تروريزم

خیبر پښتونخوا د داعش ګڼ شميرمشکوک کسان ونیول

جاويد خان

د پوليسو سینیر افسران د نومبر په ۲مه په پېښور کې د شواهدو معاينه کوي. دغه شواهد د پندو سړک څخه ترلاسه شول کوم ځای چې د بمونو د خنثی کولو مقامي ګروپ یو بم شنډ کړو. په خېبرپښتونخوا کې پولیسو او نورو ادارو د وسله والو ډلو په وړاندې ګامونه پورته کړي دي. [جاويد خان]

د پوليسو سینیر افسران د نومبر په ۲مه په پېښور کې د شواهدو معاينه کوي. دغه شواهد د پندو سړک څخه ترلاسه شول کوم ځای چې د بمونو د خنثی کولو مقامي ګروپ یو بم شنډ کړو. په خېبرپښتونخوا کې پولیسو او نورو ادارو د وسله والو ډلو په وړاندې ګامونه پورته کړي دي. [جاويد خان]

پېښور -- چارواکو پاکستان فارورډ ته وويل، چې د خیبر پښتونخوا (KP) پولیسو د تروریزم سره د مبارزې ادارې (CTD) په دې وروستيو مياشتو کې د داعش يو شمېر غړي نيولي دي.

۴ کسان د اکتوبر په مياشت کې ونیول شول

د CTD يو چارواکي پاکستان فارورډ ته وويل: "د داعش دوه غړي، عبدالکبير او محمد اظهر، د تهکال سيمه کې د اکتوبر په ۱۸مه ونیول شول، په داسې حال کې چې دوی رسالی ويشلې چې خلکو ته له دوی سره یوځای کيدلو لپاره بلنه ورکړي." د معلوماتو حساسیت له کبله هغه د خپل نوم نه څرګندولو غوښتنه وکړه.

هغه وويل، د هغوی دوه ملګري وتښتېدل، خو پوليسو وروسته هغوی ونيول.

نوموړي زياته کړہ: "هغه دوه کسان چې د اکتوبر په ۱۸مه تښتيدلي وو د اکتوبر په ۲۴مه په پېښور کې د عملياتو په ترڅ کې ونیول شول." هغه وويل، چې پوليسو هغوی ونيول کله چي دوی د داعش د استخدام پاڼي وېشلې."

هغه وويل: "موږ د جون نه د سپتمبر پورې د داعش څلور يا پنځه غړي نيولي دي."

د CTD چارواکو پاکستان فارورډ ته وويل، د داعش شکمنو کسانو د نورو ډلو د وسله والو په نسبت زیاتې ګټې وکړې، او د داعش ځيني شکمن کسانو د کالج زده کړه لرله.

په دغه ورځ د نیولو دوهم پړاو کې د اکتوبر په ۲۴مه، د خیبر پښتونخوا د پولیسو د استخباراتي ادارې سپيشل برانچ، سب انسپکټر په چارسده ضلعه کې ووژل شو.

د جيو نيوز په وینا، داعش د دغې حملې مسؤلیت په غاړه واخيست.

د نيوز انټرنيشنل رپورټ چې د اکتوبره په ۳۱مه خپور شو تر مخه، پاکستاني چارواکي په ټول ملک کې د داعش ځپلو اراده لري. د داعش ضد کومبنګ عملیات د خېبرپښتونخوا، پنجاب، سند او بلوچستان ډیرو ښارګوټو او ښارونو کې ترسره کېږي.

يو کس د ۳۲ کسانو وژلو اعتراف کوي

د CTD د معلوماتو تر مخه، د داعش شکمن کسانو کې چې په تېرو څو مياشتو کې نیول شوي دي فريد شامل دی. فريد يو هدفي قاتل دی چې د ۳۲ کسانو وژلو اعتراف يې وکړو.

د CTD یوه بل سینیر چارواکي چې د نوم نه څرګندولو غوښتنه یې وکړه پاکستان فارورډ ته وويل، د فريد له خوا وژل شوي کسانو کې د پولیسو ۱۵ افسران شامل دي.

دغه چارواکي پاکستان فارورډ ته وويل: "هغه د سپتمبر په مياشت کې د پېښور قاضي کلې کې نيول شوې و."

د نوموړي په وينا، فريد په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ روزنه تر لاسه کړی وه او یو وخت افغان چارواکو د هغه ورور له تروریستانو سره د رابطې لرلو په تور نيولې و.

چارواکی وويل، د فريد يو بل ورور يو څو کاله وړاندې په خیبر پښتونخوا کې له امنیتي پرسونل سره په جګړه کې وژل شوی و.

له تليفونونو څخه ليري اوسيدل

د نوموړي په وينا، د پوښتنو په ترڅ کې د داعش شکمن کسان وايي چې د فون هيک کولو څخه بچ پاتي کيدلو لپاره دوی د تلیفون ايپس له لارې رابطې کوي.

د نيوز انټرنيشنل رپورټ ترمخه چې د اکتوبر په ۳۱مه خپور شو، د داعش يو شکمن کس چې په دې وروستيو کې نيول شوی دی په پېښور کې پوليسو ته وويل، په پاکستان کې د داعش غړي د موبايل اپلیکیشن ټيلي ګرام استعمالوي.

د نيوز انټرنيشنل تر مخه، په خیبر پښتونخوا کې چارواکو د شکمن کس څخه نور مهم استخباراتي معلومات تر لاسه کړل، لکه دا اظهارات چې په پېښور کې د داعش مشر يو قبايلې افريدې ميرعالم دی چې پېښور ته نزدې په متنو کې ژوند کوي.

د وسله والو هويت روښانه نه دی

د امنیتي چارو څېړنکاران وايي، په حقیقت کې په پاکستان کې د داعش غړو يوازي ټوپۍ بدلي کړي دي او په اصل کې دوی له نورو منع شويو ډلو سره تعلق لري.

په پېښور کې د پوځ ريټايرډ کرنل خالد منير پاکستان فارورډ ته وويل: "هغوی له مخکې نه په مختلفو شکلونو کې موجود وو، خو اوس دوی خپل نومونه د داعش د غړو په توګه بدل کړي دي."

د CTD سینیر چارواکو موافقه وکړه چې دغه ډول د داعش غړي هغه ایډیالوجي او هدفونه لري کوم چې هغوی له نورو ډلو سره د تعلق لرلو په وخت کې ترويج کولو.

په قامي کچه د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې کوارډينيټر احسان غني پاکستان فارورډ ته وويل: "هغوی له داعش سره په خپل مسلک کې پرمختګ لپاره یوځای شول."

غني په ۲۰۱۳ کال کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه

ځواب