اقتصاد

د سوات موټروې د اورپکۍ له کبله ځپلي شوې سیمو کې اقتصاد بيرته راژوندی کوي

عديل سعيد لخوا

د جون په مياشت کې په مومند ايجنسۍ کې کارکوونکي لوی سړک جوړوي. د خیبر پښتونخوا حکومت د اورپکۍ له کبله ځپلي شوې سیمو کې اقتصاد بيرته راژوندي کولو لپاره يوه موټروی جوړوي. [عالمګير خان لخوا]

د جون په مياشت کې په مومند ايجنسۍ کې کارکوونکي لوی سړک جوړوي. د خیبر پښتونخوا حکومت د اورپکۍ له کبله ځپلي شوې سیمو کې اقتصاد بيرته راژوندي کولو لپاره يوه موټروی جوړوي. [عالمګير خان لخوا]

پېښور - ملاکنډ ډويژن اوس هم د هغه زيان سره مخ دی کوم چې په له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۰۹ پورې د اورپکۍ او د طالبانو د شتون له امله رامنځته شوی وو. خو د خيبر پښتونخوا (KP) چارواکي د سړک ستره پروژه د اقتصادي پرمختګ تيزولو او په سيمه کې توريزم راژوندي کولو لپاره پيل کړه.

امنیتي ځواکونو د ۲۰۰۹ کال په می کې د راه راست عملياتو په ترڅ کې وسله وال د سيمې څخه وشړل چې د څو میاشتو لپاره يې ۲.۲ ميليونه اوسيدونکي بې ځایه کړل. تراوسه د ملاکنډ خلک دغه زيان چې د طالبانو د تاوتريخوالي له خوا او پوځي عملیاتو له امله رامنځته شوی وو ياد لري. پوځي عملیاتو طالبان وشړل او په ځانګړې توګه يې تروريزم ته ماتی ورکړو.

د اقتصادي پرمختګ لپاره چارواکي هڅه کوي او په سوات کې یې د موټروې پروژه د اګست په ۲۵مه پیل کړه او هیله کېږي چې په ۱۸ میاشتو کې به بشپړه شي، او د دغه هڅو موخه دا ده چې د هېواد نورو برخو څخه دې سيمې ته چټک او مستقیمه لاس رسی برابر کړي.

سوداګري او پرمختګ لوړول

د خیبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني وايي، چې د خیبر پښتونخوا حکومت د ملاکنډ اقتصاد راژوندي کولو باندې تمرکز کوي ځکه چې دا د خېبرپښتونخوا د اورپکۍ او وسله والو لخوا تر ټولو زياته ځپلې شوې ډويژن وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د سوات موټروې به د ملاکنډ ډويژن اقتصاد باندې ستر اثرات ثبت کړي او د هغې مالي ګټې به د سیمې د خلکو لپاره ډیري وي."

مشتاق وويل: "دا پروژه يوه ځانګړی پروژه ده ځکه چې د دی جسامت لوی دی او بله دا چې په لومړي ځل به په هېواد کې ولايتي حکومت موټړوی جوړه کړي."

له دې مخکې فدرالي حکومت ټولې موټروې جوړي کړي دي. هغه وویل، د خیبر پښتونخوا چارواکو لخوا د دې پروژې پيلول د ولايتي حکومت ټینګ هوډ څرګندوي چې خیبر پښتونخوا پرمختللي او سوکاله جوړ کړي.

مشتاق وويل د ۸۱ کیلو متره اوږد لوړ سرعت واله سړک به د ملاکنډ خلکو لپاره د بدلون راويستلو يو لامل وګرځي. دا سړک به د صوابۍ او د کوز دير چکدره تر منځ د سفر وخت د درې ساعته نه يو ساعته پورې کم کړي.

ټرک چلوونکي او سيلانيان به له زیات سرعت څخه يو شان ګټه پورته کړي.

مشتاق وويل: "دغه پروژه به د ملاکنډ شپږو ولسوالیو ته په شمول د سوات، شانګله، بټګرام، چترال، بونير، دير اپر او دير لور مستقیمه لاس رسی برابر کړي."

هغه وويل: "دغه پروژه به د خېبرپښتونخوا په عمومي توګه او په ځانګړې توګه د ملاکنډ زراعتی اقتصاد لوړ کړي. دا کار به د کروندګرو لپاره د فارم څخه تر مارکیټه اغېزمن لاسرسي برابرولو له لارې ترسره شي. دوی به مخکې ... يوازې ځايي بازارونو ته رسېدلی شو."

دا به د پرمختګ نوی دور رامنځته کړي

د خېبرپښتونخوا هايې وې اتهارټۍ اداري رئیس محمد عزیر وويل: "د څلورو کرښې سوات موټروې به پر پېښور-اسلام آباد موټروې له صوابۍ کرنال شېر خان انټرچينج څخه پيل کړی شي او په دير لور ولسوالۍ به اختتام ته ورسي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې دغه سړک به شپږ انټرچينجونه او دوه تونلونه لري. هر يو انټر چينج به ۱.۵ کلومتره اوږد وي.

