روغتیا

پاکستان په خیبر پښتونخوا او فاټا کې صحي پاملرنې یا هیلت کیر ته وده ورکوي

اشفاق یوسفزی

یو ډاکټر په سپتمبر کې په اورکزۍ ایجنسۍ کې د یوه بیمار د سترګو معاینه کوي. [اشفاق یوسفزی]

یو ډاکټر په سپتمبر کې په اورکزۍ ایجنسۍ کې د یوه بیمار د سترګو معاینه کوي. [اشفاق یوسفزی]

پېښور -- د پاکستان حکومت د خیبر پښتونخوا په ضلعو او فاټا کې نورې ښځینه ډاکټرانې په کار لګوي چې د مور او ماشوم روغتیا ته وده ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د صحي خدمتونو ډایرېکټرجنرل پروېز کمال وویل، «مونږ د ۵۰۰ ښځینه میډیکل افسرانو په شمول ۱۱۰۰ ډاکټران د دې لپاره مقرر کړي دي چې په خیبر پښتونخوا کې په روغتیایي مرکزونو کې کار وکړي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، حکومت دې ته لومړی درجه ترجیح ورکوي چې په هغو سیمو کې چې ترهګرۍ ځپلې دي، په خاصه توګه د ملاکنډ ډیویژن اوه ضلعو کې، هلته د هیلت کییر ترسره کولو ته وده ورکړي.

د روغتیایي انفراسټرکچر بیاجوړونه

د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ، طالب جنګیالو په خیبر پښتونخوا او فاټا کې لږ تر لږه ۳۰۰ روغتیایي مرکزونه وران کړل، چې د ځایي خلکو لپاره یې سخت صحي مشکلات رامنځته کړل.

کمال وویل، «مونږ لا د وخته داسې ګامونه اخیستي دي چې ترهګرۍ ځپلو سیمو ته اضافي دوایانې، وسایل او جراحي تامینات ورسوو چې هلته د بیمارو د ډېرښت په مقابل کې کار وکړي.»

هغه وویل چې د ښځو صحت د تحریک طالبان پاکستان له خوا په خاصه توګه متضرر شوی وو. دغه ګروپ صحي مرکزونه ویجاړ کړل او ښځينه ډاکټرانو او نرسانو ته یې وویل چې په کورونو کېني.

هغه وویل، «مونږ ملاکنډ ډیویژن ته نورې ښځینه ډاکټرانې لېږو چې د امېدوارۍ د مشکلاتو په وجه د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه کړي.»

د سوات ضلعې هیلت افیسر ډاکټر سیدعلي خان وویل، مقاماتو مخکې تر مخکې په دې شروع کړې ده چې هغه څه بېرته جوړ کړي چې طالبانو د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ ویجاړ کړي وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ مخکې تر مخکې ۱۴ هغه مرکزونه بیا جوړ کړي دي چې جنګیالو وران کړي وو او خواوشا ۲۰۰ ښځینه هیلت ورکرانې چې طالبانو په زور استعفا کولو ته مجبورې کړې وې مونږ بیا په خپلو کارونو مقررې کړې دي.»

هغه وویل، د صحي مرکزونو په ورانولو سربېره، د طالبانو د تاو تریخوالي په وجه بې شمېره خلک معیوب پاتې شول. د دې لپاره چې له دغو خلکو سره مرسته وشي چې بيا حرکت وکړي او په ځان بسیا شي، روغتیایي مرکزونه هغو کسانو ته چې ضرورت لري په وړیا یا مفته فزیوتراپي او ویلچیرونه ورکوي.

د پاکستان میډیکل ایسوسی ایشن سکرټري ډاکټرعمرفاروق وویل، طالب جنګیالو صحي مرکزونه د دې لپاره ویجاړ کړل چې خلک له هغو صحي خدمتونو نه محروم کړي چې هغوی ورته ضرورت درلود.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ د دې لپاره د جنګیالو غندنه کوو چې هغوی واکسینونه بند کړي وو او ماشومان یې په داسې بیمارو واړول چې د واکسین په ذریعه د هغو بیمارو مخنیوی کیدای شوای.»

فاروق په هیلت کییر ډیپارټمنټ باندې تاکید وکړو چې ټولو هغو سیمو ته چې تاوتریخوالي وهلي دي زیات کارکوونکي او وسایل ولیږي.

هغه وویل، «دې ته سخت ضرورت دی چې د نورو تر منځ په بنو، ټانک، ډېره اسماعیل خان، لکي مروت او چترال کې صحي مرکزونو ته وده ورکړای شي، او هلته د ناروغانو مفت علاج یقیني کړای شي. دا ضلعې په دې وجه ځپل شوي دی چې ورسره څنګ ته په فاټا کې ترهګري موجوده وه.»

د مور او ماشوم صحت ته وده ورکول

ډاکټر فیاض علی چې په پېښورکې کار کوي وویل، هغه په فاټا او خیبرپښتونخوا کې د ضعیفو صحي انډیکیټرونو په وجه اندېښنه لري او د خلکو د صحي مصیبتونو، په خاصه د زیږون په وخت د میندو د مړینې ملامتیا یې په جنګیالو ورواچوله.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «په پاکستان کې په هرو ۱۰۰۰۰۰ ژوندیو زېږونونو کې تقریبا ۲۰۶ ښځې مړې کېږي، په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا او فاټا کې وضعیت ډېر خطرناک دی او په هرو ۱۰۰۰۰۰ ژوندیو زېږونونو کې ۳۰۰ ښځې مړې کېږي.»

