امنیت

ضرب عضب د ځانمرګي بريد کوونکو د استخدام لپاره د ترهګرو توان کمزوری کوي

عديل سعيد لخوا

پاکستاني ځواکونه په دې وروستيو کې د پوځي عملیاتو ضرب عضب په ترڅ کې د فاټا په شمالي وزیرستان ایحنسۍ کې د کلابنده شوې سيمې بهر ګزمې کوي. [د ISPR لخوا]

پاکستاني ځواکونه په دې وروستيو کې د پوځي عملیاتو ضرب عضب په ترڅ کې د فاټا په شمالي وزیرستان ایحنسۍ کې د کلابنده شوې سيمې بهر ګزمې کوي. [د ISPR لخوا]

پېښور-- څارونکي وايي په پاکستان کې په قبايلي سيمه کې روان پوځي عملیاتو او د هېواد په نورو برخو کې د استخباراتو پر بنسټ کومبنګ عملياتو د ترهګرو ډلو د ځانمرګي ډلو د استخدام توان کمزوری کړی دی.

د پاکستان شپږ میاشتني امنیتي رپوټ له مخې، پوځي ضرب عضب عملياتو په کلکه د وسله والو په پاکستان کې د ځانمرګي بريد لپاره د نوي ترهګرو جلب کولو وړتيا کمزوري کړې ده.

دغه راپور چې د فاټا د څېړنې مرکز (FRC) تصنيف کړی دی څرګندوي چې لومړې تينک ټانک په ځانګړې توګه د پاکستان د وفاق انتظام تر لاندې سيمو (فاټا) باندې تمرکز وکړو او د ۲۰۱۶ کال د لومړۍ نيمايي لپاره يې د امنيت تګلارې بیا کتنه وکړه.

دا راپور د وسله والو او اورپکۍ پر ضد فعاليتونو څارلو له لارې تيار کړی شوې دی، دا په پاکستان کې د جګړې وروستي حالتونو لکه د وسله وال بريدونو شميرې او قسم، تاکتيکونو او هغه ستراتيژيو کوم چې وسله وال کاروي او له دې امله د مرګ ژوبلې بيا کتنه کوي.

رپوټ وايي د جنورۍ او جون ترمنځ امنیتي ځواکونو د اورپکۍ پر ضد ۲۵۵عمليات ترسره کړي دي چې په پایله کې يې ۱،۶۲۹ وسله وال نيولي دي. دغه وسله وال له تحریک طالبان پاکستان، القاعدې، او د داعش د خراسان ډلې، د جماعت احرار ټي ټي پي څانګې او نورو وسلوالو ډلو سره تړاو لرلو.

د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۶۶۰ وسله وال وژل شوي او ۱۵۶ نور ټپيان شوي دي.

ځانمرګي بريد کوونکي ونیول شول، اورپکو په خپل تاکتیکونو کې بدلون راوستلو

په راپور کې ويلی شوي چې " په ټول پاکستان کې د يو شمير او غبرګ پوځي عملياتو پيلولو راهيسې د وسله والو په تکتيکونو کې هم يو ډير غټ بدلون راغلی دی."

د بېلګې په توګه د وسله والو ډلو د نوي ترهګرو جلب کولو ناتوانۍ د دوی په ځانمرګي بريد کونکو باندې ډير غټ اثر کړی دی او په پايله کې د ځانمرګي بریدونو شمېره د پام وړ راټيټه شوي ده.

د څېړنې له مخې، وسله وال زیاتره په هدفي وژنو او په هغه بريدونو باندې انحصار کوې کوم چې د لاس جوړې شوې چاودونکي وسیلې (IEDs) کاروي.

د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نيمايي کې په ټول هېواد کې ۷۹ هدفې وژنې ثبت شوي وې چې دا د ټولو اورپکۍ اړوند پیښو ۳۴٪ وه. په دغه موده کې ۷۴ IED بریدونه ثبت شوي وو چې د ټولو پیښو ۳۲٪ وه. پر امنیتي ځواکونو ۴۴ تروريستي بريدونه (د ټولو پيښو ۱۹٪) ترسره کړی شوي وو، ۱۳(۶٪) د پولې د پورې غاړې بريدونه او ۱۲(۵٪) د اغوا پيښې ثبت کړی شوې وې.

په رپوټ کې راغلي چې په مقابل کې يوازې لس ځانمرګي بريدونه (د ټولو پيښو ۴٪) د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ او جون تر منځ راپور شوي دي.

په راپور کې ويلی شوي چې "د IED حملو لوړه سلنه [د] وسله والو شبکو او د هغوی په عملیاتي ظرفیت کې کمې څرګندوي."

د FRC راپور وايي، په قبايلي سيمو کې د پاکستان د ترهګرۍ پر ضد عمليات او په بلوچستان، کراچۍ، خیبر پښتونخوا (KP) او پنجاب کې د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو په پاکستان کې د وسله والو عملیاتي فضا له منځه وړې ده."

