امنیت

په پاکستان کې د عبادت په ځایونو باندې حملې کمې شوې دي

جاوېد محمود

پاکستاني پولیس د سپتمبر په ۲۶مه په اسلام اباد کې د یوه مسجد مخې ته د موټروانانو تلاشي اخلي. تجزیه نګاران وایي چې د ترهګرۍ ضد پراخو عملیاتو په ۲۰۱۶ کال کې د تېرو ۹ کالو په نسبت په مسجدونو باندې حملې کمې کړي دي.

پاکستاني پولیس د سپتمبر په ۲۶مه په اسلام اباد کې د یوه مسجد مخې ته د موټروانانو تلاشي اخلي. تجزیه نګاران وایي چې د ترهګرۍ ضد پراخو عملیاتو په ۲۰۱۶ کال کې د تېرو ۹ کالو په نسبت په مسجدونو باندې حملې کمې کړي دي.

اسلام اباد -- څېړنکاران وایي چې په پاکستان کې په عبادت ځایونو باندې په ۲۰۱۶ کال کې حملې ډېرې زیاتې راکمې شوې دي، چې اکثر د امنیتي حالاتو د ښه کېدلو او د جګړه مارانو پرضد د سختو عملیاتو په وجه دي.

یوه وروستۍ ځانمرګي حمله چې د جماعت الاحرار له اړخه د فاټا په مهمند ایجنسۍ سیمه کې وشوه او ۳۶ تنه لمونځ کوونکي یې ووژل دا خبره په قومي سطحه د توجه وړ وګرځوله.

خو د سپتمبر د ۱۶مې پېښه په ۲۰۱۶ کال کې یوازنۍ ترهګریزه حمله وه چې په پاکستان کې په یوه عبادت ځای باندې وشوه. امنیتي قوتونو د یوې بلې بمي حملې مخه ونیوله.

په ۲۰۱۵ کال کې ترهګرو شپږ ځلې په عبادت ځایونو باندې حملې وکړې چې ۱۱۱ کسان په کې ووژل شول او حمله کوونکي په کې هم ووژل شول.

د جنوبي ایشیا د ټیروریزم پورټال د معلومات تر مخه، د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ وختونو کې، په پاکستان کې په مسجدونو، امام بارګاوو او د اقلیت ګروپونو په عبادت ځایونو باندې خواوشا ۱۰۱ ترهګریزې حملې وشوې، چې ۱۳۶۶ کسان په کې ووژلی شول او ۲۷۴۸ نور په کې زخمي شول.

د ترهګرۍ پر ضد متحد شوي

په پېښور کې د امنیتي چارو څېړنکار او د فاټا پخواني امنیتي سکرټري بریګیډیر محمود شاه وویل، «ضرب عضب اپریشن [په شمالي وزیرستان کې د آرمي یو اپریشن چې د ۲۰۱۴ په جون کې شروع شو] په ملک کې د جګړه مارۍ په راکمولو کې یو مهم رول ترسره کړ. دغه اپریشن په شمالي وزیرستان کې د جګړه مارو محفوظ ځایونه، انفراسټرکچرې، د بم جوړولو یونټونه، ټریننګ سنټرونه او د وسلو ډیپوګان له منځه وېوړل.»

هغه وویل، شمال وزیرستان د عسکرو له خوا د پاکولو نه مخکې، «د ترهګرو د یوه مرکز په نوم پیژندل کیدو او د امنیتي قوتونو لپاره د نه ورتګ سیمه ګڼل کېدله.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د پوځي اپریشن له ترسره کېدلو نه د مخکې وخت په خلاف، اوس خلک د عبادت ځایونو، مارکیټونو، هوټلونو او عامه ځایونو ته د تګ په هکله وېره نه لري.»

هغه وویل، «نن ورځ خلک ځانونه ډېر په امن کې او محفوظ احساسوي... او په لویه کې دا د جګړه مارو پر ضد د پوځي اپرېشن په وجه دی. دغه کار د حکومت حاکمیت بیرته راژوندی کړ او د طالبانو سنګر او وېره یې ختم کړل.»

