امنیت

د ملتان پولیس اتباع توانوي چې خپله دفاع پخپله وکړي

آمنه ناصرجمال

د سپتمبر په ۲۶مه د ملتان پولیسو اپ (اپلیکیشن) ښودل کیږي [آمنه ناصرجمال]

د سپتمبر په ۲۶مه د ملتان پولیسو اپ (اپلیکیشن) ښودل کیږي [آمنه ناصرجمال]

ملتان، پاکستان -- د پنجاب صوبې په ملتان ډسټرکټ کې پولیس خلکو ته هره هغه ممکنه وسیله په لاس ورکوي چې کولی شي د جرم او ترهګرۍ په هکله راپور ورکړي.

د ملتان ریجنل پولیس افسرسلطان اعظم تیموري پاکستان فارورډ ته وویل، «د جولای په ۲۸مه، د ملتان پولیسو د موبایل فون داسې یو اپلیکیشن وړاندې کړو چې د ملتان اوسېدونکي کولی شي چې د هغې په استعمال سره د هر جرم یا شکمنو پېښو په اړه راپور ورکړي.»

هغه وویل، د «ملتان پولیس» د سیل فون دغه ایپ له دې لینک نه را ډاونلوډ کیدی شيwww.multanpoliceapp.com

دغه اپلیکیشن ډېر خصوصیتونه لري چې د اتباعو خدمت نور هم په ښه توګه وکړي. تیموري وویل، «په هغه کې د زیرې الارم شامل دی چې پولیسو ته اجازه ورکوي چې د شکایت کوونکي موقعیت پرې معلوم کړي چې هغه چېرې دی یا ده. په دې طریقه پولیس کولی شي چې څومره ژر کېدای شي هغه تن وژغوري.»

د پاکستاني پولیسو د آی ټي سپیشلسټانو شفقت رسول، کلیم دانش او محمد حنیف دغه اپلیکیشن جوړ کړی دی.

تیموري زیاته کړه چې د سمارټ فون هغه کارونکي چې دغه اپلیکیشن یې لګولی وي به وکولی شي چې د یوه جرم د صحنې تصویرونه پولیس ته ولېږي.

هغه وویل، «تغیرات په چټکۍ سره را روان دي. نوې ټکنالوجیانې د پولیس افسرانو په ورځنیو کارونو کې مرسته کوي.»

یو څه وګورئ، یو څه ووایئ

تیموري وویل، کله چې ښاریان مجبور شي چې خپل ښار او ولس د خپل چاپېرچل په لیدلو سره خوندي کړي بیا د داسې تکنالوژۍ ابتکاراتو سخت ضرورت دی.

هغه وویل، «مونږ کوششونه کوو چې پولیس نور ډېر مؤثر جوړ کړو. د ملتان پولیس د جرم د کنټرول لپاره د ډیجیټل دنیا خوا ته مخکې تګ کوي.»

هغه زیاته کړه چې د تکنالوژۍ په برخه کې مخکې تګ او د سیل فون له لارې د مواصلاتي نیټ ورکونو زیاتېدا کولی شي چې پولیس افسرانو ته په ساحه کې د څېړنو ترسره کولو لپاره اسانتیاوې په لاس ورکړي.

دغه ګام وروسته له هغه رامنځته کیږي چې د پنجاب صوبې د لاهور پولیسو د جولای په ۳مه خپل انډرایډ ایپ د ښاریانو لپاره وړاندې کړو چې د جرمونو په په اړه راپور ورکړي.

په ځیرکتیا سره د تکنالوژۍ کارول

تیموري وویل، دا وخت د ملتان اپلیکیشن یوازې په انډرایډ باندې کار کوي، خو هغه به نورو پلیټفارمونو ته هم پراخ کړای شي.

هغه د مشخص کولو نه پرته وویل، ملتان پولیس وروسته له هغه د ایپ د انسټالولو تصمیم ونیو چې «په جرمونو کې اضافه وشوه». دغه اپلیکیشن به نه یوازې دا چې د پولیسو کار بهتر کړي بلکه د ښاریانو مشکلات به هم حل کړي.»

هغه زیاته کړه، په ملتان کې پولیس سټیشنونه په دې مکلف دي چې شکایتونو ته ځواب ووایي او د پرمختګ راپورونه وړاندې کړي.

د تیموري د دفتر له خوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ملتان پولیس اراده لري چې د تکنالوژۍ نور شکلونه هم ښه کړي. تیموري وویل، په دغو پلانونو کې دا هم شامل دي چې د پولیسو په ګاډو کې نوي کمپیوټرونه او سافټ ویر زیات کړای شي.

هغه وویل، «مونږ غواړو چې زمونږ کنیکشنونه چټک او ډېراعتباري وي.»

د ښاریانو له خوا ښه تقدیر

د قانون د تنفیذ ملاتړ کوونکي وایي چې دغه شان ابتکارات په یوه ژر بدلېدونکې دنیا کې چې د معلوماتو یو سیلاب په کې روان دی ضروري دي.

د ملتان یوه اوسېدونکي فراست چې دا اپلیکیشن یې د غلا د یوې پېښې په هکله د راپور ورکولو لپاره استعمال کړی وو پاکستان فارورډ ته وویل، «ملتان ایپ د قانون د تنفیذ ادارو او د عوامو ترمنځ مواصلاتي چینل پرانیزي. دغه ایپ د خلکو د پیاوړتیا په برخه کې ډېر کار کړی دی.»

په ملتان کې په بهاءالدین ذکریا یونیورسیټۍ کې یوې زده کوونکي سعدیې وویل، «دا ایپ یو غټ ابتکار دی. دا کېدای شي چې د ښځو په خوندي ساتلو کې ډېر زیات کومک وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه د ملتان پوليسو ډير ښه

ځواب

ما ستاسو په فیس بک لیکال وکړل خو نه پوهېږم چې هلته نه تاسو ته در رسيږي که نه.‌ ما ولیکل چې دا خو ښه سیستم دی لاکن د پاکستان خپلې استخباراتي‌ ادارې په لوی لاس ترهګرې ډلې تربیه کوي او بیا یې هند، افغانستان، بنګله دېش او نورو ملکونو ته لېږي او هلته د دغو ترهګرو په وسیله انسانان وژني.‌ ښه مثالونه یې د حقاني شبکې او د حافظ سعید ډلې دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې یې د جهاد او مجاهدینو په نومونو تربیه کوي او بیا دوی د سپو په شان استعمالوي او ګاونډیان او د نړۍ نور خلک پرې داړي.‌ دا کار پاکستان په هغو پیسو کوي چې له امریکا او نورو غربي ملکونو نه یې د مرستې او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره ترلاسه کوي.‌ امریکا او د نړۍ نور غټ قوتونه باید د پاکستان د داسې منافقتونو مخه ونیسي،‌ او تر ټولو ښه طریقه یې دا ده چې پاکستان د هغه په اجزاوو پښتونستان،‌ بلوچستان،‌ سندودېش او پنجاب ووېشل شي چې دنیا دغه د سرطان دانې له غمه بې غمه شي.‌

ځواب

دا هند دی چې پاکستان او افغانستان ته ترهګر ليږي او په افغانستان کې د "ټي ټي پي" او "داعش" بنيادونه جوړوي. دا يوازې د ترهګرۍ لپاره دي او د کلبوشن جاديو په شکل کې دا ثابت شوي دي. هند څنګه وايي چې دا د انسانيت هيواد دی؟ دا په بشپږه توګه غلطه خبره ده ځکه چې دا په کشمير کې ثابته شوې ده.

ځواب