جرم او انصاف

پاکستاني اقليتونه د امنيتي ځواکونو ستاينه کوي

ظاهر شاه لخوا

چارواکي د سپټمبر په ۲۶ مه په پېښور کې دوه شکمن کسان وړاندې کوي. دغه کسانو په پيښور کې په مسيحي ټولنې د سپتمبر په ۲مه په تروریستي برید کې مرسته کړې وه. [ ظاهر شاه لخوا]

چارواکي د سپټمبر په ۲۶ مه په پېښور کې دوه شکمن کسان وړاندې کوي. دغه کسانو په پيښور کې په مسيحي ټولنې د سپتمبر په ۲مه په تروریستي برید کې مرسته کړې وه. [ ظاهر شاه لخوا]

پېښور - په پاکستان کې اقليتي ډلې چې د ترهګرو له خوا د څو لسيزو راهیسي په نښه شوي دي د پاکستان د قانون پلي کوونکو ادارو ستاینه کوي چې د دوی دوامداره خوندیتوب او امنیت يقيني کړی دی.

د سپتمبر په ۲ مه پر مسيحي کالونۍ د پيښور ښار په یو ګاونډ کې بريد د خيبر پښتونخوا (KP) اقلیتونه په خطر کې واچول خو د امنیتي ځواکونو چټک غبرګون او د هغوی لخوا د شکمن مجرمانو چټک نیول هغوی ته د سکون احساس ورکړی دی.

اوس هغوی وايي، دوی فکر کوي چې دوی د پخوا په پرتله زیات خوندي دي.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) يوې ډلې جماعت الاحرار پر ورسک سړک د دغه برید مسوولیت منلی دی. ترهګرو چې ځانمرګي واسکټونه یې اغوستي وو له امنيتي ځواکونو سره د پوځي چورلکو په ملاتړ په یوبل ډزې وکړې. د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې وويل چې ټول څلور تنه ووژل شول.

په دغه بريد کې دوه سرتېري، د پوليسو يو افسر او دوه ملکي امنيتي ساتونکي ټپيان شول.

د پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه د سپتمبر په ۲۶ مه پاکستان فارورډ ته وويل، د پاکستان امنيتي ځواکونو ډېر ژر د بريد وروسته درې شکمن تسهيل کونکي ونیول. کيدای شې چې څلورم شکمن کس افغانستان ته تښتېدلی وي.

باجوه وویل، د قانون پلي کوونکو ادارو زيات مالومات تر لاسه کړي دي چې د نورو پلان شوې بريدونو مخنيوی به وکړي.

باجوه د درې شکمن کسانو نيول "يو ستر برياليتوب" وبلل.

په عین حال کې، د پولې دواړو خواوو ته د ترهګرو د بريدونو د مخنيوي لپاره د پاکستان ځواکونه د افغانستان د سرحد په اوږدو کې په يو حفاظتې ديوال جوړولو کې بوخت دي. باجوه وويل، دوی د پوستونو ۲۰٪ برخه بشپړه کړې ده. دغه پوستونه د افغانستان د پولې لپاره پلان شوي دي او دغه پوستونو ته يې سرتېري استولي دي.

هغه وويل: "[د تروریستي عملیاتو پر ضد] خیبر III عمليات د پاکستان او افغانستان پولې په اوږدو کې په بریالیتوب سره دوام لري." "د راجګال سيمه پاکه کړی شوې ده. موږ پوستونه جوړوو چې د ټولو ګواښونو مخنيوی وکړو."

هغه وويل، د جولای راهیسې، پاکستاني ځواکونو د استخباراتو پر اساس ۱،۴۷۰ عملیات ترسره کړي دي، ۱۴ تروریستي بریدونه يې شنډ کړي دي او هغه ټوله شبکه یې نیولي ده چې د سپتمبر په ۲ مه د مردان ولسوالۍ د محکمو په ځانمرګي بريد کې یې لاس لرلو.

په دغه ځانمرګي بريد کې ۱۳ کسان ووژل شول.

