تروريزم

پاکستان د ترهګرۍ تمویل پرضد ګامونه اخلي

عديل سعيد لخوا

د FIA چارواکي په پېښور کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۰ مه هغه اسعارونه ښيې کوم چې دوی د پيسو مینځلو پر ضد عملياتو کې نيولي دي. [عديل سعید لخوا]

د FIA چارواکي په پېښور کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۰ مه هغه اسعارونه ښيې کوم چې دوی د پيسو مینځلو پر ضد عملياتو کې نيولي دي. [عديل سعید لخوا]

پېښور - د پاکستان چارواکي د منع شوې افراطي سازمانونو او د هغوی تسهيل کونکو بانکي حسابونو بندولو له لارې د ترهګرۍ تمویل پر ضد ګامونه اخلې.

د پاکستان سټیټ بانک (SBP) د سپټمبر په ۸ مه ټولو بانکونو او مالي ادارو ته لارښوونې وکړې چې د هغه ۲،۰۲۱ منع شوې سازمانونو او اشخاصو حسابونه بند کړي د کومو نومونه چې د پاکستان تروريزم ضد قانون ۱۹۹۷ څلورم جدول کې موجود دي.

د SBP وياند عابد قمر پاکستان فارورډ ته وويل، دغه لارښوونه د منع شوې سازمانونو او کسانو په وړاندې مبارزې لپاره د کورنیو چارو وزارت او د ملي ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (NACTA) سره سمون لري.

عابد قمر وايي، د عملياتو په لومړي پړاو کې SBP بانکونو ته د هغه ۲،۰۲۱ پيسې جمع کوونکيو نومونه واستول د کومو چې حکومت حسابونه بندول غواړي.

چارواکو بانکونو ته د دوو اونيو وخت ورکړو چې د هغوی حسابونه دې بند کړي. عابد قمر زياته کړه چې SBP په پام کې لري چې د نورو ۱،۳۱۹ پيسې جمع کوونکيو نومونو بل لسټ ژر صادر کړي.

هغه وويل، چې د افرادو او سازمانونو له۳،۳۰۰ څخه زيات نومونه له NACTA څخه تر لاسه کړی شوي دي. دا نومونه هله ترلاسه شول کله چې چارواکو دوی په ترهګرۍ سره اړونده فعالیتونو لاس لرلو کې تورن کړل.

هغه وويل: "دا لومړی ځل دی چې SBP له تروریزم سره د تړاو لرلو په شک کې د حسابونو یو زیاته شمیره بنده کړي ده."

عابد قمر وويل: "SBP به د خپل لارښودونو په پلې کولو باندې په بشپړه توګه نظر وساتي."

د SBP له مخې، د ۲۰۲۱ سرکښ حساب لرونکیو کې د پنجاب ولایت ۱۴۴۳ کسان شامل دي او نور له ټول هېواد څخه دي.

عابد قمر وايي، چې په دغه ۲۰۲۱ کسانو کې يوم کس هم له خیبر پښتونخوا (KP) سره اړه نه لري خو په دويم لست کې د ۱۳۱۹ کسانو اکثریت له خېبرپښتونخوا څخه دی.

په لست کې د مولوي عبدالعزيز چې په اسلام اباد کې د لعل مسجد ستر ملا دی او د اهل سنت والجماعت مشر مولوي احمد لوديانوي نومونه شامل دي.

په پېښور کې يو خبریال وسیم احمد شاه چې قانوني بهير ته کوريج ورکوي څرګنده کړه: "د تروریزم ضد قانون ۱۹۹۷ يوولسمه برخه دا اختيار ورکوې چې د منع شوې کسانو حسابونه بند کړی شي یا د هغوی نور ملکیت په مستقيم او يا غير مستقيم ډول ضبط کړی شي."

په سم لوري يو ګام

د پاکستان امنیتي کارپوهان او چارواکي ترهګرۍ سره د جګړې په برخه کې د دې اقدام هرکلی کوي.

د ډان خبرې اژانس راپو ورکړ چې د NACTA پخواني ناظم طارق پرويز وويل: "دا د يوې لويې مودې وروسته په سم لوري يو ګام دی."

هغه وويل، دغه پرېکړه د عمل ملي پلان (NAP) چې حکومت د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په مياشت کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره تصویب کړ پلي کول يقينې کوي.

پرویز د ترهګرو په وړاندې د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه: د هغوی پاسپورټونه او د وسلو جوازونه بندول او د هغوی په سفر بنديز لګول.

په پېښور کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) مرستيال مشر رضوان شاه وويل: "د ډيرو خلکو حسابونه بندول به له هغه دولتي ادارو سره چې له مخکې نه په هېواد کې د ترهګرۍ تمویل بندولو لپاره کار کوي مرسته وکړي."

رضوان چې د FIA لپاره د پیسو تطهیر پرضد مبارزه کوي پاکستان فارورډ ته وويل، دا ډول پالیسۍ د NAP ستراتيژۍ يوه برخه ده چې د ترهګرۍ تمویل سره جګړه کوي.

رضوان وويل دا ډول پریکړې وخت او پام ته اړتيا لري. هغه د خبرو اترو په ځواب کې وويل چې چارواکي بايد مخکې داسې ګام اخيستی واې.

د اسعارو تبادلې له لارې د پیسو مینځل او بانکونه بندول

هغه وويل، FIA په پېښور کې د اسعارو تبادلې مینځل تر يو لوی حده پورې بند کړي دي. هغه زياته کړه چې استازي هره ورځ چاپې ترسره کوي او زيات شمير کسان يې نيولي دي.

هغه يادونه وکړه: "د SBP دا نوی ګام به د بانکونو له لارې په رسمي کچه د ترهګرۍ تمویل بندولو کې مرسته وکړي."

په پېښور کې يو ژورنالیست، لیکوال او د امنیتي چارو کارپوه عقيل یوسفزۍ وويل: "د منع اورپکو سازمانونو او کسانو بانکي حسابونه بندول يو ستر اقدام او سخت اړین کار دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "که موږ د ترهګرو مالي مرسته بندولو کې بریالي شو نو موږ به په اسانۍ سره د ترهګرۍ په وړاندې خپله جګړه وګټو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500