تروريزم

په بلوچستان کې په سلګونو وسله وال تسليم کیږي

عبدل غني کاکړ لخوا

په کوټه کې د نومبر په ۷ مه د مختلفو منع شوي ډلو وسله وال خپلې وسلې په ځمکه ږدي. زيات شمېر نور وسله والو په دې وروستيو کې د تسليميدلو لپاره د بلوچستان د چارواکو سره رابطې وکړې.[عبدل غني کاکړ]

په کوټه کې د نومبر په ۷ مه د مختلفو منع شوي ډلو وسله وال خپلې وسلې په ځمکه ږدي. زيات شمېر نور وسله والو په دې وروستيو کې د تسليميدلو لپاره د بلوچستان د چارواکو سره رابطې وکړې.[عبدل غني کاکړ]

کوټه -- چارواکو پاکستان فارورډ ته وويل، د روانو عملیاتو، چې په بلوچستان کې يې وسله والو ته ستر ګوزارانه ورکړي دي، وروسته، يو زيات شمېر وسله والو په دې وروستيو کې د تسليميدلو په باره کې په صوبه کې د چارواکو سره رابطې وکړې.

دغه وسله وال د يو شمير منع شوي ډلو سره تعلق لري.

په کوټه کې یو لوړ پوړي استخباراتي چارواکي محمد بلال پاکستان فارورډ ته وويل: "څه دپاسه ۳۵۰ وسله والو، او همداراز د منع شوي ډلو يو څو مهم کمانډرانو" د قبايلي مشرانو له لارې د چارواکو سره رابطې وکړي.

یو ستر پرمختګ

بلال وويل، د وسله والو متوقع تسلیميدل "يو ستر پرمختګ" دی. نوموړي زياته کړه: "هغه وسله والو ... په ډاګه کړه چې دوی د هغهې جګړې په کومه کې چې دوی د يو څو عشرو راهیسې بوخت وو، په حقيقت پوهه شول.

د دوو کالو نه د زیاتې مودې راهیسې ځواکونه په بلوچستان کې په ياغيانو باندې بمباري کوي، هغوی وژني او د هغوی پټنځايونه تباه کوي.

هغه زياته کړه، وسله والو د قبايلي مشرانو په ذريعه دا خبر ورکړی چې "دوی د ... سوله بيز بلوچستان پيکيج قبلول غواړي. وفاقي حکومت د ۲۰۱۵ کال د اګست په ۶ مه د دغه پيکيج اعلان کړی وو.

په دغه پيکيج کې تسليم شوي وسله والو ته ډيري نغدي پيسې ورکول شامل دي. عام وسله والو ته به ۵۰۰،۰۰۰ (۴،۷۷۰ امريکايي ډالره) او سينير کمانډرانو ته به ۱.۵ ميليونه روپۍ (۱۴،۳۲۰ امريکايي ډالره) ورکولی شي.

بلال وويل: "د وسله والو په وړاندیز غور کیږي." "قانون پلي کونکي اداره کار کوي چې د اصلي شمېر او د هغو کسانو تصديق وکړي کوم چې د تسليميدو په لټه کې دي."

په اسلام آباد کې ريټايرډ ميجر محمد عمر، چې يو سينير دفاعي تجزيه کار دی، پاکستان فارورډ ته وويل، سوله بيز بلوچستان پيکيج "وسله وال په شکست منلو راضي کوي."

هغه وويل: "پرله پسې د بغاوت ضد بريدونو په پراخه توګه د وسله والو عملیاتي ظرفیت دړي وړي کړی دی."

بې زړه کول او تربګني

بلال د بلوچ ليبريشن آرمي، بلوچ ريپبليکن آرمي، لشکر جنګوي او نورو ډلو ته په اشاره کولو سره وويل، هغه وسله وال چې خپل عادي ژوند پيلول غواړي د وسله والو په يو زيات شمير باندې مشتمل دي.

هغه وويل: "يو شمير سينير کمانډران ... له مخکې نه د بلوچستان په نوشکي، سبي، ډيره بګتي او نورو سیمو کې تسلیم شوي دي."