هغه وویل، هلته دلته حملې به کله کله ترسره کیږي، خو روان امنیتي اپریشنونه به په پاکستان کې جګړه مارۍ ته د پای ټکی کېږدي.

هغه وویل، «ځینې جګړه مارو له افغانستان سره په پوله سیمو کې ځانونه پټ کړي دي، خو د پاکستان امنیتي ځواکونه اپریشنونه ترسره کوي چې د جګړه مارو پټ ځایونه او د هغوی د تګ راتګ لارې له منځه وېسي.»

شاه په پاکستاني مقاماتو باندې تاکید وکړ چې کوشش دې وکړي چې له افغانستان سره پوله ټینګه کړي او په ملک کې پاتې ۱.۵ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل ملک ته ستانه کړي.

هغه وویل، د افراطیت او جګړه مارۍ د له منځه وړلو او کمزوري کولو لپاره په اعظمي کچه د امنیتي ګامونو اخیستل ضروري دي.

پاکستانیان د مذهبي کشمکش پر ضد مقاومت کوي

په کراچۍ کې د امنیتي چارو څېړنکار ریټایرډ کرنیل مختار احمد بټ وویل، په شمالي وزیرستان کې اپریشن ضرب عضب د ملک په بېلابېلو برخو کې د جګړه مارو پر ضد عملیات ترسره کړل او په حساسو ځایونو کې یې د عبادت ځایونو امنیت ښه کړ او د ډېرو حملو کلچر یې له منځه وېوړ.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د عبادت ځایونه د جګړه مارانو لپاره نرم هدفونه پاتې شوي وو. هغوی په ډېرو مسجدونو، امام بارګاوو، چرچونو او ټیمپلونو باندې حملې وکړې چې په ملک کې مذهبي نفرت جوړ کړي.»

هغه وویل، حکومت، امنیتي چارواکي او د عبادت ځایونو مدیران باید امنیت کلک کړي او محلي ملکي خلک د امنیت د خوندي کولو په برخه کې دخیل کړي چې جګړه ماران لا نور منع شي.

په کراچۍ کې یوه امنیتي څېړنکار او د حکومتي ټیلی ویژن پي ټي وي د ډیپارټمنټ مشر اسدالله بټي وویل، «په سیند صوبه کې د امنیتي چارواکو له خوا هدفي عملیاتو او د مسلمانانو او غیرمسلمانانو لپاره بهتر کړای شوی امنیت دغه ځایونه له مکررو ترهګریزو عملیاتو نه محفوظ ساتلي دي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د پاکستان د نورو صوبو په شان، په سیند صوبه کې هم د مسلمانانو، مسیحیانو او هندوانو په عبادت خانو باندې ډېرې حملې وشوې، خو د جګړه مارو پر ضد عملیاتو [ضرب عضب] په ۲۰۱۶ کال کې په دې صوبه کې دغه شان حملې ختمې کړې.

هغه وویل، ترهګر په عبادت خانو باندې د دې لپاره حملې کوي چې په پاکستان کې د بېلابېلو مذهبي ډلو ترمنځ نفرت راپورته کړي، خو بهتر کړای شوی امنیت او د جګړه مارو پر ضد عملیاتو دا توطیه شنډه کړه.

هغه وویل، د لوی اختر په وخت کې، څو هفتې وړاندې، ترهګرو په شکارپور کې د شعیه وو د راټولېدلو یو ځای په نښه کړو، او یاده یې کړه چې پولیس افسرانو او ملکي امنیتي ګارډانو یو کس چې د ځانمرګي حملې اراده یې لرله ژوندی ونیولو.

بټي وویل، بل کس یې ځان ته دهماکه ورکړه چې ۱۱ تنان یې زخمیان کړل.

هغه وویل، د پاکستان خلک باید له امنیتي افسرانو سره لاسونه یو کړي چې عبادت ځایونه له ترهګرۍ نه خوندي کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ په صداقت سره ډېر شيان کنټرول کړي دي؛ نور شيان هم کنټرولولو ته اړتيا لري؛ مننه

ځواب

ډېره ښه مو لیکلې ده. ستاسو د په وخت خبرونو رسولو له امله مننه.

ځواب