تروريزم

پاکستان د افراطیت د مخنيوی لپاره پاروونکي مواد آنلاین بلاک کوي

جاويد محمود

يو پاکستانې سړی په اسلام اباد کې د نومبر په ۱ د وسله والو آنلاین پروپيګنده ګوري. حکومت د هغه ويب سايټونو او سوشل ميډيا لينکونو بندول شروع کړي دي کوم چې اورپکۍ ته وده ورکوي، نفرت خپروي او ځوانان هڅوي چې په پاکستان کې فعاليت کونکو وسله والو ډلو سره یوځای شي. [جاويد محمود]

يو پاکستانې سړی په اسلام اباد کې د نومبر په ۱ د وسله والو آنلاین پروپيګنده ګوري. حکومت د هغه ويب سايټونو او سوشل ميډيا لينکونو بندول شروع کړي دي کوم چې اورپکۍ ته وده ورکوي، نفرت خپروي او ځوانان هڅوي چې په پاکستان کې فعاليت کونکو وسله والو ډلو سره یوځای شي. [جاويد محمود]

اسلام اباد -- چارواکي وايي، چې پاکستان هغه ويب سايټونه او د سوشل ميډيا لينکونه بندوي کوم چې مذهبي فساد، افراطيت او د جګړه مارۍ د موادو خورولو باندې تمرکز کوي.

د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي د ميډيا افيرز څانګې مشر خرم مهران پاکستان فارورډ ته وويل: "د پاکستان د سايبر جرمونو ۲۰۱۶ بیل د نافذ کولو وروسته، د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي (PTA) په سوشل ميډيا باندې د هغو ټولو موادو بندول شروع کړي دي کوم چې مذهبي نفرت، اورپکي یا جګړه ماري او افراطيت راوپاروي."

هغه وويل، PTA يو سيل جوړ کړی دی چې دا د هغه شکايتونو په باره کې ژر تر ژره ګامونه پورته کوي کوم چې په پاکستان کې په سوشل ميډيا باندې د وسله والو يا نورو افرادو له طرفه پوسټ شوي موادو سره تعلق لري.

د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي (PTA) یو میکانیزم وضع کړی دی چې دا هغه مقالې او تصويرونه بلاک کوي کوم چې فساد، اورپکۍ يا فحاشۍ سره تعلق لري. هغه زياته کړه چې دا هر قسم ګام اخلي چې د نفرت او افراطیت خپریدو لپاره د سوشل ميډيا استعمالولو مخنيوی وکړي.

هغه وويل، هر هغه څوک چې په سوشل ميډيا باندې د نفرت مواد او یا د افراطيت پروپيګنډه ويني هغو دغه مواد PTA ته د چټک اقدام اخيستلو لپاره رپورټ کولی شي.

هر هغه څوک چې د هر يو مذهب يا د فرقې د وجې د نفرت مواد خپروي په قانون کې د قيد او/يا د جرمانې مستحق دی. دې ته د بریښنايي جرمونو د مخنيوی بل ۲۰۱۶ هم وايې، چې نيشنل اسمبلۍ د اګست په مياشت کې منظور کړو.

د داعش د سو شل ميډيا اجنډه

د امنیت چارو څېړنکاران وايي، د هغه آنلاين موادو خلاف قانون نافذول کوم چې د کرکې، افراطيت او تاوتريخوالي مواد خپروي د داعش پروپيګنډی سره مقابله کې ډير اهميت لري.

په اسلام اباد کې د سټریټیجیک څېړنو انسټیټیوټ (ISSI) د وينا له مخې، داعش يو وحشي، ټيک ايکسپرټ تروريستي ډله ده چې د يو مشروع سیاسي او مذهبي ادارې په طور ځان ثابتولو لپاره د سوشل ميډيا استعمال کوي.

ISSI په يوه وروستي راپور کې د داعش د ميډيا سټریټیجۍ د تجزيه کولو ترڅنګ وايي، دا ډله د خپلې ایډیالوجۍ خپرولو، په بين الاقوامي سطحه د ځوانان بهرتي کولو، خپلو مخالفينو ته ګواښ کولو او د خپلې جګړې کاميابۍ خپرولو لپاره سوشل ميډيا استعمالوي.

په رپورټ کې راغلي، په موجوده سټریټیجیکي چارو د سوشل ميډيا زيات اثر داعش په دې تشویق کړل چې د ميډيا یوه پالیسي جوړه کړی چې په لږ لګښت او وخت سره ډيرو خلکو ته ورسي.

په رپورټ کې ويلی شوي چې "په جنګ او ډيپلوميسۍ کې تر ټولو مهمه وسيله ميډيا ګنلی شي ځکه چې د حکومت او د خلکو تر منځ د يو پل کار ورکوي." "علاوه په دې، موجوده ميډيا د جګړې له جغرافیایي سرحدونو نه ور اوړي او په آنلاین توګه د وحشتونو د خپرولو لپاره د جګړې له مروجو تکتیکونو نه کاذ اخلي.‌»‌

په رپوټ کې راغلي، د داعش په دې وسيلو پيسې خرچ کړي دي او "د ټکنالوجۍ استعمالولو اهليت لري چې خپل پوځي او سیاسي مقصدونه ترلاسه کړي." دغه ډله مروجه او سوشل میډیا د دې لپاره استعمالوی چې «د تش په نامه خلافت لاندې ژوند تېرول» خلکو ته ښه او شاندار وښیي.‌

د رپورټ تر مخه، د داعش د ميډيا سټریټیجي یو مهم هدف دا دی چې دا وښیي چې دنيا "بد اخلاقه او تقسيم کړای شوی" ده. د دې مقصد دا دی چې په هغو مسلمانانو د "غدارانو" تور ولګوي کوم چې د داعش خلاف دي، چې خپل واک ته مشروعیت ورکړي او خپلو دښمنانو ته ګواښ وکړي، په داسې حال کې چې دوی په مستقیم ډول د دنيا د ټولو خلکو سره رابطه کوي.

