جرم او انصاف

خیبرپښتونخوا د ښاري پولیسو ګزمې شروع کوي

د جاوېد خان رپورټ

د خیبرپښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک (په منځ کې) او د پولیس انسپیکټر جنرل ناصرخان دراني (چپ اړخ ته) د نومبر په ۱۰مه په پېښور کې د سټي پولیس پټرول پرانسته کوي.

د خیبرپښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک (په منځ کې) او د پولیس انسپیکټر جنرل ناصرخان دراني (چپ اړخ ته) د نومبر په ۱۰مه په پېښور کې د سټي پولیس پټرول پرانسته کوي.

پېښور -- د خیبرپښتونخوا پولیس په لوړه کچه د ټریننګ شویو افسرانو یو داسې نوی ځواک چې په تازه ترینه ټکنالوجۍ سمبال دی په کار اچولی دی چې د صوبې په مرکز پېښور کې د ترهګرو او جرمونو په ضد کار وکړي.

د سټي پولیس پټرول په ابتدایي توګه له تقریبا ۱۷۶ پرسونلو نه جوړ شوی دی چې دوی به په دوه شفټونو کې کار کوي او په پېښور کې به په امنیتي حالاتو نظر ساتي. د پولیسو یو ډي اېس پي د دغه ځواک مشري کوي.

د پېښورکپیټل سټي پولیس افیسر محمد طاهر پاکستان فارورډ ته وویل، «په هر ګاډي کې به څلور کسان وي چې یو سب انسپیکټر به یې مشري کوي. یو به ډرایور وي او دوه به د ترهګرۍ ضد د سکواډ غړي وي چې د سپاهیانو په حیث به کار کوي.»

هغه وویل، دغه ځواک په ابتدایي توګه ۲۲ ګاډي ترلاسه کړي دي چې په کیمرو سمبال دي چې هغوی به په ښار کې د تګ راتګ په وخت کې په حالاتو او پېښو نظر ساتي.

طاهر وویل، «هغوی به د هر جرم، ترهګریزې پېښې یا د سرک د کومې پېښې په صورت کې قربانیانو ته د مرستې برابرولو په برخه کې چټک ډول عکس العمل ښیي،» او زیاته یې کړه چې دغه ځواک به د قوماندې او کنټرول خپل سستم لري چې له مقامي پولیس سټیشن نه به جدا وي.

د سټي پولیس د قوماندې او کنټرول سیستم په شرقي کینټونمنټ پولیس سټیشن کې نصب شوی دی او د یوه وایرلیس د سستم په ذریعه د ټولو ګاډو سره وصل شوی دی. یو داسې خاص ترتیب برابر شوی دی چې هر ګاډی په خپله ډیوټۍ پاتې شي او خپله ساحه ترک نه کړي.

دغه ګزمه یا پټرول به په ورځ کې دوه ۸ ساعته شفټونه کار کوي.

د پولیس اجرأتو او احتساب ته انکشاف ورکول

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک د نومبر په ۱۰مه په پېښور کې د ملک سعد شهید پولیس لاینز کې د دغه نوي ځواک پرانسته وکړه.

د ځواک غړو اول وزیراعلی ته سلامي وکړه او بیا یې د صوبې په مرکز کې په بېلابېلو برخو کې خپل مسؤلیتونه ترلاسه کړل.

خټک په پروګرام کې وویل، «سټي پولیس پټرول یا د ښاري پولیسو ګزمه په دې برخه کې یو نوی اساس دی چې د خیبرپښتونخوا پولیس له خلکو سره نژدې کوي او اجرأتو یا پرفارمنس ته وده ورکوي.»

هغه وویل، نوی پولیس فورس به د هرې جرمي یا ترهګریزې پېښې په صورت کې په فوري توګه عکس العمل وښیي او د عوامو تر منځ به د تحفظ احساس ته انکشاف ورکړي.

