امنیت

د خیبرپښتونخوا خاص جنګي یونټ په ماډرن وسایلو سمبال کړای شو

جاوېدخان

د خیبر پښتونخوا د پولیس انسپکټر جنرل ناصر درانی د سپتمبر په ۲۹ مه په نوښار کې هغه موټرسایکلونه ګوري چې د خیبر پښتونخوا ایلیټ فورس ته د خاص جنګي یونټ له پرانستې وروسته ورکړل شوي دي.‌ [د خیبر پښتونخوا پولیس نه مننه]‌

د خیبر پښتونخوا د پولیس انسپکټر جنرل ناصر درانی د سپتمبر په ۲۹ مه په نوښار کې هغه موټرسایکلونه ګوري چې د خیبر پښتونخوا ایلیټ فورس ته د خاص جنګي یونټ له پرانستې وروسته ورکړل شوي دي.‌ [د خیبر پښتونخوا پولیس نه مننه]‌

پېښور -- چارواکي او څېړنکاران وایي چې د خیبر پښتونخوا پولیس خپل خاص جنګي یونټ (SCU‍) نور زیات قوي کوي او د خپلو ښه تربیه شویو کمانډوز ظرفیت ته وده ورکوي چې د ترهګرۍ او اورپکۍ په ضد جګړه وکړي.

په وروستي کوشش کې، د خیبر پښتونخوا پولیس په وروستیو وختونو کې د کمانډوز لپاره یو نوی آفیس کمپاونډ جوړ کړو چې په عصري او ماډرن کشفي او جنګي تجهیزاتو سنبال دی.

خاص جنګي یونټ (SCU‍) په صوبه کې په لوړه کچه تربیه شوی قوت دی. هغوی د دې ظرفیت لري چې د یو چا د نیولو، مخنیوي او ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره په یوازې یا د نورو پولیسو او قانون نافذوونکو ادارو د ملاتړ لپاره په چټک ډول په کار واچول شي.

خاص جنګي یونټ (SCU‍) د ۲۰۱۴ کال په مۍ کې هغه وخت جوړ شو چې ۱۵۰ کمانډوز د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې تربیه کړای شول. د ۲۰۱۵ په فبرورۍ کې، ۳۲ ښځینه کمانډوز هم له دغه قوت سره یوځای شوې.

کمانډوز ته همدارنګه د فوج او د سمندري ځواک له اړخه تربیه ورکړای شوه چې وکولی شي چې د هوایي او اوبو او وچې مربوط خاص عملیات ترسره کړي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټرجنرل ناصرخان دراني پاکستان فارورډ ته وویل، «خاص جنګي یونټ یو خاص یونټ دی چې له دوی نه به د غیرعادي حالاتو په وخت په خیبر پښتونخوا کې په هر ځای کې کار واخیستلی شي.»

دراني نوی آفیس کمپاونډ د سپتمبر په ۲۹ مه په نوښار کې په ایلیټ پولیس ټریننګ سکول کې پرانست. هغه همدارنګه په دغه سکول کې نوی اپریشن روم هم پرانست او د وروستي موډل عصري وسایل یې خاص جنګي یونټ ته ورکړل چې هغوی ورباندې خپل تخنیکي ظرفیت ته وده کړي.

هغه د خاص جنګي یونټ افسران د دې لپاره وستایل چې په رضاکارانه شکل سره یې هغه سخت چلینجونه په غاړه واخیستل چې صوبه ورسره مخامخ ده.

د پولیس انسپکټرجنرال د خاص جنګي یونټ (SCU) له خوا د چاپو اچولو او عملیاتو عملي مظاهره وکتله او په کلي توګه یې د روزنې د معیار ستاینه وکړه.

هغه وویل، «مونږ ټول هغه ماډرن ټکنالوجي، ټوپکونه او نورې اسانتیاوې برابر کړي چې د هر غیرعادي ایمرجنسي حالت په وړاندې ورته ضرورت دی. مونږ به خاص جنګي یونټ او ایلیټ پولیس فورس ته نور او تر تولو عصري وسایل برابر کړو.»

د خیبرپښتونخوا حکومت د خاص جنګي یونټ لپاره خاص تشویقي تادیات پاس کړل. درانی وویل، «د هغوی د تنخواګانو او تشویقي تادیاتو علاوه، دغو کمانډوز ته ۱۵۰۰۰ روپۍ (امریکایي ۱۴۳ ډالره) اضافي الاونس هم ورکول کیږي.»

په پیښور کې د سنټرل پولیس آفیس مشر یا اېس اېس پي اشفاق انور وویل، «دا یونټ د پاکستان د آرمي د خاص خدمتونو د ګروپ د استادانو له خوا تربیه شوی دی او په دې لاره کې هر کوشش شوی دی چې په هغوی کې بهترین تکتیکي او عملیاتي مهارتونه وروزل شي.»

هغه وویل، خاص جنګي یونټ د صوبې د غریزې او شګلنې دواړو ځمکو لپاره روزل شوی دی. انور پاکستان فارورډ ته وویل، «دغه په خاص شکل سره روزل شوی کمانډوز همدارنګه د بابوسار، شندور او سوات د واورینو څوکو سره هم بلد دی.»

هغه وویل، د دې لپاره چې په ټوله صوبه کې د دې خوځیدنې او مؤثرتیا ته وده ورکړل شي، خاص جنګي یونټ د شپږ شپږ میاشتو په مخه د صوبې شمال، جنوب او مرکزي سیمو ته بوول شوی دی چې کمانډوز له اقلیم، چاپیریال، جغرافیې او د سیمې اراضي سره بلد شي.

هغه وویل، «په ډېر کم وخت کې، خاص جنګي یونټ په ټوله صوبه کې په یو شمېر سختو ترهګرۍ ضد عملیاتو کې خپله وړتیا ثابته کړه.»

هغه وویل، د پولیسو انسپکټرجنرل خاص جنګي یونټ ته د وروستي موډل کشفي وسایل ورکړل چې خپله عملیاتي مؤثرتیا پرې ښه کړي. دا په هغو تجهیزاتو اضافه ده چې دغه یونټ ته مخکې ترمخکې ورکول شوي وو او په دې کې یې مرسته کړې وه چې په ترهګرو او اورپکو باندې خپله د یاد وړکامیابي یقیني کړي.

انور زیاته کړه چې د فرانس د پولیسو یو د ترهګرۍ ضد یونټ د خاص جنګي یونټ دغه ټریننګ او تکتیکي ظرفیت وکتلو او د کمانډوزغیرعادي زړورتیا او په یوه سخت چاپېریال کې د خطرناک اپرېشن د ترسره کولو وړتیا یې وستایل.

یوه امنیتي څېړنکار او پخواني سینیر پولیس افیسر ظفرالله خان وویل، مقامات باید دې ته دوام ورکړي چې خاص جنګي یونټ ته وروستۍ ټکنالوجي، محافظتي لباس او وسلې برابر کړي چې د ترهګرۍ په ضد مقابله وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دا چې صوبه له یوې لسیزې نه د ډېرې مودې راهیسې د ترهګرۍ له خوا سخته ځپل شوې ده، یو قوي قوت لکه خاص جنګي یونټ (SCU) ته سخت ضرورت وو چې د هر غیرعادي حالت په وړاندې مقابله وکړي.»

هغه وویل، «د خیبر پښتونخوا پولیسو او د صوبې خلکو د ترهګرو په ضد په زړورتوب سره جګړه کړې ده او په پاکستان کې د سولې لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500