دا مطالعه ښيي چې د داعش مقصد دا دی "چې د خلکو په زړونو او د [خپلو] مخالفينو او سیالانو په ذهنونو کې ويره واچوي." "د ځوانانو په ذهنونو کې خپل نظرونه ترسیم کړي، نوي وسله وال بهرتي کړي، خپل ځواک او د دې ا‌ثر قوي کړي" او "له نورو وسله والو، ملګرو او يا همدردو خلکو سره هماهنګي جوړه کړي چې هغوی دې ته تشویق کړي چې په بهرنيو ملکونو کې د "داعش په طریقه حملې ترسره کړي."

په رپورټ کي راغلي: "د سوشل ميډيا نيټ ورک لکه فیسبوک، ټویټر، موبايل اپليکشنز، چيټ او سوشل نيټ ورکنګ سايټونه وغيره داعش ته په پراخه توګه فورمونه برابروي چې د نوموړي ځوانو، نور غولېدلي ډلو ته ورسي. دغه ډلې کيدای شي چې د ناوړه سماجي سياسي سټرکچر او د سوکالۍ تعليم نشتوالي له کبله د تاوتريخوالي انتخاب وکړي."

د داعش ایډیالوجي او افراطیت په وړاندې مبارزه کول

د امنیتي چارو څېړنکاران وايي چې پاکستان ته په کار ده چې د داعش افراطي ایډیالوجي او د داعش د خپلو درواغو او دهوکې خپرولو لپاره د ميډيا او سوشل ميډيا استعمالولو مقابلې لپاره هر کوشش وکړي.

په کراچۍ کې د ډيلی پاکستان يو امنيتي څېړنکار او مقامي مدير مبشرمير پاکستان فارورډ ته وويل: "د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې باید د بروشرونو، رسالو او کتابونو چې فرقه واريت او مذهبي کرکه پيدا کوي او د افراطيت او اورپکې سبب جوړيږي مخه ونيسي."

هغه وويل، سربيره پر دې، پاکستان باید په هغو تقريرونو او ديني وعظ باندې بندیز ولګوي کوم چې د افراطیت او د وسله والو بهرتي کولو سبب جوړيږي او خلک موټيويټ کوي چې د اورپکۍ ملاتړ وکړي.

هغه وويل: "په هېواد کې په لسګونو مدرسې په ښکاره ډول چاپ شوي موادو لکه بروشرونه، پوسترونه او پامپليټس خپروي چې اوپکې راپاروي او خلک موټيويټ کوي چې د وسله والو تنظيمونو سره یوځای شي."

مير وويل، په کار ده چې په پاکستان کې د داعش مشران او د داعش پلوه وسله والو سازمانونو ګمارونکي ژر تر ژره ونيولې شي چې په پاکستان کې د دې مخه ونیول شي.

په کراچۍ کې د امنیتي چارو څېړنکار ریټایرډ کرنل مختار احمد بټ پاکستان فارورډ ته وويل: "داعش کوشش کوي چې په پاکستان کې خپل اثر وښیي او کوشش په کار دی چې دا نړيواله تروريستي ډله له پاکستان څخه لیرې وساتلی شي."

هغه وويل: "داعش نه یوازې سوشل ميډيا استعمالوي بلکې وسله والو ته پيسې او وسلې ورکوي چې د دوی سره يو ځای شي."

هغه وويل: "لکه څنګه چې دوی د القاعدې او طالبانو خلاف دي، امنيتي ادارو ته په کار ده چې په پاکستان کې د [داعش] اثر ختمولو لپاره يوه جامع سټریټیجي جوړه کړي او د ځايي وسله والو پر ضد ګامونه پورته کړي کوم چې د وسله والو ډلو سره یوځای کيږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

باکل صحيح، خو نور تنظيمونه هم داسې کوششونه کوي، د دوی خلاف هم فوراً بلا امتیاز ګامونه اخيستل پکار دي. ځينې خاص فرقې يا ډلې په نښه کول به خطرناک وي. ځينې لږ شر پسند په ډاګه د پيغمبر (ص) د اصحابو بې حرمتي کوي؛ آيا د دې لپاره څه قانون موجود دی؟ د دې په بنياد دهشت ګرد يو چانس لري چې خپل کارونه تر سره کړي. پکار ده چې د هغه تنظيمونو خلاف اقدامات پورته کړی شي کوم چې د بهر نه فنډونه تر لاسه کوي او په پاکستان کي بلا امتياز کار کوي، که څه هم دوی له ايران څخه وي. پاکستان زنده باد، پاک آرمي زنده باد.

ځواب

مهرباني وکړئ په خپل لست کې د پښتو په څېر د سندهۍ ژبي اضافه وکړئ، ځکه چې سندهي د هندو پاکستان سیمه کې پخوانۍ ژبه ده. شکریه زه هيله لرم چې تاسو به په دغه لوری ګام واخلئ کاشف خان

ځواب