په ميدان جنګ کې د شکست نه علاوه، داخلي تربګنيو وسله وال په تسليميدلو مجبوره کړي دي.

په اسلام آباد کې د تروریزم ضد چارواکي محمد سعد پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ راپورونه لرو چې په بلوچستان کې د وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې د اجنډې په اړه ستر اختلافات رامنځته شوي دي." "هغوی يو بل سره جګړه پيل کړه."

سعد وايي، وسله وال ډل په تربت، آواران او د بلوچستان په نورو برخو کې د يو بل غړي تښتوي او وژني. هغه زياته کړه: "موږ د يو شمير مړو وسله والو لاشونه په ګوته کړل کوم چې په آواران، مشکي، خضدار او کلات سیمو کې وموندل. دغه وسله وال مخالف ډلو تښتولي وو."

په دې وروستۍ پيښه کې، ليوي ځواک د نومبر په ۲۲مه په خضدار کې دوه مړي وموندل. د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دغه مرګونو مسولیت په غاړه واخیستو. دغه ډلې وويل چې دغه دوه مړه شوي کسان هغه مخالف وسله وال وو کومو "چې زموږ د مقصد خلاف کار کوو."

د زيات برياليتوب لپاره نسخه

عمر چې يو تجزيه کار دی وويل، لکه څنګه چې ډيري ښه نتيجې لکه چې ډير وسله وال سر تسليموي رامنځته کيږي، "د قانون پلي کوونکي ادارې باید د بغاوت ضد بريدونه په هغه سيمو کې تيز کړي کوم ځای چې د وسله والو شتون د امن راوستلو لپاره د رياست وړتيا متاثره کوي."

هغه وويل، رياست ته هم د دې خبري ضرورت دی چې "د بغاوت ځپلي سیمو کې د خلکو تر منځ د اعتماد کمی ختم کړي."

هغه د دې په اړه وويل، رياست په سيمه کي د ناراضه خلکو په قومي دایره کې د راوستلو له لارې د امن او استحکام په يقيني کولو کې مرسته کولی شي.

په کوټه کې د سیاسي چارو کارپوه غلام نبي بلوچ پاکستان فارورډ ته وويل، وسله وال، کله چې دوی وسلې په ځمکه کيښودلې، "دا مني چې دوی به هیڅکله هم د جګړې په ذريعه خپل مقصد ترلاسه نه کړي."

هغه وويل: "په بلوچستان کې په اوسط ډول وګړي امن او پرمختګ غواړي." "ډير زيات خلک چې د امن ضد کارونو کې لاس لرلو، د هغه عناصرو لخوا ګمراه شوي دي کومو چې نیابتي جګړه کوله."

هغه وويل چې د پرمختګ جاري ساتلو لپاره، حکومت باید دا باوري کړي چې هغه وسله وال چې له مخکې نه تسليم شوي دي په بشپړه توګه د سوله ییز بلوچستان څخه ګټه واخلي. هغه زياته کړه: "رياست بايد نور پيکيجونه جوړ کړي چې زموږ د ځوانانو په ذهنيت باندې د وسله والو اثر ختم کړي.

د پوځ د مشر الوداعي استقبال

لکه څنګه چې جنرال راحیل شریف د پوځ د مشر په توګه خپل سروس اختتام ته ورسوو، هغه په بلوچستان کې د اورپکۍ ختميدونکی طاقت څرګند کړو.

راحیل د نومبر په ۲۳ مه په کوټه کې په خپل اختتامي کتنه کې د پوځ د مشر په توګه وويل، "په بلوچستان کې حالات د وسله والو خلاف شوي دي." "د وسله والو زيات شمېر په دوامداره توګه تسليميږي."

هغه وويل: "پوځ به د صوبې سره د امنيت او استحکام لپاره کار جاري ساتي."

سعد چې د تروریزم ضد چارواکی دی وايي، پاکستانيان "دا ډاډ لري چې رياست به هيڅکله په قومي ایډیالوژۍ او امنيت باندې روغه جوړه و نه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500