امنیت

پاکستان د ترهګرۍ ځپلي قبايلي سيمي بيا ودانوي

عديل سعيد لخوا

د خېبرپښتونخوا والي ظفر اقبال جهګړا (په مينځ کې) د جون په ۹مه په خيبر ايجنسۍ کې د څکلو د اوبو د پلان پرانسته کوي. پاکستان د ترهګرۍ ځپلي قبايلي سيمه کې په بيا ودانۍ او بیا رغونې باندې تمرکز کوي. [د خیبر پښتونخوا ګورنر هاوس څخه په مننه]

د خېبرپښتونخوا والي ظفر اقبال جهګړا (په مينځ کې) د جون په ۹مه په خيبر ايجنسۍ کې د څکلو د اوبو د پلان پرانسته کوي. پاکستان د ترهګرۍ ځپلي قبايلي سيمه کې په بيا ودانۍ او بیا رغونې باندې تمرکز کوي. [د خیبر پښتونخوا ګورنر هاوس څخه په مننه]

پېښور - د پاکستان چارواکي د ترهګرۍ ځپلو قبايلي سيمو کې د بيا ودانۍ او بيارغونۍ کارونه ترسره کوي، چې موخه یې د فاټا (د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو) تقريبا ۴.۸ ميليونو اوسيدونکو ژوند ښه کول دي.

د دې پیړۍ په اوږدو کې، کله نه چې د حکومت ځواکونو او د وسله والو تر منځ جګړه رامنځته شوی ده، د ۳ ميليونو څخه زيات د فاټا قبايلي غړي په ځینو وختونو کې د پاکستان نورو برخو ته په تېښته مجبوره شول. حکومت په دې وروستيو کلونو کې د دغه بې ځایه شوي قبايلو ۸۰٪ خلک د دې قابل کړل چې دوی کور ته لاړ شي.

چارواکي وايي، حکومت د بيا ودانۍ لپاره د "بيلډ بيک بیټړ" ستراتيژي کاروي، چې په هغه پاکستانيانو تمرکز کوي کوم چې د هېواد د ترهګرۍ په وړاندې راوانه جګړه کې ځپلې شوي دي.

له عزت سره بیرته تلو په لټه کې

شکیل قدير، د فاټا سيکرټريټ د پلاننګ او ډیولپمنټ پخوانی سيکريټری، د سيکرټريټ بيارغونې او بيا ودانۍ ادارې (RRU) د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کال راپور کې چې د مالي کال د جولای په ۱ جاري شو، وويل: "حکومت د واپس تلو او بيا رغونې یوه پایداره ستراتیژي پلي کوي چې د یو شمیر بې ځایه شوې قبايلي کسانو له درناوې سره بیرته ستنیدل بشپړه کړي."

هغه وويل، "مونږ په دغه نوې ستراتیژۍ کې د ناوړه پيښې وروسته ځايي بيارغونۍ تګلارې پر ځای د بغاوت پرضد تګلاره استعمال کړې ده او مونږ د مسايلو حل کولو او د کړکيچ لخوا ځپلې شوي او بچ شوي کسانو د خدمت لپاره د آر اينډ آر (بيرته تلل او بيارغوني) مختلف طریقې استعمالې کړي دي."

شکیل چې په دې وروستيو کې د هوم او ټرايبل افيرز سيکريټری جوړ شو وايي، د دې لویې ابادۍ بياوداني، چې په يوه پراخه او متنوع سیمه کې خپره ده، يو اسان کار نه دی او يو کره پلان، سیاسي ارادې، پراخه همغږۍ او د کورنیو بيرته لیږلو لپاره اساسي مرستي ته اړتيا لري.

د ډايريکټريټ آف پراجيکټس فاټا سيکرټريټ ډپټي ډايريکټرآف کوآرډينيشن نومان مجاهد وويل: "د ۳ ميليونو ۸۰٪ څخه زيات بې ځایه شوي قبايلي خلکو خپلو کورونو ته د ستنېدو وروسته، حکومت د فاټا او قبايلي خلکو د بيا ودانۍ او بيا رغونې باندې تمرکز کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د ۲۰۱۶ کال نومبر ضرب الاجل ټاکلی دی چې د بې ځایه شویو قبایلو بیرته پروسه بشپړه کړو، او موږ تقریبا خپل هدف ترلاسه کړی دی."

هغه وويل: "د ستنيدو او بيارغونې په ستراتیژۍ کې فزیکي بنسټونه بیا رغول، د نظم او قانون پیاوړتیا، دولتي خدمتونه پراخه کول او وړاندې کول، اقتصاد راژوندی کول او ټولنیز پیوستون او سوله رامنځته کول شامل دي."

