تروريزم

د خېبرپښتونخوا پولیس د ترهګرو د ژوند حلقه تنګوي

عديل سعيد

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره د اکتوبر په ۲۴مه د داعش يو شکمن تن ميډيا ته پيش کوي. هغه په دغه دوو شکمن کسانو کې دی کوم چې په پېښور کې د داعش د رسالو د ویشلو تور ورباندې لګېدلی دی. [عديل سعید]

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره د اکتوبر په ۲۴مه د داعش يو شکمن تن ميډيا ته پيش کوي. هغه په دغه دوو شکمن کسانو کې دی کوم چې په پېښور کې د داعش د رسالو د ویشلو تور ورباندې لګېدلی دی. [عديل سعید]

پېښور - د خیبر پښتونخوا (KP) ترهګرۍ سره د مبارزې اداره (CTD) د ترهګرو د ژوند حلقه تنګوي. سږ کال تر اوسه پورې CTD په کومبنګ عملياتو او چاپو کې ۲۷۱ شکمن کسان نيولي، ۳۶ جنګیالي یې وژلي او ۵۰۴ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد یې تر لاسه کړي دي.

د خېبرپښتونخوا CTD د کارکردګۍ يو رپورټ چې د جنورۍ نه سپتمبر پورې په نهو مياشتو مشتمل دی مطابق، په ۲۷۱ نيول شوو کسانو کې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان ۱۴۲غړي هم شامل دي.

د خېبرپښتونخوا CTD سينير سپرينټنډنټ اف پوليس میا سعید احمد پاکستان فارورډ ته وويل: " په دغه ۱۴۲ کسانو کې ۱۰۶ د تحریک طالبان سره تعلق لري. تحريک طالبان يوه ممنوع ګرځول شوې ډله ده چې په ۲۰۰۷ کال کې په فاټا کې جوړه شوه او په ملک کې د ټیروریزم د تاوتریخوالي د اکثر پېښو ذمه واره ده.

په نورو نيول شويو کسانو کې د داعش ۵ شکمن غړي، په خيبر ايجنسۍ کې د منګل باغ لشکر اسلام ۹، د تحریک طالبانو مومند ۸، د لشکر جهنګوي ۲ او د جیش محمد ۲ غړي شامل دي.

سعید وویل چې په نيول شويو شکمنو کسانو کې د ۲۳ او ۴ هغو وسله والو چې پولیسو وژلي دي په سر ۲۰.۸ میلیونه روپۍ (۲۰۰ زره امریکایي ډالر) انعام اېښودل شوی وو، او زیاته یې کړه چې پولیسو دغه پیسې د هغو کسانو تر منځ تقسیم کړې چې هغوی یې نیولي یا وژلي ول.

د دې نه علاوه، CTD تقريبا ۵۰۴ کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد او يو شمير نور تروریستي سامان ترلاسته کړل.

عدالتونه د ۲۷۱ شکمن تنانو په کيسونو باندې کار کوي. دوی ۱۸ کسان تر اوسه پورې سزاوار کړي دي، په داسې حال کې چې په زندان کې ۱۲۹ د فيصلې لپاره انتظار کوي، ۴۹ په ضمانت رها کړای شوي او ۱۶ کسان یي بري کړي دي.

سعيد وايي، CTD چې په ۲۰۱۳ کال کې جوړه شوه يو شمير سخت دريځي ترهګر نیولي دي.

هغه وويل: "زموږ هدف دادی چې ملک د ترهګرۍ د ګواښ نه پاک کړو او ملک سوکاله او پرمختللی جوړ کړو."

'د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د پام وړ لاسته راوړنې'

د پولیسو ايډيشنل انسپکټر جنرل (IGP) صلاح الدین احمد وويل: "د CTD مؤثره کارکردګۍ د خېبرپښتونخوا پولیسو سره په هيواد کې د تروريزم پر ضد جګړه کې د پام وړ لاسته راوړنو په ترلاسه کولو کې مرسته کړي ده."

