تروريزم

د خيبر ايجنسۍ په تحصیل کې پر هوايي ډزو او اورلوبو بنديز ولګیدو

دانش يوسفزۍ لخوا

په خيبر ايجنسۍ کې هلکان د سپتمبر ۱۲مه له اورلوبو سره لوبې کوي. په قبايلي سيمه کې چارواکي د اورپکۍ مخنيوي لپاره پر داسې خطرناک لوبتکو بنديز لګوي. [دانش یوسفزۍ لخوا]

په خيبر ايجنسۍ کې هلکان د سپتمبر ۱۲مه له اورلوبو سره لوبې کوي. په قبايلي سيمه کې چارواکي د اورپکۍ مخنيوي لپاره پر داسې خطرناک لوبتکو بنديز لګوي. [دانش یوسفزۍ لخوا]

خيبر ايجنسي - د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل تحصیل کې مشران او ملکانان هيله لري چې په يو شمېرعامه فعاليتونو بنديز لګولو له لارې به امنیت ښه کړی شي.

مشرانو او ملکانانو له لنډي کوتل پوليټيکل ایډمنسټريشن سره پر هوايي ډزو (په هوا کې ډزې)، جوارۍ، اورلوبو او شرابو بنديز لګولو په اړه تړون وکړو.

جرګې تړون وکړو

دا تړون د سپتمبر په ۱۹ مه په لنډي کوتل کې په يوه لويه جرګه کې رامنځته شو. د شينواري، زخه خيل او شالماني قومونو مشرانو او د لنډي کوتل ایډمنسټريشن چارواکو غونډه وکړه چې د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو(فاټا) کې د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه خبرې وکړي.

دغه بنديز ټولنیز اهمیت لري ځکه چې دا د ټولنې د نورمونو سره سم دی او په قدامت پسند قبايلي سيمو کې دا يوه مهمه خبره ده.

مختلفو مشرانو په جرګه کې تقريرونه وکړل او له افراطیت سره مبارزه کې یې د پوليټيکل ایډمنسټريشن ستاينه وکړه، په داسې حال کې چې هغوی په ټولو قبيلو غږ وکړ چې د ټولنیز فساد پرضد مبازه وکړي. تقرير کونکيو وويل، چې دا کار به په سيمه کې دوامداره سوله بيا بحال کړي.

د زخه خېل سيمې اوسېدونکي سیراج افريدي پاکستان فارورډ ته وويل، غير اخلاقي فعاليتونه چې ناقانونه وګرځيدل تاوتریخوالي او نورو بد کارونو ته وده ورکوله.

هغه زياته کړه، داسې فعالیتونو په سيمه کې د سولې د ګډوډولو لپاره د ترهګرو بنسټ کېښودلو.

هغه وويل، د وسلو او ګوليدار ټوپکو جوړولو په آزاده توګه موجودتيا ستونزې ختمې نه کړې. هغه زياته کړه چې د وسلو په اسانه توګه تر لاسه کول یو چاپیریال رامنځته کړو چې د هغه څه دوستان يې وهڅول او له سخت دريځو ډلو سره یوځای شول.

هغه وويل، سربيره پر دې، هغه مرمۍ کومې چې له لوبتکي ټوپک څخه فاير کړی شوې وي زيات شمېر ځايي ماشومان ټپيان کړي دي چې ځینې ماشومانو په کې خپلې سترګې له لاسه ورکړي دي.

د هوايي ډزو بنديز موخه دا ده چې د مراسمو په ترڅ کې د پرله پسې تراژيدو پيښو لکه کله چې مرمۍ ځمکې ته راشي او څوک ووژني یا څوک شل کړي مخنيوی وکړی شې.

