امنیت

پنجاب او سيند کې امنيتي حالت ښه شوی دی؛ نورو صوبو کې حالت خراب دی: راپور

جاويد محمود لخوا

پاکستاني پوليس کمانډو د مارچ په ۲۸مه په لاهور کې د مارچ ۲۷ م يو ځانمرګي بريد ځای ساتنه کوي. چارواکي راپور ورکوي چې په پنجاب کې امنيتي حالت کې پرمختګ ترلاسه کړی شوی دی. [عارف علي /ای ايف پي]

پاکستاني پوليس کمانډو د مارچ په ۲۸مه په لاهور کې د مارچ ۲۷ م يو ځانمرګي بريد ځای ساتنه کوي. چارواکي راپور ورکوي چې په پنجاب کې امنيتي حالت کې پرمختګ ترلاسه کړی شوی دی. [عارف علي /ای ايف پي]

اسلام اباد - يوه مطالعه چې په دسمبر کې خپره شوه ښيي چې په صوبه پنجاب کې د ۲۰۱۶ کال په دريم ربع کې يوه هم لويه ترهګريزه پيښه رامنځته شوي نه ده، په داسې حال کې چې په صوبه سیند کې په امنيتي حالت کې لوی پرمختګ ترلاسه کړی شوی دی.

خو په اسلام آباد کې سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيوريټي سټډيز (سي آر ايس ايس) د جولای او سپتمبر د درې میاشتني راپور ښي چې په دغه موده کې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او فاټا ( د وفاق انتظام تر لاندې سيمو) کې تروریزم زيات شوی دی.

صفر زغم

امير ذوالفقار، ډپټي انسپکټر جنرل فار آپريشنز، پنجاب پوليس، پاکستان فارورډ ته وويل، د پاکستان د ټولو زیات نفوس لرونکي صوبه کې "د اورپکۍ او تشدد په وړاندې د صفر زغم" لرلو له کبله امنیتي حالت ښه شوی دی.

هغه وويل، د خپلې فعاله ستراتیژۍ سره، د پنجاب پولیس په منظم ډول د سخت دريځ ترهګرو څارنه کوي.

هغه وويل: "[د جنورۍ نه نومبر پورې] په ۲۰۱۶ کال کې، په پنجاب کې د جرمونو کچه د تیر کال د دې مودې په پرتله ۶۰٪ کمه شوی ده." نوموړي زياته کړه چې په دغه موده کې په پنجاب کې د پيسو لپاره د تښتونې کچه ۷۰٪ کمه شوی ده."

هغه وويل، د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ښه کولو لپاره، د پنجاب پوليسو د تروریزم سره د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) ته نوی شکل ورکړو او د ترهګرو او جرایم پیشه خلکو فنګر پرنټس او تصويرونو مالومولو لپاره یې انفارميشن ټکنالوجي استعمال کړه.

سي آر ايس ايس راپور ورکړو چې د پنجاب د دې کوششونو د وجې دا صرف يوه داسې صوبه ده چې په دې کې د کال په دریم کوارټر کې د ترهګرۍ يوه پيښه هم ثبت شوی نه ده.

په دغه دريم کوارټر کې، په پنجاب کې امنیتي ځواکونو يو شمير ترهګر ووژل او کسان يې هم ونیول. هغه وسله وال کوم چې ووژل شول له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او لشکر جنګوي (ايل اي جې) سره تعلق لرلو. په پنجاب کې هغه شکمن کسان چې اوس په توقیف کې دي د يو شمېر ډلو لکه داعش سره په تعلق لرلو کې تورن دي.

د سي آر ايس ايس له مخې، په دغه کوارټر کې په سيند کې د ترهګرۍ په تړاو ۱۱۱ مرګونه ثبت شول، چې د تير وخت د ۱۳۸ مرګونو نه کم دي.

په سيند کې چارواکې، په ځانګړې توګه په کراچۍ کې، يو شمير امنيتي تدابير ونيول چې د تروریزم او د تشدد عوامل کم کړي. دغه تدابير د ۲۰۱۶ کال په لومړيو کې پيل شوي وو.

