بريالي امنيتي عملياتو په اړه خپل اطمينان څرګند کړو.

مختار آلای، چې په استارزۍ يونين کونسل کې د کچۍ ويلج کونسل ناظم دی، کوم ځای چې د وسلو لويه زيرمه ترلاسه کړی شوه، وويل، دا لومړی ځل دی چې ځواکونو په سيمه کې دا ډول ګام پورته کړو او د ښار اوسيدونکي ډېر خوشحاله دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د يو سوله ايز پاکستان په اړه ترهغې خوب ليدلی نه شو، تر څو چې د داسې غير قانوني وسلو په وړاندې مکمله مبارزه پيل نه کړی شي." "که ټوپکونه او بمونه هر ځای موجود وي، نو مونږ څنګه فکر کولی شو چې امن رامنځته کول ممکن دي؟"

هغه وويل: "پکار ده چې د امنیتي ځواکونو د دې اقدام چې ټولنه د ډله ییزې وژنې وسلو نه پاکه کړي ستاينه وکړی شي." "دا هم د عام خلکو لپاره يوه موقع ده چې د قانون نافذ کوونکو ادارو مرسته وکړي چې د دې فساد جرړي د تل لپاره وباسي."

په کوهاټ ښار کې د سکول استاذ رحيم بنګش وويل، په کوهاټ، هنګو او په شاوخوا سیمو کې افراطي ډلي په نښه کول به د ترهګرۍ په وړاندې جګړه د لويې کاميابې سره مخامخ کړي.

هغه وويل، زياتره ځايي خلک فکر کوي چې دوی د افراطي عناصرو په لاس کې يرغمال دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دغه درنې وسلې چې دوی يې لري يوه واقعي خطره ده، او پکار ده چې دغه وسلې ترلاسه کړی شي." هغه زياته کړه، پوځ له پکار ده چې قبايلي سيمو ته نژدې سيمو کې د وسله والو له منځه وړلو لپاره کور په کور کومبنګ عمليات شروع کړي."

په کوهاټ کې يو ژورناليسټ عبدل باسط ګيلاني پاکستان فارورډ ته وويل، د وسلو زيرمې ترلاسه کولو لپاره هدفي عملياتو په امنيتي ځواکونو باندې د خلکو باور په بيا بحالولو کې مرسته کړې ده.

د انتهاپسندو سره د همدردۍ لرونکو کسانو په وړاندې مبارزه

د ماشومانو د حقونو يوه فعاله او د دره ادم خيل سيمې يوه اوسيدونکي مسرت جبين وويل، چې دغه عمليات د دهشت ګردۍ په وړاندې يوه لويه کاميابي وه.

هغې وويل، د وسله والو چي په غرونو کې جګړه کوي په وړاندې پوځي اقدام د هغه کسانو په وړاندې مبارزه کولو په پرتله ډېر ستونزمن نه دی کوم چې په اخلاقي طور د هغوی ملاتړ کوي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "د وسلو زیرمه ترلاسه کول د هغه سخت دريځو کسانو او وسله والو سره د همدردۍ لرونکو کسانو چې په پرمختللو سیمو کې ژوند کوي لپاره يوه اشاره ده چې دوی باید د ترهګرو سره مرسته کول او هغوی ته پناه ورکول پريږدي."

په پېښور يونيورسټۍ کې د انټرنيشنل ريليشنز ډپارټمنټ پروفيسر حسين شهيد موافقه وکړه چې د د همدردۍ لرونکو کسانو سره مبارزه کول ضروري ده.

هغه وويل، چې د عمل ملي پلان وسله وال په پوځي توګه ځپلي دي، خو د همدردۍ لرونکو کسانو او پټنځايونو لکه په کوهاټ کې چې یو پټنځای دی په وړاندې هدفي عملياتو ته ضرورت دی. هغه د جنورۍ ۲۰۱۵ کال د ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتيژۍ ته اشاره وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ضرب عضب عملياتو ترهګر د خپل مرکزونو نه شړلي دي، او اوس دوی د خپلو وسلو سره په ابادو سيمو کې پناه اخلي." هغه په شمالي وزیرستان کې په جون ۲۰۱۴ کال کې د پوځ عملياتو اشاره وکړه. "اوس بايد هغوی ونيولی شي، او د پاکستان امنیتي ځواکونه دا کار ترسره کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما رښتيا خوښ وي. د ريښتینې کيسو او خبرونو لپاره خپل کوششونه جاري وساتئ.

ځواب

دا مثبت نخښه دي چې ځواکونه په ټوله پوله کې سيمي ولټوي او د وسلو او خطرناکو چاودیدونکي توکو نه يې پاکي کړي. توصيب امجد مير

ځواب

زه تاسو ټولو ته خبر درکوم چې تاسو د وخت نه ډیر مخکې يئ.

ځواب

ښه!

ځواب