هغه وویل، «مونږ هر کوشش کوو چې په خیبرپښتونخوا کې پولیس د پرمختللې نړۍ د پولیسو په شان جوړ کړو، او دغه نوی پراجېکټ په دې لاره کې یو بل ګام دی، » او زیاته یې کړه چې په ګاډو کې دننه د ویډیوي ریکارډ سیسټم به هم پولیس افیسران په حسابدهۍ مجبور کړي.

خټک وویل، «څو کاله وړاندې زمونږ صوبه ترهګرۍ سخته وځپله، خو د حکومت د کوششونو په وجه په حالاتو کې ډېر زیات فرق راغلی دی.»

هغه وویل، نه یوازې د ترهګرۍ د حملو بلکه د ټولو جرمونو پیښو دغه صوبه په تېرو څو کلونو کې ډېره راغورځولې وه.

د خیبرپښتونخوا پولیس انسپېکټر جنرل ناصرخان دراني پاکستان فارورډ ته وویل، «د سټي پولیس پټرول به د وخت په تېرېدلو سره نورو ضلعو ته پراخ کړای شي، ځکه چې دغه ځواک د هرې جرمي یا ترهګریزې پېښې په مقابل کې د اولي عکس العمل ښودونکي ځواب ویونکو په حیث رامنځته شوی دی.»

هغه وویل، «دا ځواک به د مرستې لپاره د هر اواز په مقابل کې چې د پولیس کنټرول روم ته را رسېږي چټک عکس العمل وښیي. د دې ترڅنګه، دغه ځواک به د سرک د غاړې جرمونو، شکمنو حرکتونو او نورو جرمي پېښو باندې هم نظر لري.»

ښاریان کولی شي چې د پولیس کنټرول روم سره د ۱۵ نمبر په ډایل کولو سره رابطه وکړي.

په ۲۰ مرکزونو کې خدمت کول

ابتدایي طور دغه ځواک د پېښور ښار په بېلابېلو برخو یا کینټونمنټ سرکلونو کې په ۲۰ ځایونو کې ځای په ځای شوی دی. ۱۲ ټیمونه به د کینټونمنټ په حدودو کې دننه خدمت کوي، په داسې حال کې چې ۸ ډلګۍ یا سکواډز به په ښاري سرکلونو کې ځای په ځای شي.

دراني وویل، «په هر ګاډي کې موجود څلورکسیز ټیم ته یو ټیبلېټ ورکول شوی دی چې ټیم وکولی شي چې د هر فرد یا ګاډي ریکارډونه په ډېټابېس کې وګوري او د کومې پېښې په صورت کې د پېښې ځای په نښه کړي.»

عوامو د دغه ځواک د ورکوټو، ماډرن ګاډو او ورسره په مسلکي شکل ملبس شویو او په لوړه کچه ټریننګ شویو افیسرانو ستاینه کړې ده.

په حیات اباد کې یوه استاد امجد علي وویل، «دغه ځواک داسې ښکاري چې له عوامو سره ډېر صمیمي دی او هیله ده چې د مجرمانو لپاره به ډېر مرګونی وي.» هغه وویل، حکومت د ځواک د ریفورم او په ماډرن ټکنالوجۍ د افیسرانو د تجهیز په برخه کې ښه اجرأت کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «جالب شی دا دی چې دغو پولیسو ته ویل شوي چې په هر ځای کې د هرې ایمرجنسۍ د پېښېدلو په صورت کې په ۱۲ منټو کې عکس العمل وښیي. دا به د کومې ترهګریزې یا جرمي پېښې په صورت کې له قربانیانو سره مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان زنده باد

ځواب

دا د پېښور خلکو لپاره ډیره ښه خبره ده، دوی د اوږدې مودې راهيسې د ترهګرۍ لخوا متاثره شوي دي او د دې خدمت مستحق دي. د خیبر پښتونخوا حکومت د خیبر پښتونخوا ټولو خلکو ته دا سروس ورکوي او په ځانګړې توګه د هزارې خلکو ته ځکه چې هزاره ډويژن په خیبرپښتونخوا کې د ټولو لوی ډويژن دی.

ځواب