هغه وویل، «حکومت ته پکار دي چې امبولانسونه، ټریننګ شوي نرسانې او دوایانې برابرې کړي چې د امېدوارۍ/حمل دارۍ مربوط سختۍ پرې راکمې کړای شي.»

په خیبرپښتونخوا کې د میندو او نوپیدا ماشومانو د صحت د محکمې مشر ډاکټر صاحب ګل وویل، حکومت د راتلونکو دوه کالو په جریان کې ۱۶.۲ میلیونه امریکایی ډالر په دې برخه کې لګوي چې د مور او ماشوم صحت ته وده ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ امبولانسونه د دې لپاره برابروو چې دا یقیني کړو چې ایمرجنسي ناروغانو ته، په خاصه توګه د خیبر پښتونخوا په جنګ ځپلو سیمو کې په فوري توګه خدمت ورسول شي.»

هغه وویل، ډېر تمرکز او توجه ایمیونایزیشن، تغذیې او د ښځینه صحي کارکوونکو یا هیلت ورکرانو ټریننګ ته دی.

هغه وویل، «په تېرو دوه میاشتو کې، مونږ ۱۳۴۰ تنه کمیونیټي میډ وایفز، ۴۶ ښځینه ډاکټرانې او ۹۸ ښځینه هیلت ورکرانې په هسپتالونو کې د دې لپاره مقررې کړې چې په خیبرپښتونخوا کې ښځو ته د ولادت په وخت کې عاجل یا ایمرجنسي خدمتونه برابر کړي.»

ښځینه هیلت ورکرانې داسې ښځینه کمیونیټي هیلت ورکرانې دي چې د عامو ناروغیو د مخنیوي او علاج په برخه کې، په خاصه توګه له پنځو کالو نه د کم عمره ماشومانو او ښځو سره تعلق لري، روزل شوي دي.

صاحب ګل وویل، «زمونږ مقصد دا دی چې د ولادت مربوط جامع ایمرجنسي خدمت برابر کړو او په کلیوالي سیمو کې په حکومتي هسپتالونو کې میندو او ماشومانو دواړو ته روغتیایي سهولتونه تیار کړو.»

هغه زیاته کړه، «ملاکنډ ډیویژن لا نورې مرستې ته ضرورت لري چې دا یقیني شي چې د امېدوارۍ مربوط کیسونه د ولادت په برخه کې د روزل شویو نرسانو له خوا واخیستل شي او، که ضرورت وي، هغه بیماران چې خاصې پاملرنې ته ضرورت لري هغه د سپیشلسټ له خوا د معاینې لپاره تر ټولو نژدې روغتیایي مرکز ته انتقال کړای شي.»

پوځي اپرېشن په فاټا کې صحي خدمتونه شروع کړل

د فاټا د صحي خدمتونو د محکمې مشر ډاکټر جواد حبیب وویل، جګړې په فاټا کې د صحي سکټور لپاره د ډېرو تاوانونو سبب شوې ځکه چې ډېر کارکنان کار ته له تګ نه وېرېدل، او بیماران دې ته مجبور شول چې حتی د وړو ناروغیو لپاره هم د خیبرپښتونخوا صحي مرکزونو ته لاړ شي.

هغه وویل، د پاکستان حکومت په فاټا کې ۱۰۵۰ ډاکټران د دې لپاره مقرر کړي دي چې په کلیوالي سیمو کې صحي مراقبت یا هیلت کییر پراخ کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «اوس، مونږ ۲۰۰ تنه ښځینه میډیکل افسرانې او ۱۵۰ تنه نرسانې مقررې کړي دي چې د ښځو د ناروغیو د راکمولو په برخه کې مرسته وکړي.»

هغه وویل، «فاټا به لږ تر لږه د ماشومانو د ۱۰ ډاکټرانو او ۲۰ د ښځینه ناروغیو د سپیشلستانو/ګاینکالوجستانو او ۲۱۰ میډیکل افسرانو خدمت ترلاسه کړي د کوم له مخې به چې هغوی په ۴۵۰ روغتیایي مرکزونو کې مفت علاج برابر کړي.»

حبیب وویل، د طالب جګړه مارو په ضد د کامیاب اپریشن سره، د کلیوالي سیمو په شمول د صحي خدمتونو په برابرولو کې ښه والی راغلی دی، ځکه چې اوس هسپتالونه په امن کې دي.

هغه وویل، «پخوا، هیلت ورکران دې ته راضي نه وو چې د فاټا په هسپتالونو کې کار وکړي، په خاصه توګه د شپې په شفټونو کې، خو اوس د پوځ په موجودګۍ کې دغه وېره ختمه شوې ده.»

په پیښور کې د خیبر ټیچینګ هسپتال د میډیا او پروټوکول د افیسر فرهادخان په وینا، کله چې جګړه ماري په خپل اوج کې وه، دغه هسپتال ته به اکثر ناروغان له فاټا نه راتلل.

هغه وویل، «په تېرو دوه کالو کې، په فاټا کې د سهولتونو د ښه کېدلو په وجه د پیښور په هسپتالونو کې د فاټا د بیمارانو شمېر کم شوی دی.»

هغه وویل، «اوس، یوازې سخت یا مزمن/دوامدار بیماري لرونکي ناروغان دلته راځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جناب، زه غواړم چې د صحت په باره کې د فاټا د خلکو سره مرسته وکړم. زه د سترګو د مرضونو په اړه تعليم ترلاسه کوم.

ځواب

دا د الله خوښه وه. ماشاء الله

ځواب