بشري حقونه

بین الاقوامي ټولنې د امن په برخه کې د پاکستانۍ کارکوونکې ستاینه کوي

عدیل سعید

د پیمان (PAIMAN) الومني ټرسټ ایګزیکیټیو ډایرېکټره مسرت قدیم په ۲۰۱۳ کال کې په پېښور کې د ځوانانو د میډیا یوه فسټیوال کې د اشتراک په حال کې. مسرت (منځ) په فاټا او خیبر پښتونخوا کې د راډیکلایزیشن او له تاوتریخوالي ډک افراطیت پر ضد د هغې د پراخو کوششونو په وجه د اېن - پیس (N-Peace) د بین الاقوامي ایوارډ لپاره نومول شوې وه.

د پیمان (PAIMAN) الومني ټرسټ ایګزیکیټیو ډایرېکټره مسرت قدیم په ۲۰۱۳ کال کې په پېښور کې د ځوانانو د میډیا یوه فسټیوال کې د اشتراک په حال کې. مسرت (منځ) په فاټا او خیبر پښتونخوا کې د راډیکلایزیشن او له تاوتریخوالي ډک افراطیت پر ضد د هغې د پراخو کوششونو په وجه د اېن - پیس (N-Peace) د بین الاقوامي ایوارډ لپاره نومول شوې وه.

پېښور -- د امن فعالیت کوونکي پاکستانۍ مسرت قدیم په پاکستان او په ځانګړي توګه هغو سیمو کې چې جګړې ځپلي دي د راډیکلایزیشن او افراطیت پر ضد مبارزه کې د هغې د کوششونو په وجه هغه په بین الاقوامي سطحه مشهوره کړه.

هر کال اېن- پیس ایوارډز (N-Peace Awards)، چې د اېن - پیس نیټ ورک او د اقوام متحده د انکشافي پروګرام (یو این ډي پي) په ګډو کوششونو کار کوي، د کمیونیټۍ هغه مشران چې د ښځو او د امن په برخه کې کار کوي په درې کټیګوریانو په ګوته کوي او د هغوی قدر کوي: نا ویلې کیسې - هغه ښځې چې خپلې کمیونیټۍ له ډېرې ابتدایي سطحې نه د تبدیلۍ خوا ته وړي، د عمل لپاره کمپاین کوي - ښځې او سړي په قومي سطحه د امن لپاره حرکت کوي، او د امن نسل - ځوانې ښځې او سړي (چې له ۳۰ نه کم عمر لري) په خپلو کمیونیټیو کې د امن راوستلو کار کوي.

اېن - بیس نېټ ورک د پاکستان، نېپال، اندونیزیا، افغانستان، میانمر او فلیپاین د امن د مدافعینو څخه تشکیل شوی دی.

د امن لپاره کمپاین کول

مسرت په پاکستان کې امن او معاشرتي ارتباط ته د انکشاف ورکولو په برخه کې د نویو قاعدو خپلولو لپاره د «عمل لپاره کمپاین» کټیګورۍ لاندې د اېن - پیس ایوارډز لپاره نومول شوې وه.

د پیمان الومني ټرسټ (PAIMAN Alumni Trust) د غیر انتفاعي ارګنایزیشن د ایګزیکیټیو ډایرېکټرې په حیث، چې مرکز یې په اسلام اباد کې دی، مسرت په فاټا او خیبر پښتونخوا صوبه کې په زرګونو ځوانو سړو او ښځو سره مرسته کړې ده چې د شخړو مخه ونیسي او حل یې کړي.

مسرت په خپله کټیګورۍ کې د ۲۳ نامزدانو په ډله کې شامله ده، چې له دوی نه به یو سړي او یوې ښځې ته ایوارډ ورکول کیږي. د ۲۰۱۶ کال ګټونکي به د اکتوبر په ۲۴مه اعلانیږي.

د مسرت تر مشرۍ لاندې، PAIMAN د ټولنه (TOLANA) په نوم د امن محلي ګروپونه جوړ کړي دي. هغه ۳۲ میندې او ۵۵ ځوانان چې په ټولنه کې کار کوي هغوی د کمیونیټۍ د منځګړتوب، خبرو اترو او خبرتیا ورکولو له لارې له تاوتریخوالي نه د ډک افراطیت مسایل حلوي.

د نامزدانو د کمېټۍ د معلوماتو له مخې، هغوی «د ۵۴ دښمنیو په حل کولو کې مرسته کړې او د افراطي ګروپونو د پلانونو په رسوا کولو سره یې له تاوتریخوالي نه د ډک افراطیت/بمي چاودنو د ۸ پېښو مخه نیولې ده.»

اېن - پیس وویل، «مسرت په افتخار سره ادعا کولی شي چې له دې پلېټ فارم نه هغې د ټولنې د غړو تر منځ د خبرتیا د رامنځته کولو، د هغوی د ذهنونو د روښانولو، او د میندو د قوي کولو له لارې د سلګونو او زرګونو ځوانانو د افراطي کېدلو مخه نیولې ده. هغه د افراطیانو کورونو، سکولونو او د کار ځایونو ته ورځي او له هغو خلکو سره خبرې کوي چې هغوی داسې احساس کوي چې هغوی بل بدیل نه لري.»

د ټولو لپاره یو الهام یا انګېزه

مسرت پاکستان فارورډ ته وویل، «د اېن پیس ایوارډ لپاره زما نامزدۍ په ما کې کې یوه نوې روحیه رامنځته کړې او دې ته یې ترغیب کړم چې له پخوا ډېر کوششونه وکړم چې په ترهګرۍ ځپلي ملک کې د امن په راوستلو کې کار وکړم او یو پرمختلونکی او پرمختللی ملک ورنه جوړ کړم.»