هغه وويل: "له ملاکنډ ولسواليو سره نښلولو نه علاوه، دا به د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو(فاټا) باجوړ ايجنسۍ او پسمانده سيمو ته د لور دیر ولسوالۍ له لارې په اسانه لاس رسي برابر کړي."

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک له مخې، د دې پروژې لګښت ۴۱ ملیارده روپۍ (امریکايې ۴۱۰ميليونه ډالره) دی او چارواکي هيله لري چې دا به په ۱۸ مياشتو کې بشپړه کړی شي.

هغه په صوابۍ کې د اګست په ۲۵ مه د سوات موټروې پرانستلو په موقع وويل، سوات موټروی به "په ملاکنډ ډويژن کې د اقتصادۍ پراختیا يو نوی دور او د روزګار موقعې رامنځته کړي."

هغه وويل، د دې پروژې قرارداد فرنټير ورکس آرګنايزيشن ته د عامه-خصوصي مشارکت له مخې ورکړی شو.

خټک د موټروی پرانستلو په مراسمو کې وويل، "زه په خپله د دې د پلي کولو څارنه کوم چې په شفافه توګه د دې پروژې په وخت بشپړول يقيني کړم."

هغه وويل: "د لرې پرتو سيمو او د هغه سيمو چې د وسله والو له خوا ځپلی شوي دي پراختیا د خېبرپښتونخوا د حکومت لومړیتوب دی."

هغه وويل، د خېبرپښتونخوا اوسیدونکو ژوند ښه کولو لپاره داسې پرمختیايي پروژې ضروري دي.

خټک وويل: "د سوات موټروی موخه دا ده چې د سيلانيانو د ليدنو کتنو او د فارم تولید زیاتولو او په سیمه کې د سوداګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا له لارې د ترهګرۍ ځپلی ملاکنډ ډويژن راژوندی کړي."

هغه وويل، ښه کافی ځمکه موجود ده. کارکوونکې به کولای شې چې له ځايي اوسيدونکو لږ غوندې بې ځایه کيدلو سره دا سړک جوړ کړي.

د ښه ژوند حالات

د خېبرپښتونخوا شورا رئيس اسد قیصر وويل: "د سوات موټروې لويه پروژه به په ملاکنډ ډويژن کې د سوداګرۍ او تجارت نوي موقعې رامنځته کړي چې دا به د دې هغو اوسيدونکیو ته ګټه ورکړي چې د اورپکۍ څخه یې ډیرې ستونزي ګاللي دي."

هغه د پروژې پيلولو په اړه په خپل يو پيغام کې وويل، دا پروژه به کارونه رامنځته کړي او د ملاکنډ او نورو سيمو تر منځ اړيکي به ښه کړي.

هغه وويل: "په ملاکنډ کې جلا ټولنو او وروسته پاتي سیمو ته مستقیم لاس رسی برابرول به د پرله پسې اړيکو له لارې ټولنیز توافق ته وده ورکولو کې مرسته وکړي."

هغه وويل، سربيره پر دې، دغه پروژه به په موجوده ملي لوی سړک اين-۴۵ ترافيکي ګڼې ګوڼې کمولو کې مرسته وکړي.

د سوات د سوداګرۍ او صنايعو خونو عمومي منشي اقبال خان وويل: "د سوات موټروې پروژه ډېره د ستاینې وړ نوښت دی او دا به د ملاکنډ ډويژن کمزوري اقتصاد باندي ډېر مثبت اغېز وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، ډېر ځايي اوسېدونکي د دې نوښت ستاينه کوي او د خپل ژوند معیارونو کې د مثبت بدلون هيله لري.

هغه وويل: "د ملاکنډ اقتصاد په بشپړه توګه پر سیاحت سکتور انحصار لري چې په سيمه کې د وسله والو لخوا دړې وړې شوی وو." "په هېواد کې د سولې د ټینګښت او د داسې پروژو پيلولو وروسته د ملاکنډ خلک به په خپلو سيمو کې له لاسه ورکړی جلال بيا وويني."

د سوات د هوټلو د ټولنې مشر زاهد خان وويل: "په سیمه کې خلکو ته په اسانه بازار ته لاس رسې برابرولو نه علاوه، نوي او لنډه لاره جوړول به زيات سيلانيان جلب کړي.

زاهد له خېبرپښتونخوا چارواکوڅخه وغوښتل چې دوی دې په ملاکنډ کې پر متصل سړکونو تمرکز وکړي کوم چې په ۲۰۱۰ کال کې د سېلاب لخوا زيان ترلاسه کړی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500