امنیت

د سوات کينټ په دره کې د امن لپاره يو مهم پړاو دی

ظاهر شاه لخوا

د پوځ لوی درستیز جنرل راحیل شریف د نومبر په ۱۱مه د سوات کينټ پرانسته کوي. [محمد ظاهر شاه]

د پوځ لوی درستیز جنرل راحیل شریف د نومبر په ۱۱مه د سوات کينټ پرانسته کوي. [محمد ظاهر شاه]

مینګوره، پاکستان - په خیبر پښتونخوا (KP) کې د سوات درې اوسيدونکي د يو کينټ جوړولو پلان ته سترګې په لار دي -- دا يو داسې ځای دی چې پوځي اډې او پوځي کورونه لري.

د کينټ پلانونو وروستۍ اعلان خلکو ته يو اميد ورکړو چې وسله وال به بيرته را نه شي، کوم چې پوځ په ۲۰۰۹ کال کې د ترهګرۍ د دوه کلن واکمنۍ وروسته د سوات نه وشړل.

دوی به سياحت هم راژوندی کړي، کوم چې په هغه وخت کې ناممکنه وو کله چې تحریک طالبان پاکستان په دره کې د خلکو ژوند کنټرول کولو او هر قسم تفریح ته يې په بد نظر کتل.

خلکو پيش ګويي وکړه، کله چې پوځي کينټ د ژوند يو حقیقت جوړ شي، نو هيڅوک به جرات ونه کړي چې د سوات اوسيدونکو ته ګواښ وکړي.

د کينټ بنیاد ايښودلو وروسته لوړ اميدونه

د پوځ لوی درستیز جنرل راحیل شریف د پوځ ژمنه روښانه کړه کله چې هغه د نومبر په ۱۱مه د مستقبل سوات کينټ سنګ بنياد کېښودلو. د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او وزير اعلی پروېز خټک په سوات ویزټ کې د هغه سره وو.

د دغه تقريب دوه کاله وروسته له هغې انتظام وکړی شو کله چې د پاکستان حکومت په سوات کې د ښه او دايمي امن لپاره د خلکو د ډيمانډ په جواب کې د کينټ جوړولو منظوري ورکړه. راحیل د تحریک طالبان د ترهګريز واکمنۍ په وړاندې د ګامونو پورته کولو او د امنیتي ځواکونو سره د ترهګرو د درې څخه په ايستلو کې د مرسته کولو له کبله د دغه ځای د اوسیدونکو ستاينه وکړه. هغه په سوات کې د دايمي امن او امنیت راوستلو لپاره د پوځ د عهد تايد وکړو.

د کينټ مکمل کولو نیټه يې څرګنده نه کړه.

هغه فايدې کوم چې به کينټ، د لوی پوځي شتون سره، یو ټولنې ته راوړي ډيري دي.

راحیل يو شمېر فايدې په خپلو خبرو کې يادې کړې: د ترهګرو مخه نيول، د قانون نافذ کوونکو ادارو باور لوړول او د يو ځواک شتون زياتول چې امن ته د خطر په وخت کې ځواب ورکړي.

هغه وويل، دا به د امنيت چې سوداګرو ته يې ضرورت دی برابرولو له لارې ټولنيز او اقتصادي پرمختګ جوګه کړي چې وده وکړي. هغه يادونه وکړه چې حکومت په ملاکنډ ډويژن او فاټا ( د وفاق انتظام تر لاندې سيمو) کې پرمختګ یو لومړیتوب ګنلی دی.

پوځ په یو بیان کې وايي، چې تر اوسه پوځ په هغو سيمو کې چې د بغاوت ضد عمليات يې په کې ترسره کړي دي د ۷۰۰ څخه زيات ترقياتي پراجيکټونه ترسره کړي دي.

راحیل په سوات کې د عرب امارات په مالي مرسته جوړ شوې هسپتال څخه لیدنه وکړه او د متحده عرب امارات او د هغې د قيادت یې مننه وکړه چې په دغه سیمه کې په پرمختګ کې مرسته کوي. په پاکستان کې د عرب اماراتو سفير آلباشا آلنومي او د عرب امارات د پاکستان سره د مرستو پروګرام مشرعبدالله آلغيفلي هم په دغه موقع موجود وو.

راحیل د آرمې پبلک سکول، چې اوس جوړيږي، هم لیدنه وکړه.

د هرې طبقې خلکو د راتلونکې کينټ په سوات کې د امنيت او پرمختګ د ضامن په توګه ستاينه وکړه. جهګړا د کينټ بنياد ايښودلو په تقريب کې وویل چې دا به د څو کالو د ترهګرۍ وروسته د خلکو باور بحال کړي.

د کينټ فايدې

خټک پاکستان فاورډ ته وويل، دا نوښت به په دره کې د سولې ضمانت ورکړي.

د عوامي نيشنل پارټۍ سره تړاو لرونکي غړي جعفر شاه چې د خېبرپښتونخوا صوبايې اسمبلۍ کې د سوات استازیتوب کوي پاکستان فارورډ ته وويل: امن راوستل به سياحت ته وده ورکړي او هغه هوټلونه به راژوندي کړي کوم چې په ۲۰۰۷-۲۰۰۹ کې تباه شوي وو.

په سوات کې د ښځو د حقونو يوې کارکونکي نيلم خان پاکستان فارورډ ته وويل: "که مونږ یو پوځي اډه مخکې لرلې، نو ترهګرو به د سوات سوله ییزه، کلتوري شتمن ټولنه دړې وړي نه وه کړې."

ځايي سياسي مشر دولت خان وويل، يوه مظبوطه امنيتي اډه به د سخت دریځو سره مقابله وکړي او بهرني خطرناک خلک به منع کړي کوم چې په سوات کې سوله ييز ژوند ته زيان رسوي. هغه د نيلم خان سره موافقه وکړه او زياته يې کړه، کيدای شي چې سوات له مخکې د کينټ نه فايده اخيستی وی.

هغه وويل: "موږ به هيڅکله و نه منو چې د یو څو افراطیانو له خوا يرغمل شو." "زموږ پوځ به د هغوی سره وګوري."

UNTRANSLATED

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500