د مثال په توګه، د پولیسو افسرانو په شکارپور کې د سپتمبر په مياشت کې يوه ځانمرګي حمله چې يوه حمله په عیدګاه (د اختر لمانځه ادا کولو ځای) او بله په یوه امام بارګاه (د شيعه ګانو د عبادت ځای) کې ناکامه شوه. دغه تدابيرو په سيند کې د ترهګرۍ په کچه کمولو کې مرسته وکړه.

بلوچستان له ستونزو سره مخامخ دی

په عين حال کې، په بلوچستان کې امنيتي حالت خراب شوی دی.

په دريم کوارټر کې د تروریزم له کبله د ملکي کسانو مرګونه د دویم کوارټر د ۵۹ په پرتله ۱۳۳ ته رسيدلې دي؛ بلې يوې صوبې داسې مرګونه په دریم کوارټر کې نه دې زغملي.

سي آر ايس ايس وويل، صوبايي چارواکي کوشش کوي چې حالات کنټرول کړي او يو شمير شکمن وسله وال او شکمن تسهيل کونکي يې نيولي دي.

انوار الحق کاکړ، د صوبايي حکومت وياند، پاکستان فارورډ ته وويل، "د بلوچستان حکومت ... ژمنه وکړه چې [ټولو] وسله والو لپاره به صفر زغم ته دوام ورکړي"

هغه وويل: "موږ د تروریستانو پر وړاندې عمليات تېز کړي دي." "موږ به د هغوی مظبوطولو کوششونه ناکامه کړو."

کاکړ وويل، مرګ ژوبله زياتيږي ځکه چې وسله وال د مايوسۍ له کبله "نرم اهداف" په نښه کوي. هغه د وسله والو ناتوانۍ ته هم اشاره وکړه چې دوی د منظم ځواکونو په وړاندې ودريدی نه شي.

په دغه ډول بریدونو کې د اګست په ۸ مه هغه ځانمرګي بريد شامل دی چې د کوټې يو هسپتال کې يې په درزنونو وکيلان ووژل.

هغه وويل، کله نه چې په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کال کې په بلوچستان کې د وسله والو په سلګونو ملګري تسليم شول، نو د هغه وخت راهیسې وسله وال د نااميدۍ له کبله ملکي کسان وژني.

د امنیتي چارو کارپوه او د کوټې پریس کلب صدر شهزاده ذوالفقار پاکستان فارورډ ته وويل، "هغه وسله وال چې له افغانستان څخه راځي د بلوچستان په واد سيمه کې پاتې کيږي، او له دغه ځايونو څخه په بلوچستان او سيند کې تروریستي بریدونه ترسره کوي."

په فاټا او خېبرپښتونخوا کې په مرګونو کې زيااتوالی راغلی دی

په عين حال کي، فاټا او خېبرپښتونخوا په دریم کوارټر کې په ترهګرۍ کې د ډير زیاتوالي سره مبارزه کوي.

سي آر ايس ايس وويل، په جولای او سپتمبر کې، په فاټا کې د دويم کوارټر د ترهګرۍ د ۶۲ مرګونو په پرتله ۱۲۰ مرګونه ثبت کړی شوي دي. خو، امنیتي ځواکونه د وسله والو سره مبارزه کوي چې په دې کې هوايي ځواکونو په اګست او سپتمبر کې په خيبر ايجنسۍ کې د وسله والو په يو شمير پټنځايونو بمباري وکړه.

سي آر ايس ايس وايي، په عين حال کې، په خېبرپښتونخوا کې په دریم کوارټر کې د ترهګرۍ اړوند ۱۰۳ مرګونه ثبت شول. په دغه صوبه کې د هېواد د نورو برخو په مقابله کې ډير ځانمرګي بريدونه او بمي چاودنې رامنځته شوې.

خو په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه ريټايړډ بريګيډير محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې، "امنيتي ځواکونه د ضرب عضب عملیاتو کاميابۍ ته استحکام ورکوي." هغه د پوځ عملياتو ته چې د جون ۲۰۱۴ کال راهیسې په شمالي وزیرستان کې روان دي اشاره وکړه.

مايوسه وسله وال خپل عملیات د ضرب عضب عملياتو له کبله پراخه کولی نه شي ځکه چې دغه عمليات دوی ته په فاټا او خيبر پښتونخوا کې ګوزار ورکوي او زيان رسوي. هغه زياته کړه، حالات د امنیتي ځواکونو په کلک کنټرول کې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500