امنیت

پاکستان د ناټو په وړاندې تروریستي بریدونه ختموي

جاويد محمود لخوا

د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۸مه يوه لارۍ له لګښتي توکیو سره د اسلام آباد څخه افغانستان ته راونيږي. سوداګریز ګاړي له پاکستان څخه افغانستان ته مواد وړي. شمیرې ښیي چې په پاکستان کې د وسله والو پر وړاندې د پوځي او استخباراتي عملیاتو پيلولو وروسته سوداګر او د ناټو ځواکونه اوس خوندي دي. [جاويد محمود لخوا]

د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۸مه يوه لارۍ له لګښتي توکیو سره د اسلام آباد څخه افغانستان ته راونيږي. سوداګریز ګاړي له پاکستان څخه افغانستان ته مواد وړي. شمیرې ښیي چې په پاکستان کې د وسله والو پر وړاندې د پوځي او استخباراتي عملیاتو پيلولو وروسته سوداګر او د ناټو ځواکونه اوس خوندي دي. [جاويد محمود لخوا]

اسلاما اباد -- د پاکستان پوځ او امنیتي کارپوهان وايي، په پاکستان کې د ضرب عضب او استخباراتو پر بنسټ هغه عملیات چې منع شوې وسله والې ډلې په کې په نښه کیږي، ترهګر د هغې له امله پر ناټو مفاداتو د بريد کولو توان نه لري.

د سویلي آسیا تروريزم پورټل راپور وکړی چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کال تر منځ د پاکستان په ټولو څلورو ولايتونو کې د ناټو مفاداتو خلاف د ۲۵۰ څخه زیات تروریستي بریدونه ثبت کړی شوي دي چې په پایله کې یې ۱۴۳ کسان وژل شوي دي. په دې کې په بلوچستان کې ۴۶، په فاټا کې ۵۹، په خیبر پښتونخوا کې ۱۸، په پنجاب کې ۱۹ او يو په سیند کې وژل شوي دي.

د SATP له مخې، د ناټو کانتينرونو، د تیلو ټانکرونو او نورو توکیو په وړاندې د بريدونو کچه په ۲۰۱۰-۲۰۱۴ کې لوړه شوې وه، خو د ۲۰۱۵ کال جنورۍ او د ۲۰۱۶ کال اکتوبر تر منځ د ناټو په وړاندې یو تروریستي برید هم نه دی ثبت کړی شوی.

پوځي او امنیتي کارپوهان په ټول هيواد کې د دې برياليتوب کريدت پوځي او استخباراتي بنسټ عملیاتو ته ورکوي.دغه عمليات د وسله والو پر وړاندې پيل کړی شوي وو.

اورپکۍ او تروریزم له منځه وړل

د فاټا پخوانی امنيتي منشي متقاعد ډګرمن محمود شاه وويل: "تحریک پاکستان طالبان پر ناټو کانتينرونو، د تیلو ټانکرونو او هغه کسانو چې د ناټو ځواکونو ته به يې مختلفې توکې په افغانستان کې رسولې په ټولو تروریستي بریدونه کې لاس درلود."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "په قبايلي سيمو، په ځانګړې توګه په شمالي وزیرستان او د هېواد په نورو برخو کې پوځي عملیات او د امنيتي ادارو د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو نه یوازې د طالبانو زیربنې او شبکې له منځه وړي دي بلکې د دوی د لوی بریدونو وړتیا يې هم راټيټه کړې ده."

هغه وويل، طالبانو د ضرب عضب عملياتو له کبله درانه تلفات او د خپلو شبکو زيانونه تر لاسه کړي دي. په پایله کې اورپکۍ ډلې په داسې حالت کې نه دي چې د پخوا په شان بریدونه ترسره کړي.

شاه يادونه وکړه چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو وروسته په پاکستان کې د ناټو سامانونو او توکو مقدار کم شوی دی، خو بیا هم د تروريستي بريدونو په پرته ډک کانتینرونه او د تیلو ټانکرونه په وار وار له پاکستان څخه افغانستان ته ځي.