هغې وویل، «د امن په برخه کې زما د کوششونو هدف دا دی چې له پاکستان نه یو امن ناک ملک جوړ کړم چې هلته خلک د تعلیم برابر حقونه ولري، انساني حقونه محفوظ وي، او هر څوک په درنښت او عزت سره ژوند وکړي.»

هغې وویل، «د PAIMAN له پلیټ فارم نه، مونږ د ټولنه په نوم د ځوانو هلکانو او میندو یو ټیم جوړ کړو چې په فاټا او خیبر پښتونخوا کې د انعطاف قبلوونکو او بیدارو معاشرو د رامنځته کولو له لارې له تاوتریخوالي نه ډک افراطیت مخه ونیسو.»

هغې وویل چې دا نظریه د PAIMAN د ۲۰۰۸ د یوه کمپاین په وخت کې رامنځته شوه او «راځئ چې په امن کې ژوند وکړو» نوم پرې کېښودل شو.

د مسرت په وینا، د ټولنه د ټیم د غړو د کوششونو په وجه، یو شمېر راډیکال شوي ځوانان، په ځانګړي توګه په قبایلي سیمو کې، په کامیابۍ سره «د امن کارکنان» باندې واړولی شول.

هغې وویل، دغه پروګرام په خیبر پښتونخوا او فاټا کې خواوشا ۲۵۰۰۰۰ کمیونټي ممبرز دې ته جوړ کړي دي چې له تاوتریخوالي ډک افراطیت او د هغې د ضررونو په هکله پوهه شي، او دا چې هغوی باید د دغو مشکلاتو د حل کولو په برخه کې خپل رول څنګه ولوبوي.

مسرت وویل، «تر اوسه پورې، زمونږ د ټیم غړي په دې توانېدلي دي چې د خیبرپښتونخوا او فاټا په مختلفو برخو کې ۳۵۰۰۰ کمزورو سړو او ۱۱۵۰۰ کمزورو ښځو ته رسیدګي وکړي.»

هغې وویل چې د هغې ټیم په دې کامیاب شوی دی چې لږ تر لږه ۱۲۵۶ افراطي شوی کسان دې ته ترغیب کړي چې له تاوتریخوالي ډک افراطیت ته بد ووایي.

د پاکستان د تصویر ښه کول

د خیبرپښتونخوا د داخله او قبایلي چارو د محکمې پخوانی سکرټر سید اخترعلي شاه وویل، د دغه عالي ایوارډ د مسرت نامزدګي به له دې سره مرسته وکړي چې د پاکستان تصویر چې د بین الاقوامي ترهګرۍ په وجه خراب شوی دی بیا ښه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «مسرت قدیم د تاوتریخوالي نه ډک افراطیت په ضد په ډېر کلک عهد او اشتیاق سره کار کړی دی.»

هغه وویل، «د دغه ایوارډ لپاره د هغې نامزدګي به بین الاقوامي کمیونټۍ ته دا پیغام ورکړي چې پاکستانیان امن غواړي، او د هغوی تر منځ یو شمېر کسان داسې دي چې په ملک کې د امن راوستلو لپاره په ډېر فعال شکل سره کار کوي.»

یو ډاکټر فضل اکبر چې PAIMAN سره د رضاکار په حیث کار کوي وویل، «مسرت قدیم په سلګونو او زرګونو ځوانان د هغوی تر منځ د راډیکلایزیشن په وجه په معاشره او د معاشرې په غړو د هغې د خراب اثر پرېوتو په رابطه د خبرتیا خورولو له لارې له دې نه منع کړي دي چې افراطي شي.»

د پیښور پوهنتون یو استاد او په خیبرپښتونخوا کې د سخت دریځۍ ضد چارو یوازنی سپیشلسټ ریسرچ سکالر محمد ظفر وایي، «زمونږ په سیمه کې، افراطیت جرړې کړي دي او د امن لپاره هر کوشش د ستایلو دی.»

ظفر هیله ښکاره کړه چې د مسرت نامزدګي به هغه او د امن نور فعالان دې ته ترغیب کړي چې د چلینجونو په وړاندې د مقابلې لپاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، « په یوه داسې معاشره کې چې افراطیت په هغې منګولې ښخې کړې وي داسې ده لکه څوک چې توپان ته مخامخ ورځي، او د داسې کارونو د دوام لپاره تشویق او ترغیب ضروري دی.»

هغه وویل، «مسرت په پاکستان کې د امن لپاره د هغې د کوششونو په وجه د بهترینو ستاینو وړ ده او د هغې نامزدګي به بین الاقوامي جامعې ته دا پیغام ورسوي چې مونږ د امن او عدم تشدد لپاره لیوالتیا او هیله لرو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د انجنيرينګ طالب علم یم او زه غواړم چې ستاسو د ټولنې برخه جوړه شم.

ځواب

د ليکوال سره په بشپړ ډول موافقه کوم

ځواب

زه په بشپړه توګه له پورته ذکر شوي تبصرو سره موافقه کوم. میرمنې مسرت په پاکستان کې د سولې د ودانۍ لپاره په ځانګړې توګه د فاټا د کمزروې ټولنو لپاره خپل ژوند وقف کړی دی. موږ د مسرت شکر ګزار يو او د هغې د هڅو قدرداني کوو. مونږ میرمنې مسرت ته سلامي وړاندې کوو.

ځواب