ځايي خبريال علي شينواري وويل: "یو شمیر ځوانان په مراسمو کې په سيمه کې په هوا کې ډزي کوي." "په حقيقي وسلو سره ډزي کول د ډلو تر منځ اکثر د طاقت او د غلبې خبره ګنلی شي. زيات شمېر خلک په تصادفي پيښو کې مړه شوي دي. يو شمير داسې مړه شوي کله چې هغوی پر يو بل ډزې وکړې."

نورې ناوړه پايلې

په دې جرګه کې ځينو مشرانو وويل، اورلوبو او هغه صنعت چې دا جوړوي په بشپړه توګه بې ضرره پديده نه ده.

هغوی خبرداری ورکړ چې اورلوبې بارود لري چې ترهګر دغه بارود له اورلوبو څخه شکوي او چاوديدونکې او نور بمونه ترې جوړوي.

د لنډي کوتل پوليټيکل تحصيلدار ارشاد علي وويل، د دې فعالیتونو د بندولو په اړه ګډه پریکړه د قبايلي مشرانو پرله پسې غوښتنو په پايله کې وشوه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دغه بنديز به په سيمه کې پر قانون او نظم وضعيت مثبت اثرات ثبت کړي." "موږ د ځايي مشرانو مرسته لرو."

د جوارۍ او شرابو پر ضد مبارزه به د هغه بد اخلاقه قبايلي غړیو شمېره کمه کړي چې په نورو بدکارو لکه افراطیت باندې یې تمرکز کړی دی. ګډونوالو له دې سره موافقه وکړه.

ارشاد علي وويل، د جوارۍ يو شمير اډې د لنډي کوتل په برخو کې فعاليت کوي. هغه له قومي مشرانو څخه وغوښتل چې هغه کسان دې په ګوته کړې کوم چې د دوی په سيمو کې د ګناه د کړنو پر شا ولاړ دي.

خبریال علي شینواري پاکستان فارورډ ته وويل، د افراطیت مخنيوي لپاره د لنډي کوټل مشرانو او چارواکو هوکړه وکړه چې د جوماتونو بهر او نورو عامه ځایونو کې د هغه لوډسپيکرونو کارولو باندې بنديز ولګوي چې د خلکو راپارولو کې ګټور کردار ادا کوي.

راغونډ تقرير کونکيو لکه عبدالرزاق، ملک خيال محمد شينواري او ګران باچا شالماني ژمنه وکړه چې له امنيتي ځواکونو او د لنډي کوتل پوليټيکل ایډمنسټريشن سره به په سيمه کې د ټول ټولنیز بد دودونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي

يو ځايي قبايلي مشر ملک عبدالرحمن رزاق د لنډي کوتل ایډمنسټريشن ستاينه وکړه چې دوی د ټولنيز ضد عناصرو په وړاندې مبارزه کې مشران شامل کړل.

يو بل قومي مشر ګران باچا شالماني هوکړه وکړه چې هغه به د فحشا او کرغيړنتوب پر وړاندې کمپاين کې له چارواکو سره مرسته وکړي.

د بنديز تر شا سزا

د بنديز پلې کولو لپاره چارواکي د سرغړونو لپاره د سختو سزاګانو پلان لري.

علی شينواري پاکستان فارورډ ته وويل، "هر هغه څوک چې د بنديز څخه سرغړونه کوي هغه به له ۵۰،۰۰۰ نه ۱۰۰،۰۰۰ روپو ( امريکايې ۴۷۸ نه ۹۶۵ پوري ډالره) پورې جريمه شي." "د دې پرېکړې ټولو هرکلی کړی دی چې په دې کې هغه ځوانان هم شامل وو چې زده کړې ته په وده ورکولو باندې يقين کوي."

هغه وويل، د پښتنو کلتور په حقيقت کې سوله خوښونکی کلتور دی.

هغه وويل: "د وسلو کلتور پر افغانستان د شوروي يرغل پر مهال رامنځته شو." "دې په افغانستان کې په پرله پسې جګړې او په سيمه کې د تروریستي فعالیتونو له کبله وده وکړه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500