تروريزم

پاکستان له داعش د وسله والو وفادارۍ اخيستلو ستراتيژۍ سره مبارزه کوي

جاويد محمود لخوا

د پاکستان رينجرو د نومبر په ۱۳مه يوه ورځ د يوه ځانمرګي بريد وروسته د صوفي شاه نوراني مزار ساتنه کوي. دا مزار د کوټې نه۷۵۰ کلوميټره جنوب طرف ته پروت دی. داعش د دغه برید، چې لږ تر لږه ۵۲ کسان په کې مړه شول، مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. [آصف حسن/ اې ايف پي]

د پاکستان رينجرو د نومبر په ۱۳مه يوه ورځ د يوه ځانمرګي بريد وروسته د صوفي شاه نوراني مزار ساتنه کوي. دا مزار د کوټې نه۷۵۰ کلوميټره جنوب طرف ته پروت دی. داعش د دغه برید، چې لږ تر لږه ۵۲ کسان په کې مړه شول، مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. [آصف حسن/ اې ايف پي]

اسلام اباد - د امنیت شنونکو پاکستان فارورډ ته وويل، پاکستان د داعش دا کوښښونه چې د ترهګرو مهم مشرانو او عناصرو ته پيسې ورکړې ناکامه کوي، د دې موخه په هېواد کې افراطيت او اورپکۍ ته وده ورکول دي.

يو امنيتي لوړ پوړي چارواکی پاکستان فارورډ ته وويل: "داعش د تحریک طالبان پاکستان اهم مشرانو او په هيواد کې نورو وسله وال ډلو ته په میلیونونو روپۍ ورکوي چې په سيمه کې خپل کنټرول قايم کړي او د خون ريزۍ خپله اجنډا ترسره کړي."

نوموړي د نوم نه ښوولو په شرط وويل، په افغانستان کې د داعش مشران د منع شوي پاکستاني وسلوالو ډلو سره رابطې کوي او دوی ته د دوی د مرستې ترلاسه کولو لپاره پيسې ورکوي.

هغه وويل، کله چې امنيتي ادارې په دې پوهه شول، دوی د منع شوي وسله وال ډلو شاوخوا ګهيرا تنګه کړه او په پاکستان کې د داعش د نفوذ شنډلو لپاره یې خپله پاملرنه زياته کړه.

هغه وويل: "امنیتي ادارو په دې کال کې په پاکستان کې د داعش سره تړاو لرونکي وسله وال نيولي دي. دغه وسله والو تفتيش کونکیو ته د داعش د ستراتيژۍ په اړه اعتراف کړی دی، د دغې ستراتيژۍ مطابق، داعش، چې يو نړيوال دهشت ګرد نيټ ورک دی، په پاکستان کې وسله والو ته له دوی سره د يو ځای کيدلو لپاره پيسې ورکوي."

هغه وويل، ټول امنيتي ادارې او استخباراتي ادارې له يو بل سره تعاون کوي او له يو بل سره مالومات شریکوي چې دا يقيني کړي چې داعش په پاکستان کې په خپل نيټ ورک جوړولو کې بریالی نه شي.

پاکستان بايد د داعش مخه ونيسي

په پېښور کې يو لوړپوړي امنيتي شنونکي بريګيډير(ريټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ اوريدلي دي چې داعش په پاکستان او افغانستان کې وسله والو ډلو ته، د تحریک طالبان په ګډون، مالي آفرونه ورکوي."

شاه وويل، ازبک وسله وال او د تحریک طالبان پاکستان يو شمېر مشران په افغانستان کې له مخکې نه له داعش سره د پیسو په بدل کې د بیعت اعلان کړی دی، ځکه چې دوی په کراچۍ او د هېواد په نورو برخو کې د پاکستان پوځ ضرب عضب او هدفي عملياتو وروسته د مالي ستونزو سره مخامخ دي. پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړل. دغه عمليات اوس هم دوام لري.

شاه وويل، داعش تر اوسه په پاکستان کې په خپل شتون رامنځته کولو کې د امنيتي او استخباراتي ادارو پاملرنې او د پاکستان پوځي عملياتو له کبله پاتې راغلی دی، ځکه چې دغه عملياتو د وسله والو د نفوذ مرکزونه، زیربنې او شبکې له منځه وړي دي.

په اسلام آباد کې د سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيوريټي سټډيز (تينک ټينک) ايګزيکيټيو ډايريکټر، امتياز ګل وويل: "داعش کولای شي چې په پاکستان کې همفکره خلک په ګوته کړي چې د خپلې ايجنډې ترسره کولو لپاره خپل بشري ځواک او شبکې ته وده ورکړي."