د FRC سرچينو له مخې، "وسله والو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP) ، محسود طالبان، لشکر اسلام، جماعت احرار، القاعده، ترکستان اسلامي ګوند (IMU) او د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU) مخکې په هیواد کې فعالیت کوو خو اوس هغوی د افغانستان خوست، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار ولایتونو پټنځایونو ته تللي دي."

د افراطیت بنيادي لاملونه له منځه وړل

مسرت قديم چې د سولې فعاله ښځه ده او په دې وروستيو کې په پاکستان کې د افراطيت پر ضد مبارزې له امله د ن-سولې جایزې لپاره وټاکلې شوه وايي، په پاکستان کې د تروریزم سره د مبارزې عملیات د ترهګرو د فعالیت ظرفیت او خلکو ته زیان رسولو توان ماتولو کې په لوړه کچه اغيزمن دي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۶مه په پېښور کې د پوځ د عامه ښوونځي کې د بې رحمه او تروريستي بريد وروسته پوځ د يوې سختې تګلارې پيروي وکړه چې ډيرې مثبتې پايلې یې رامنځته کړي دي او په هیواد کې زیات حده پورې سوله بيا ‌‌بحال شوي ده."

بيا هم هغې وويل، چارواکي هم بايد اقدامات پورته کړي چې په پاکستان کې د سخت دريځي بنيادي لاملونه په ګوته کړي.

هغې وويل: "[موږ باید] پرمختیايي فعالیتونو، د زده کړې او د کار خپرولو له لارې د نوي نسل له ګواښ څخه ساتنه وکړو."

مسرت وويل، "ښه حکومتداري يقيني کول، عدالت ته لاسرسی، د مدرسو سمول، د کرکې د وینا مخنيوی، د ترهګرۍ په کلکه غندنه کول او د ترهګرو تمویل بندول د ترهګرۍ پر ضد مبارزې اساسي برخي دي چې له دې مرستې موږ کولای شو چې د افراطیت د ګواښ څخه خلاصی ترلاسه کړو."

د دفاعي چارو کارپوه او ورځپاڼې کالم ليکوال ملک محمد اشرف وويل: "ضرب عضب عملياتو د وسله والو ملا ماتولو، د هغوی د راغونډېدو او ګزار کولو توان ختمولو له لارې د سولې د بيابحالۍ لپاره فضا رامنځته کړې ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ترهګر په تېښته دي او د هغوی د بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو له لارې د سترزيان رسولو وړتیا تر ډيره حده پورې له منځه وړلی شوي ده."

هغه وويل، د پاکستان امنيتي ځواکونو د ترهګرو او د هغوی خوندي پټنځايونو له منځه وړلو له لارې د ترورېزم خلاف جګړې لومړی پړاو بشپړ کړی دی.

هغه وويل: "که څه هم دويم پړاو زمونږ په ټولنه کې د بنسټ پالنې تر شا ایډیالوژۍ پر ضد جګړه کول دي او دا به وخت اخلي، کيدای شې چې ډير کلونه واخلي."

له اورپکۍ سره مبارزه کې د ټولنې ملاتړ

هغه وويل، د ضرب عضب عملیاتو برياليتوب وروسته دا اوس مهال د خلکو لپاره ضروري ده چې خپلو ټولنو کې د وسله والو او يا افراطي عناصرو په ګوته کولو له لارې د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې برخه واخلي.

هغه وويل: "د اورپکۍ په بشپړه توګه له منځه وړل به په هېواد کې يوازې د ټولنې د غړیو د ګډون او سياسي پرمختګ له لارې ترسره شي."

د فاټا متقاعد امنيتي منشي محمود شاه وويل، د ترهګرو په وړاندې امنیتي ځواکونو د مبارزې پایلې اندازه به د دې حقيقت څخه ولګولی شي چې د ترهګرۍ پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زموږ ځواکونو د پاکستان ټوله قبایلي سیمه چې مخکې به وسله وال دغه سيمه کې په آزاده توګه ګرځيدل او د خپلو ناوړه دسيسو ترسره کولو لپاره پلانونه تيارول پاکه کړې ده."

د پېښور یو لوړ پوړي خبریال عقيل يوسفزي چې په امنيتي پيښو تمرکز کوي وويل: "د چاودنې وېره، چې يو مهال ټول هیواد يې په ځانګړې توګه خېبرپښتونخوا او فاټا کې په ګرفت کې وه، شتون نه لري او خلک نورمال حالت ته راځي ځکه چې د ترهګرو توان له منځه وړلی شوی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د امنيتي ځواکونو له خوا سخت ګامونو له امله د ترهګرو شبکې ماتي شوي دي او د هغوی پټنځايونه له منځه وړل شوي دي.

هغه وويل، چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې دوهم پړاو بايد د افراطيت او اورپکۍ زيانونو په ګوته کولو له لارې د خلکو ذهنیت بدلولو باندې تمرکز وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لويه مسله کرپشن ده، که موږ په کرپشن قابو وموندو نو موږ به دهشت ګردي هم له منځه ويسو.

ځواب