د ضرب عضب عملیاتو ستاینه

په پېښور کې د ټول پاکستان هندوانو د حقونو غورځنګ مشر او د اقليتي حقونو لپاره د ملي لابي پلاوي غړي هارون سرب ديال وويل: "غير اسلامي ټولنه د مسیحي کالونۍ د بريد د تسهيل کونکې د سملاسي نيولو ستاينه کوي او موږ به غواړو چې هغوی دې ژر تر ژره محاکمه شي او سزا ورته ورکړی شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د قانون پلي کوونکو ادارو 'پر ضد اقدامات ډیر ښه شوي دي چې عام وګړي ته يې په هوسا زړه د ساه اخيستلو موقع ورکړې ده."

هغه زياته کړه، "پيښوري به موافقه وکړي چې ژوند د پنځه کالو مخکې په پرتله خوندي دی." هغه د تروریستي شبکو ملا ماتولو کريدت ضرب عضب عملیاتو ته ورکړو."

پوځ په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د جون په مياشت کې ضرب عضب عمليات پيل کړل. دغه عمليات تر نن ورځې پورې دوام لري.

د پېښور د سکهانو د ټولنې مشر او د عوامي ملي ګوند (ANP) مرکزي کميټۍ غړي سردار جتیندر سنګ پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د خپل ولس او د پاکستان د دفاع لپاره چمتو يو."

هغه وويل: "پرمسيحي کالونۍ ناکامه برید ښيي چې زموږ د قانون پلي کونکي ادارې چمتو دي چې د ترهګرو د هر ډول بزدلانه بريدونو مخه ونيسي." هغه زياته کړه، "د هغه ترهګرۍ شبکې ماتول چې پر مسيحي کالونۍ او د مردان د محکمې په بريدونو کې ښکېل ول، د قانون پلي کونکو يوه ستره لاسته راوړنه ده."

هغه وويل: "موږ باید دا جګړې وګټو او ترهګرو ته د پاکستانیانو برمته کولو اجازه ورنه کړو." "مونږ که مسلمانان يو یا غیر مسلمانان يو خو ټول د دوی پر ضد جګره کې متحد يو."

په پېښور کي يو وکیل شوکت غلام وايي، پاکستانۍ مسيحي ټولنه د قانون پلي کولو ادارې څخه مننه کوي چې دوی پر ورسک سړک د پيښې مخنيوی وکړو او عاملين يې ونيول.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د پاکستان بد نامولو لپاره اقلیتونه په نښه کول يوازې يوه توطيه ده." هغه زياته کړه، "موږ دا پيغام ورکوو چې [ترهګر] پاکستانيانو ته ماتې نه شي ورکولې که هغه مسيحي، هندو، سک او یا نور کسان وي. هغوی ټول يو دي."

هغه وويل، په خیبر پښتونخوا او د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو (فاټا) کې د عيسايانو د ځايونو د خونديتوب لپاره ځانګړي اقدامات اړین دي.

"خو دا ډېره هڅوونکي خبره ده چې [د قانون پلي کونکي ادارو] هغه تروريستي شبکې ماتې کړې کومو چې پر مسيحي کالونۍ او مردان په محکمې بريدونه پلان کړي وو."

د قانون پلي کونکي ادارې چمتو دي

د خیبر پښتونخوا ولايتي شورا يوې ښځينه غړي نګهت اورکزۍ وويل: "د مسیحي کالونۍ او مردان بريد کونکیو نيولو او وژنو يو ډېر روښانه پیغام ورکړی دی چې د قانون پلي کوونکي ادارې چمتو دي چې د دغو ترهګرو طرحې شنډې کړي."

د پېښور پوهنتون زده کونکي سعدیه اقبال وويل: "موږ بايد ژر ځواب ورکړو لکه څنګه چې موږ د مسيحي کالونۍ برید په صورت کې ورکړو." "دا [ ترهګرو] ته یو روښانه پیغام ورکوي: مونږ باندې په تیاره کې د برید کولو جرات ونه کړئ؛ زموږ ځواک چمتو دی چې تاسو ته ماتې درکړي."

په پېښور کې د پوهنځی یوه زده کونکی رحيم دل يار پاکستان فارورډ ته وويل چې د مسيحي کالونۍ شکمن کسانو چټک نیول "يو لوی برياليتوب او د قانون پلي کولو او همدارنګه د عامو خلکو لپاره د مورال ښه کولو يو لامل دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500