هغه وويل، حکومت ۱۱۸ميليونه امریکايي ډالره (۱۲.۴ میلیارده روپۍ) د قبايلي خلکو د ستنيدو لپاره بودجې منظور کړي دي او د سټیزن لاسس کمپنسيشن پروګرام لاندې د قبايلي خلکو سره مرسته کولو لپاره نورې زياتې بودجې هم لري.

د سوکالۍ يو نوی دور

د خېبرپښتونخوا والي ظفر اقبال جهګړا په پېښور کې د فاټا ډیولپمنټ اتهارټۍ د جون په ۹مه په يوه غونډه کې وويل: "پرمختیايي پروژې به د قبایلي خلکو لپاره د اقتصاد او ټولنیزې سوکالۍ يو نوی دور رامنځته کولو لپاره لاره هواره کړي."

هغه وويل، قبايلو د سولې لپاره ډیرې قربانۍ وړاندې کړې، او اوس وخت راغلی چې مونږ له دوی سره مرسته وکړو.

هغه وويل: "په قبايلي سيمو کې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ يقيني کولو لپاره به هر قسمه کوشش کولی شې. هغه په قبايلي سيمو کې اقتصادي پرمختګ د حکومت يو ستر لومړيتوب وبللو."

په دغه غونډه کې، جهګړا د فاټا لپاره اووه پرمختیايي پروژې تصويب کړې، چې په دې به ۲.۴ ملیارده ( ۲۵ميليونه امریکايي ډالره) څخه زيات لګښت راځي.

شاه ناصر خان چې په فاټا سيکرټريټ کې پخوانۍ انفراسټرکچر او ریسيلينس سپيشلسټ دی او اوس په ورلډ فوډ پروګرام کې کار کوي وويل: "د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې، RRU د دولتي تاسیساتو او عامه ودانيو بيارغونې ارزونې پیل کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، دغه څېړنه د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، د بریښنا مزو او نورو مهم مرکزونو په ارزونې باندې مشتمل وه.

هغه وويل، حکومت ۱،۴۰۶ پروژې د سمولو لپاره په ګوته کړي دي.

هغه وويل: "د بې ځایه شویو قبایلو خپلو اړوندو سيمو ته بیرته تللو نه مخکې، موږ فوري د بيارغونې کار پیل کړی دی چې د مهم سهولياتو بحالول يقيني کړو."

د فاټا پرمختګ لپاره زيات بجټ

شاه ناصر وايي، په ۲۰۱۵ مالي کال کې، د فاټا ډیولپمنټ ورکنګ پارټۍ ۲.۳ ميليارده روپۍ (۲۳.۱ ميليونه امريکايي ډالره) او فدرالي حکومت ۳ ميليارده روپۍ (۳۰ميليونه امريکايي ډالره ) د پاکستان پوځ ته په شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د بيارغونې د کار ترسره کولو لپاره ورکړې.

هغه وويل، چارواکو د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کلنيز پرمختيايي پلان کې د ۱.۲ميليارده روپو (۱۲ميليونه امريکايي ډالره) پرمختيايي پروژې تصويب کړې.

هغه وويل: "د دغو ټولو پروژو پلي کول روان دي." "تقريبا ۴۰۰ پروژې تر اوسه پورې بشپړې کړی شوي دي."

هغه زياته کړه، "په قبايلي سيمو کې د بيا ودانۍ او بيا رغونې لپاره د "چټک لاره" تګلارې موخه دا ده چې په ۲۰۱۸ کال کې دا کار پای ته ورسولی شي.

د اوږد مهاله پاليسۍ په توګه، د فاټا اصلاحاتو کمیټي، چې د فاټا د خیبر پښتونخوا ولایت د برخه جوړولو سپارښتنه لري، د قبايلي سيمې لپاره د۱۰ کلن پرمختیايي پلان تجويز وړاندې کړی دی.

سرتاج عزيز، د لومړي وزير ميا محمد نواز شريف د بهرنيو چارو سلاکار او د فاټا د اصلاحاتو کميټۍ چيرمين، د اګست په مياشت کې ډان خبرې اژانس ته وويل، دغه کمېټي د ۲۰۱۶ کال په پای کې د ۱۰ کلن پلان تجويز وړاندې کړی دی.

سرتاج ډان خبري اژانس ته وويل، د خېبرپښتونخوا والي جهګړا به د کارپوهانو او چارواکو يوه کمېټه جوړه کړي چې د پلان پرمختګ ته لومړیتوب ورکړي. هغه زياته کړه چې هغه د پارلمان لخوا د پلان د تصويب څخه وروسته د پرمختګ د یو نوي دور تمه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500