ګل پاکستان فارورډ ته وويل: "د وسله وال ډلو په وړاندې له عملياتو وروسته، وسله وال ډلې په پاکستان او افغانستان کې ماتې ترلاسه کړې دي، او هغوی به ضرور د مالي مرستو د نوي لارو په لټه کې وي، که د هر ځای نه دوی دا ترلاسه کولی شي."

هغه وويل، د پاکستان امنیتي ځواکونه باید خپل کار تيز کړي چې په پاکستان کې د داعش د استخدام مخنيوی وکړي. هغه په امنیتي ځواکونو زور ورکړو چې دوی د داعش لخوا ځايي وسله والو ته د پيسو ورکولو امکان ختم کړي، لکه څنګه چې ځواکونو د نورو منع شوي وسله والو ډلو لکه طالبانو سره چلند کړی دی.

پاکستان ترټولو زيات مطلوب ترهګر ونيول

د IB ډايريکټر جنرل افتاب سلطان د اکتوبر په ۱۹مه د سينيټ سټينډنګ کمیټې آن سيکيوريټي ته وويل: د پاکستان استخباراتي ادارې (آی بي)، ۸۶۵ تر ټولو زيات مطلوب وسله وال ونيول او په تېرو درېيو کلونو کې یې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۷۱ وسله وال ووژل.

هغه وويل، IB پلان لري چې له ترهګرۍ سره مبارزې لپاره په پاکستان کې خپل بشري ځواک او نيټ ورک پراخه کړي.

سلطان د سينيټ سټينډنګ کميټي آن انټيرير ته وويل، د فبرورۍ په مياشت کې د پاکستان په سلګونو کسان سوريې ته د داعش سره یوځای کيدلو لپاره تلل. هغه په دغه وخت کې زياته کړه، لشکر جنګوي او سپاه صحابه پاکستان د داعش لپاره خواخوږي لري او دوی کولای شي چې د نړيوال ترهګريز ډلې سره یوځای شي.

IB له ټولو امنیتي ادارو، استخباراتي ادارو او په ټولو صوبو کې د پوليسو سره کار کوي چې د محلي او نړیوال تروریزم سره مبارزه وکړي. سلطان کميټي په دغه خبره يقيني کړل.

IB د پاکستان ملکي استخباراتي اداره ده. د پوځ په مشرۍ کې استخباراتي ادارې انټر سروسز انټيلي جنس (آی اس آی) او ميليټري انټيلي جنس دي.

د افراطيت ناوړه نتيجه

مبشر مير، چې د امنیتي چارو يو کارپوه او په کراچۍ کې د ډيلې پاکستان ريزيډنټ ایډیټر دی پاکستان فارورډ ته وويل، "امنيتي چارواکي بايد د منع شوي وسلوالو عناصرو او ډلو، په ځانګړې توګه لشکر جنګوي او سپاه صحابه پاکستان او نورو ډلو، چې د داعش لپاره نرم ځای لري خلاف مبارزه ګړندې کړي."

مير د امنیتي ځواکونو لپاره يو څو وړاندیزونه لرل.

مير وويل، هغوی کولای شي چې په پاکستان کې اجرتي وسله وال ونيسي او بايد د ملت په کچه يو کمپاین شروع کړي چې هغه ټول وسله وال ونيسي کوم چې له داعش سره خواخوږي لري او یا بيعت کوي.

مير وويل چې پاکستان سټيټ بينک (SBP) او تجارتي بينکونه باید د هغه خلکو اکاونټونه منسوخ کړي کوم چې د وسله والو سازمانونو سره اړيکي لري.

هغه وويل، د اکتوبر په وروستیو کې، SBP له ۴،۰۰۰ څخه د ډیرو شکمن کسانو اکاونټونه منجمد کړي دې د کومو چې نومونه د انټي ټيروريزم ايکټ (1997) په څلورم جدول کې دي. دغه لست د ملي تروریزم سره د مبارزې ادارې څخه ترلاسه کړی شوی وو.

د خبرونو د راپورونو له مخې، دغه اکاونټونه نږدې ۳۵۰ ميليونه (امريکايي ۳.۳ميليونه ډالره) روپۍ لري.

SBP په خپل کلنيز راپور کې چې د نومبر په ۱۷مه خپور شو وايي، افراطيت په مستقيم او غير مستقيم توګه پاکستان ته د کال ۲۰۰۲ نه ۲۰۱۶ پورې د ۱۱۸.۳ ميليارده ډالرو (۱۲.۴ تريليون روپو) زيانونه ورسول.

دغه بينک په خپل راپور کې وويل: "اقتصادي وده او د سوشل سیکټر پراختیا دواړه د ترهګرۍ اړوند پيښو له کبله له سخت ستونزو سره مخامخ ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له پاک پوځ سره مینه کوم پاک پوځ زنده باد

ځواب