تروريزم

په کراچۍ کې د وسله والو خلاف د پوليسو عمليات بریالیتوب ترلاسه کوي

ضیاء الرحمن لخوا

د کراچۍ پولیسو د دسمبر په ۸ مه يو پولیس سټیشن ته راځي چې د طالب وسله والو خلاف مبازه کې ګډون وکړي. [ضیاء الرحمن]

د کراچۍ پولیسو د دسمبر په ۸ مه يو پولیس سټیشن ته راځي چې د طالب وسله والو خلاف مبازه کې ګډون وکړي. [ضیاء الرحمن]

کراچۍ - په کراچۍ کې د طالب وسله والو نيټ ورک له منځه وړلو وروسته، د قانون پلي کوونکی ادارې خپل کو ششونه تيزوي چې د دغه ډلې د ښار اوسيدونکو يرولو کوششونه ناکامه کړي.

تجزيه کاران او پوليس وايي، د څو کلونو لپاره، چارواکو کراچۍ د ترهګرو لپاره د 'بودیجې او ایتلافونو، يو مهم ځای ګڼلو، خو د پاکستان په تجارتي مرکز کې د ترهګرۍ په وړاندې روان عملياتو، چې رينجرو په ۲۰۱۳ کال کې د سپتمبر په مياشت کې پیل کړل، د ترهګرو فعالیتونه او بوديجي تر لاسه کول کم کړي دي.

مبارزه

د ښار په بېلابېلو برخو کې بريد کولو سره، امنيتي ځواکونو په دې وروستيو هفتو کې د تحريک طالبان پاکستان يو شمير غړي او شکمن کسان وژلي يا نيولي دي.

د دسمبر په ۱۱مه، پوليسو په اقبال مارکيټ سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان پنځه شکمن وسله وال ونيول.

پوليسو په یوه خبرپاڼه کې وويل، نیول شوي کسان د بيت الله محسود چې د ټي ټي پي يوه ډله ده سره تړاو لرو.

پوليس وايي، دغه نيول شوي کسانو د افغانستان پولې ته نږدې په قبايلي سيمو کې تربيت ترلاسه کړی وو او په ډيرغټ جرمونو، د ماشومانو اغوا کولو او په ښار کې د سوداګرو نه په پیسو اخیستلو کې ښکيل وو.

پوليسو د هغوی نشاندهي وکړه چې هغوی په شهزاد، نور محمد، عبدل منان، ارسلان خان او سلمان خان باندې مشتمل وو.

د مطبوعاتي اعلامیه وايي، چې شکمن کسانو پلان لرلو چې د دسمبر په ۱۲مه په کراچۍ کې د حضرت محمد (ص) د پیدایش د لمانځلو په يو ريلي باندې بمباري وکړي.

د دسمبر په ۸ مه، پوليسو د اورنګي ټاون په سيمه کې د سوات فصل د تحریک طالبان پاکستان درې مشکوک وسله وال ونیول. پولیسو وویل، چې هغوی د دوی نه د وسلو او ګوله بارودو يوه لويه زېرمه ترلاسه کړه.

په همدې ډول، د کراچۍ پولیسو د تروریزم سره د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) اعلان وکړو چې دې په مچر کالونۍ سيمه کې د نومبر په ۲۸مه د تحريک طالبان پاکستان درې شکمن غړي ونیول.

د پوليسو په وينا، دغه شکمن کسانو به سوداګرو ته ګواښ کوو، د هغوی نه به يې پيسې اخیستلې او نور جرمونه يي هم کړي وو.

د سي ټي ډي یو سينير افسر راجه عمر خطاب، چې په کراچۍ کې د منع شوي وسلوال ګروپونو ځپلو کې لاس لري، وويل، د قانون پلي کوونکو ادارو په کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان کومانډ او کنټرول له منځه وړی دی.

خطاب پاکستان فارورډ ته وويل، "د ډلې زيات تره وسله وال او مشران د امنيتي پلي کونکو سره په نښته کې نيول شوي او يا وژل شوي دي."

د تحریک طالبان پاکستان تاکتيکونه

د طالبانو مختلفو ډلو باندې چې په کراچۍ کې کار کوي بريد کولو سره، په پښتو ژبه کې د دوو منټو يوه ويډيو پیغام د دسمبر په لومړيو کې په سوشل ميډيا خپور شو چې په هغې کې د تحریک طالبان پاکستان ستر کومانډر ملا فضل الله په کراچۍ کې د ټي ټي پي د یو نوې مشر اعلان وکړو.

په دغه ويډيو کې داود محسود، چې يو وسله وال دی او د ټي ټي پي محسود ډلې سره تعلق لري او يو پخوانی پوليس دی، راښکاره شو. د ويډيو پيغام د نيټې او ريکارډينګ په باره کې تصديق و نه کړی شو.