احمد د پولیسو مرکزي دفتر کې د خېبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني ته په يو پريزنټيشن پيش کولو کې د جولای په ۷مه وويل، د تېرو څلورو کلونو مالومات د جنورۍ نه جون پورې که مونږ موازنه وکړو نو دا څرګندوي چې په ۲۰۱۶ کال کې په تروریزم کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه يادونه وکړه، د خیبر پښتونخوا پولیسو د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نيمايي کې ۹۹ پيښې ريکارډ کړې چې د ۲۰۱۳ کال د تروریزم ۲۸۱ پيښونه کم دي.

احمد وويل، چې دا "۶۵٪ کموالی" ښيي."

هغه د تروریزم ضد سټریټیجۍ ته اشاره وکړه کومه چې پاکستاني حکومت په پېښور کې د آرمي پبلک سکول ۲۰۱۴ کال دسمبر مياشت کې د تروریستي ډله یيزي وژني څخه وروسته ډېر ژر پيل کړه او وې وويل، چې CTD په دواړو عملياتي او دفاعي سټریټیجۍ باندې کار کوي چې د افراطیت سره مقابله وکړي او نیشنل ایکشن پلان (NAP) په کلکه نافذ کړي.

په عملیاتي اقداماتو کې د لټون او ګوزار عملیات، ناڅاپه تلاشي (د ګاړو او پياده ګرځيدونکو کسانو تلاشي) او د وسله والو خلاف عمليات شامل دي.

په دفاعي اقداماتو کې ترهګرو ته په مېشتو سیمو کې د غيرقانوني مهاجرو، د جعلي کمپيوټرايزډ شناختي کارډونو (CNICs) او د اجاره دارو خلاف چې شکمن معالومات لري عمليات شروع کولو له لارې ته خپل بيسونه نه ورکول شامل دي.

هغه وويل، چې په نورو تدابیرو کې د کرکې موادو خپرولو او د لوډسپيکرونو ناوړه استعمال خلاف عمليات شامل دي چې په صوبه کې د فرقه واريت او د دولت په ضد د احساساتو پارونې مخنيوی وکړی شي.

د تروریزم په ضد په ګډه جګړه کول

د خېبرپښتونخوا د بم ډسپوزل يونټ AIG شفقت ملک وويل: "د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د CTD فعالیتونه ډېر د ستاينې وړ دي، او دا له خپل ظرفیت نه زيات کار کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "CTD د جوړېدو راهیسې په يو څو کلونو کې دننه سخت مجرمان نيولي دي چې په لسګونو وژنو کې یې لاس لرلو."

شفقت د CTD د تحقیقاتو د طریقې ستاينه وکړه او ويې ويل چې عدالتونو يو شمير شکمن کسان سزاوار کړل کوم چې CTD نيولي وو ځکه چې دې زيات ثبوتونه راټول کړل.

هغه وويل: "د امنيتي ادارې د مسلکي وړتيا اندازه د خلکو نیولو کچې نه لګولی شي."

هغه زياته کړه، BDU د ۲۰۰۹ کال راهیسې په خېبرپښتونخوا کې له ۶۰۰۰ نه زيات بمونو شنډولو کې د خپلې برخې کار ترسره کړی دی.

هغه وويل، چې د خیبر پښتونخوا پولیس مختلفې څانګي تروریزم ته د ماتې ورکولو لپاره په ګډه کار کوي.

بهرني څارونکي هم د CTD د کار ستاینه کوي

په پېښور کې د جرم اړوند چارو جرنلسټ عادل پرویز پاکستان فارورډ ته وويل: " CTD د ترهګرو د فعالیت وړتیا کمزوری کړی ده. تاسو د دې اندازه د جرمونو په شرح کې کموالي، خاصکر د پيسو لپاره د اغوا شرح، نه لګولې شئ."

هغه وويل، چې هغه مجرمان چې CTD نيولي دي په هغوی کې " د پېښور هدفي قاتل محمد فريد" شامل دی. نوموړي زياته کړه، چې فريد "د ۳۲ کسانو په وژلو کې ښکيل و چې په دې کې پنځه ښځي هم شامل وې."

عادل تجويز پيش کړو چې د CTD وړتيا دې له ډېرو وسايلو سره لوړه کړای شي. هغه وويل، که چيري دا زيات سهوليات لري نو دا به نور هم ښه کار وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500