تروريزم

د پاکستان پوځ د پوځي عملیاتو وروسته د تیرا درې ته ترقي ورکوي

سيد انصار عباس لخوا

د پاکستان قبایلي خلک په تيره دره کې د اکتوبر په مياشت کې د سپورټ فسټيول په اختتامي مراسمو کې روايتي ډانس کوي. [سيد انصار عباس لخوا]

د پاکستان قبایلي خلک په تيره دره کې د اکتوبر په مياشت کې د سپورټ فسټيول په اختتامي مراسمو کې روايتي ډانس کوي. [سيد انصار عباس لخوا]

پېښور - د پاکستان حکومت په خيبر ايجنسۍ کې د تیرا دره بيا ودانوي.

د اورپکۍ ځپلي سیمو جوړولو موقع په تېرو کلونو کې په ټول ملک کې د پوځ له خوا د بغاوت ضد عملياتو وروسته رامنځته شوه، په دې کې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات هم شامل دي.

دغه دره، چې د افغانستان سره پوله لري، لږ تر لږه د ۱۰ کلونو لپاره د تروریزم يو مرکز وو.

چارواکو، مشرانو او خلکو پاکستان فارورډ ته وويل چې اوس کارکوونکي او قبايلي خلک د سکولونو، سړکونو او نورو مرکزونو په جوړولو کې بوخت دي.

د خیبر پښتونخوا د (KP) ګورنر اقبال ظفر جهګړا د اکتوبر په مياشت کې په تيره دره کې د سپورټ فسټيول په اختتامي مراسمو کې د ۳.۷ مليارده ( امريکايي ۳۷ ميليونه ډالره) روپو څخه زيات يو ترقياتي پيکيج اعلان وکړو.

هغه وويل: "سړکونه، سکولونه، روغتیایی مرکزونه، وړوکې ډيمونه او پلونه" به جوړ کړی شي.

ترقياتي پراجيکټونه

د غربت ځپلي درې د بيا ودانولو پلانونه ډير لوړ کار دی

د خيبر ايجنسۍ د پوليټيکل ایډمنسټريشن ايجنټ خالد محمود پاکستان فارورډ ته وويل، له مخکې نه، د ۲۳ سکولونو جوړول اختتام ته نږدې دي.

هغه وويل: "حکومت به هر کال نوي سکولونه جوړ کړي."

په نور پلانونو کې د پلونو او د يو سپورټ ګراونډ جوړول او کر و کرونده ماډرن کول شامل دي.

د خيبر ايجنسۍ د خبريالانو قومي اتحاد رئیس قاضي فضل الله پاکستان فارورډ ته وويل، زه په لنډي کوتل کې لوی شوی يم او دا دا معنا لري چې تاسو هيڅکله د تیرا درې ليدنه ونه کړئ، ځکه چې سړکونه شتون نه لري.

هغه یادونه وکړه، هغه په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال کې تیرا درې ته لاړو، "په دغه سفر دوه ورځې لګيدلي وې."

هغه وويل، په اکتوبر کې د يو نوې سړک له امله هغه درې ته "په څلورو ګهنټو کې" ورسيدو.

اوسيدونکي په دې اطمينان څرګندوي

د درې اوسېدونکي خوشحاله دي او غواړي چې د ترقۍ نتيجې وګوري.

په دوی کې د ګلي خيل کلي قبايلي مشر سرفراز خان ملک دين شامل دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ تر اوسه پورې د تعليمي او صحت مرکزونو څخه بې برخې پاتي شوي يو." "موږ د سکولونو او د هسپتال په تيزۍ سره جوړول غواړو."

هغه وويل: "اوس موږ د علاج معالجې او تعليم لپاره پېښور او کوهاټ ته ځو."

د ميدان ځوان اوسيدونکي قیصر شاه افريدي پاکستان فارورډ ته وويل: "په دغه دره کې د پرايمرۍ سکول نه علاوه بل سکول نشته."

هغه وويل: د تیرا ناروغه کسان " کله چې پېښور او کوهاټ ته د علاج لپاره تلل په لاره کې مړه شوي دي."

د دغې درې يو بل ځوان اوسيدونکی، احمد افريدي، وويل: "د [مستقبل] سپورټ سټيډيم به هم ځوانان مصروفه کولو کې مهم رول ولوبوي."

بیرته راتګ دوام لري

پوليټيکل ايجنټ محمود پاکستان فارورډ ته وويل، بې ځایه شوي خلک تر اوسه د پاکستان په محفوظ سيمو کې په کلونو ژوند کولو وروسته بيرته راځي.

هغه وويل: "د بیرته راتلو پروسه به په راتلونکې میاشت کې ختم شي."

ملک خان وارث افريدي چې د دولت او سرحدي سيمو يو پخوانې وزير دی په قبايلي سيمو کې د پرمختګ په کارونو کې د پوځ د "پام وړ" رول ستاينه وکړه.

هغه وويل: "په لومړي ځل په پسمانده دره کې د ترقۍ دور شروع شوی دی."

د قمر خيلو مشر ملک محمد امين افریدی پاکستان فارورډ ته وويل: "زه هیله لرم چې هغه ټول پروجيکټونه چې د خیبر پښتونخوا ګورنر يې اعلان کړی دی به په خپل وخت کې بشپړ شي."

هغه وويل: "ما په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې خپل درې ځوان زامن او ورور له لاسه ورکړل."

هغه وويل: "څلور ځله [ترهګرو] زما د وژلو کو ښښ وکړو ځکه چې ما ... له ترهګرو پاک خيبر ايجنسي غوښتله." "الله زه بچ کړم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه ده چې پوهه شو چې، د الله په فضل سره، زموږ په ټول هېواد کې سوله رامنځته شوې ده، او زموږ پوځ يو ستر کار ترسره کړې دی. پاکستان زنده باد! پاکستان پوځ زنده باد!

ځواب

زما دا ويب سايټ خوښ دی او په ځانګړې توګه زه د پاکستان پوځ ستاينه کوم. د پاکستان پوځ زموږ د یووالي سمبول دی. د پاکستان پوځ زنده باد.

ځواب

دا د حکومت او د پاکستان د پوځ ډېر ښه کوششونه دي. دا ويب پاڼه جاري وساتئ. مننه.

ځواب

یاره زه خو دا ستاسو د پیج په کتلو حیران شوم چې دا د امریکې د حکومت پیج دی او که د پاکستان د فوج؟ دلته کې خو ټول د پاکستان د فوج او د پښتنو د قاتلانو ستاینې او صفتونه شوي دي. د پاکستان د فوج په وجه خو د پښتونخوا او قبایلو پختانه تباه او برباد شول، کډه کولو ته مجبور شول، کورونه یې په کنډوالو بدل شول. لعنت دي وي او د پاکستان په فوج دی وي چې د دوی په وجه پښتانه ماشومان او ښځي په دشتو کی یخنۍ او ګرمی ته شپی ورځي تیروي.

ځواب

دا زما خوښ شو دې ته دوام ورکړئ

ځواب