هغه وويل: "پوځ په هيواد کې د افراطيت او اورپکۍ له منځه وړلو فرض پوره کړی دی خو اوس د امنيت په ښه وضعيت کې د عملیاتو د بریالیتوب او سولې ساتلو لپاره مدني- پوځي مشرتوب بايد نورې ستراتیژۍ بشپړې کړي."

شاه وويل، په پاکستان کې د ټولو منع شوې وسله والو ډلو په وړاندې په ملي کچه عمليات به اورپکۍ په بشپره توګه له منځه ويسي.

هغه وويل: "حکومت بايد د ترهګرۍ شر د راپورته کیدو سره د ختمولو لپاره له پوځ سره مرسته وکړی.

د وسله والو ائتلافونه او شبکې له منځه وړل

په اسلام اباد کې د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز(CRSS) مشر او د امنيتي چارو يوه کارپوه امتياز ګل وويل: "د پوځ وروستي عملياتو په خيبر ايجنسۍ کې د وسله والو توان ختمولو کې مهم رول لوبولی دی چې په پاکستان کې یې د ناټو مفاداتو باندې د ترهګرۍ اړوند تاوتریخوالي او بريدونو کې چټک کموالی رامنځته کړی دی."

ګل څرګنده کړه، کله چې پوځ په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړل، تحریک طالبان پاکستان په خيبر ايجنسۍ کې پناه واخیسته او د منګل باغ په مشرۍ کې د لشکر اسلام سره يو ځای شول.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د وسله والو ډلو د دې چل ول سره مقابلې لپاره پوځ په خيبر ايجنسۍ کې متوازي عمليات پيل کړل او د وسله والو توان، اورپکي او وسله وال يې ختم کړل چې په هغې سره امنيت ښه شو او د بريدونو شميره کمه شوه."

د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې د ضرب عضب عملياتو پيلولو او د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په مياشت کې د ناټو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو مخکې په هغه ګاړو چې د ناټو سامان او توکي یې له پاکستان څخه افغانستان ته وړلې، پر وړاندی بريدونه عام وو.

ګل وويل، اوس پاتې توکې د پاکستان د خاورې له لارې کابل او کندهار ته په خوندي توګه رسي.

د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ ته وده ورکول

د امنیتي چارو کارپوه او د کوټې د مطبوعاتي کلب ولسمشر شهزاده ذوالفقار وويل: "په بلوچستان کې د ضرب عضب او د امنیتي ادارو استخباراتو پر بنسټ عملیاتو له پیلولو مخکې پر ګاړو چې د ناټو پوځ توکي به يې وړلې تروريستي بريدونو شميره تر ټولو څخه لوړه وه."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "حکومت او امنيتي ادارو په بلوچستان کې د وسله والو شبکې، ياغيان او د هغوی تسهيل کونکي له منځه وړي دي. دوی د قراردادیانو او د ګاړو مالکانو څخه پیسو غصب کولو کې ښکیل وو کوم چې به په افغانستان کې ځواکونو ته توکې رسولې."

هغه وويل، له دې مخکې وسله والو به پر ډک کانتینرونو او د هغه کسانو د تیلو په ټانکرونو بريد کوو کوم چې به د شوکې ورکولو څخه انکار کولو.

هغه وويل: "د بلوچستان خضدار سيمه د شوکې او د وسله والو او ياغيانو له خوا پر ناټو مفاداتو د تروريستي بريدونو لپاره بدنامه وه، خو د امنيتي ادارو استخباراتو پر بنسټ عملیاتو دا ناوړه سلسله له منځه وړې ده."

ذوالفقار وويل: "د اورپکۍ مخه نيولو او امنيت ښه کولو لپاره حکومتي، امنيتي او استخباراتي ادارې باید خپلې همکارۍ او د استخباراتي معلوماتو تبادلې ته وده ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500