تروريزم

د پاکستان د پوځ مشر د ترهګرۍ په وړاندې جګړې ته ژمن دی

ظاهر شاه لخوا

د پوځ نوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه (چې لاسونه يې د دعا لپاره پورته کړي دي) د نومبر په ۳۰ مه په پېښور کې د شهیدانو په يو يادګار باندې د ګلونو ګيډۍ ږدي. [ای ایس پي ار]

د پوځ نوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه (چې لاسونه يې د دعا لپاره پورته کړي دي) د نومبر په ۳۰ مه په پېښور کې د شهیدانو په يو يادګار باندې د ګلونو ګيډۍ ږدي. [ای ایس پي ار]

پېښور - د پاکستان پوځ نوی کمانډر لري خو د ترهګرۍ سره جګړې په اړه پیغام به بدل نه شي : عملیات به منسوخ نه شي.

جنرل قمر جاوید باجوه، د پوځ نوي مشر، دغه خبره په خپل لومړي ويزټ کې هغه وخت وکړه کله چې هغه د نومبر په ۲۹مه شمالي وزيرستان ته لاړو.

پوځونه په قبايلي ايجنسۍ کې د ترهګرو خلاف مبارزه له هغه وخت راهیسې کوي کله چې جنرل راحیل شریف، د باجوه پخوانې پيشرو، هغوی ته په جون ۲۰۱۴ کې د ضرب عضب عملیاتو پيلولو امر ورکړو.

'ترهګر نشته'

هغه په شمالي وزیرستان کې ځواکونو ته وويل، پوځ د ترهګرۍ پر ضد جګړه خپل منطقي انجام ته رسوي - چې د پاکستان د خاورې نه تروریزم له منځه وړل دي.

هغه وويل: "موږ به د هغه لاسته راوړنو نه مخکې تلو ته دوام ورکوو کوم چې د مخکې نه تر لاسه کړی شوي دي." د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای ایس پي ار) له مخې، دغه لاسته راوړني هغه قربانۍ په ګوته کوي کوم چې قبايلي او امنیتي ځواکونو د کلونو راهیسې وړاندې کړي دي."

هغه وويل: "یو ترهګر ته به هم هيڅ کله د بېرته راتلو اجازه ورنه کړی شي."

باجوه وويل، د پاکستان امنيت د خارجي او داخلي ګواښونو نه بچ ساتل د پوځ د مشر عين مقصد دی. هغه د مخکې تلو لپاره ترجيحات په ګوته کړل.

هغه وويل، په دې ترجيحاتو کې د افغان د پولې خوندي ساتلو لپاره د فرنټير کور يونټونه ژر تر ژره جوړول شامل دي. هغه په عارضي توګه د بې ځایه شویو کسانو (ټي ډي پيز) په قبايلي سيمو کې خپلو کورونه ته بيرته تللو، د هغوی سره په مرسته کولو او د هغوی سوله ییزه بيا بحالي يقيني کولو باندې زور ورکړو.

شمالي وزيرستان ته د تلو نه مخکې، باجوه د نومبر په ۲۹مه په پېښور کې د يولسم کور هيډکوارټر ليدنه وکړه. هلته کې افسرانو هغه ته په خیبر پښتونخوا (کی پي)، فاټا ( د وفاق انتظام تر لاندې سيمو) او ملاکنډ ډويژن کې امنيتي وضعيت، د ترهګرۍ پر ضد راون عملياتو، د ټې ډې پيز بحالۍ کې پرمختګ او ترقياتي پراجيکټونو په اړه معلومات ورکړل.

کاميابو ته استحکام ورکول

په شمالي وزیرستان کې قبايلي غړو او د تروریزم تجزیه کارانو د باجوه د شورش زدہ ايجنسۍ ليدلو د فيصلې ډيره زياته ستاينه وکړه، چې د بې ځایه شوي قبايلي غړو کور ته راوستلو او قبايلي سيمو ته د ترقي ورکولو په اړه د هغه عزم څرګندوي.

ريټايرډ جنرل طلعت مسعود، چې په اسلام آباد کې دفاعي تجزيه کار دی، پاکستان فارورډ ته وويل: "دا يو ښه فال دی چې ... د ترهګرۍ په وړاندې جګړه ګټل یو لومړیتوب دی او [هغه په پام کې لري] چې دغه جګړه په هر قيمت وګټي."

هغه وويل، د باجوه دا عزم او ولوله چې د پولو امنیت برابر کړي به پاکستان نورهم خوندي کړي.

په پېښور يونيورسټۍ کې د ايريا سټدي سنټر يو سکالر پرويز اقبال ترين پاکستان فارورډ ته وويل، په سیمه کې د تل پاتې سولې لپاره په ضروري څيزونو کې په فاټا کې استحکام او د ټولو ټي ډي پيز خپلو کورونه ته بیرته تلل شامل دي. هغه وويل، د دواړو ايف سيز اپ ګریډیشن د باجوه دا اراده څرګندوي چې هغه به د خپل پيشرو په نقش قدم باندې عمل کوي.

يو مبصر دې وخت ته د بدلون په توګه ګوري.

په اسلام اباد کې میشت يو ژورنالسټ کمال حيدر پاکستان فارورډ ته وويل، باجوه د پوځ کمان په داسې وخت کې واغيستو چې ځواکونه د ضرب عضب کاميابو ته استحکام ورکوي. هغه وويل: نوی پړاو به له مخکې نه بدل وي، په کوم کې چې ډير زيات قوت او طاقت استعمال شو.

قبايلي خلک او ټي ډي پي نور علي وزير شمالي وزيرستان ته د باجوه راتلل داسې ګنې چې هغه به يوه ورځ بېرته خپل کور فاټا ته لاړ شي.

هغه وويل: "موږ اندېښنه لرله چې د راحیل شریف د ریټایرډ کیدو نه وروسته به زموږ په مسلو حل کولو کې تاخير راشي." "دا ښه خبره ده چې هغوی زموږ بيرته استولو لپاره ګامونه ګړندي کوي."

په پېښور کې يو ژورنالسټې فرزانه شاه پاکستان فارورډ ته وويل، ميدان جنګ ته د باجوه تللو ترهګرو ته یو روښانه پیغام ورکړو.

هغې وويل، که ترهګر هيله لرله چې دوی به د راحیل د ریټایرډ کیدو وروسته آرام ومومي، نو باجوه دا خبره څرګنده کړه چې د "ترهګرۍ په وړاندې جګړه به هله پای ته ورسي کله چې پاکستان دا جګړه وګټي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500