په دغه وخت کې، د ټي ټي پي پلوه وال چاکنګ د دسمبر په ۸ مه په لومړيو وخت کې په منګو پير نيبرهوډ کې ښکاره شو.

پوليس او تجزيه کار وايي، چې دغه ويډيو او وال چاکنګ صرف د طالبانو ستراتیژي څرګندوي چې خلک ويروي او د قانون پلي کونکي ادارې مغشوشه کړي.

خطاب وویل: "د داسې کوششونو په ذريعه، لکه په کراچۍ کې د ټي ټي پي د نوي مشر اعلان کول او د طالب پلوه وال چاکنګ، کمزوري طالب وسله وال غواړي چې د ښار اوسيدونکي ويروي."

ښه امنيت

په کراچۍ کې د امنیتي چارو کارپوه محمد نفيس، چې د اسلام آبا د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز سره تړاو لري، وويل، کله نه چې رينجرو په ۲۰۱۳ کال کې عمليات پيل کړل، تر هغه وخت نه په کراچۍ کې امنیت ښه شوی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په ټولیزه توګه، په تشدد کې، د طالبانو تشدد، د ګينګ جګړو او فرقه يي دښمنو په ګډون، د پام وړ کمی راغلی دی. دا کمی د عملیاتو د شروع کولو نه مخکې معلوماتو په پرتله ډير کم دی."

پخوا، چې په جون ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو واکمني شروع شوه، ټي ټي پي د ښار پښتون میشت سیمې کنټرول کړي وې، چې دغي نيبرهوډونه يې د لیبرل سياسي پارټو، د مدني ټولنو د تنظيمونو او د پوليو ضد صحت کارکوونکو لپاره "بندې سيمې" وګرځولې.

خطاب وويل، چې په دغه موده کې، طالبانو اوسيدونکي ويرول. دوی د هغوی نه پيسې اخيستلې او د پيسو لپاره به ېې هغوی اغوا کول چې د وسله والو لپاره چې په قبايلي سيمو کې جګړه کوي پيسې پيدا کړي.

په کراچۍ کې د پښتون قبايلي مشرانو په امنيتي حالت کې د ښه والي په اړه راپورونه ورکړي دي.

په منګو پير کې يو پښتون سياسي شخصيت حاجي محمد زاده وويل، د وسله والو ضد عملیاتو د درې واړو د ټي ټي پي ډلو جوړښت دړې وړې کړی دی -- جنوبي وزيرستان (محسود)، سوات او مهمند -- چې په ښار کې فعالیت کوي او د هغوی پټنځايونه یې تباه کړي دي.

هغه وويل، چې په کراچۍ کې د تر ټولو ناوړه وختونو په پرتله، وسله وال فعاليتونه نن ۸۰٪ کم شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "اوسيدونکي اوس د هيڅ اعلان او يا نقاشۍ نه نه ډاريږي." "دوی ډاډه دي چې طالبان به بيا بیرته را نه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که موږ په کراچۍ کې امن غواړو، نو پکار ده چې په ايم کيو ايم باندې نظر وساتو. دا خلک د پاکستان سره مخلص نه دي. که حکومت وغواړي، نو کراچۍ د تروریزم نه آزادولی شي. که په سوات، وانا او ملاکنډ، کوم ځای چې د تروریزم نيټ ورک شتون لرلو، کې امن راتلی شي، نو دا په کراچۍ کې ګران کار نه دی. زموږ حکمرانان ښه نه دي. دوی خپل کارونه د ترهګرو له لارې ترسره کوي. هم دا وجه ده، چې دوی هغوی ته څه نه وايي. موږ د پوځ له کبله امن لرو. ګنې، دې حمکرانانو به پاکستان ډير مخکې کمزوری کړی او تقسيم کړی وو. موږ له پکار ده چې د الله شکر ادا کړو چې د پاکستان پوځ په نړۍ کې تر ټولو ښه پوځ دی. موږ ته د قايد اعظم نه وروسته يو مخلص حمکران ملاو شوی نه دی. دا ټول غله او ډاکوان دي. نواز، زرداري او الطاف ټول يو شان دي. هغوی صرف زموږ پورې خنده کوي. هغوی هيواد لوټ کوي او بهر ته لاړ شي. دوی د خپل هېواد په ډاکټرانو باور نه لري او بهر ته د علاج لپاره ځي. نو څنګه کیدی شي چې دوی د خپل هېواد سره مخلص وي چې بهر خپل کاروبار لري. که چيري ما کولی شوی نو ما به دوی په سرونو ويشتلې وې. دوی د خپلو ذاتي ګټو لپاره د هېواد پورې خندا کړې ده.

ځواب