تروريزم

پاکستانیانو طالبان د پولیو واکسین د کارکوونکو د وژلو له امله وغندل

اشفاق یوسفزی

یوه روغتیایي کارکوونکي د خیبر پښتونخوا ولایت په هنګو ولسوالۍ کې د سپتمبر په ۲مه د پولیو واکسین څاڅکو پروګرام اداره کوي.‌ [اشفاق یوسفزی]

یوه روغتیایي کارکوونکي د خیبر پښتونخوا ولایت په هنګو ولسوالۍ کې د سپتمبر په ۲مه د پولیو واکسین څاڅکو پروګرام اداره کوي.‌ [اشفاق یوسفزی]

پېښور -- طبي ماهرین، عالمان او میندې پلرونه د طالبانو په لاس د روغتیا د کارکوونکو چې د پولیو واکسین څاڅکو پروګرام اداره کوي وژل غندي او ژمنه کوي چې د دغې مخنیوي وړ ناروغۍ نه د پاکستاني ماشومانو په ژغورلو کې به خپل کوششونه جاري ساتي.

په وروستیو هدفي وژنو کې، طالب جنګیالو د سپتمبر په ۱۱مه ډاکټر ذکاءالله خان د پولیو واکسین د بندولو لپاره د خپلې اجنډې د برخې په توګه په پیښور کې ووژلو.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) نه بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار د هغه د وژلو مسؤلیت په سر واخیست او ویې ویل چې دې کار ته به دوام ورکړي.

خو د خیبر پښتونخوا د واکسینیشن د پروګرام د مشر ډاکټر ایوب روز په وینا، د طالبانو له خوا د پولیو کارکوونکو پر ضد جاري کمپاین په دې کې ناکام شوی چې د معافیت یا ایمیونایزیشن پروسه ټکنۍ کړي او د پولیو د کیسونو شمېر ډېر کم شوی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «جنګیالو له ۲۰۱۲ را په دې خوا د پولیو کارونو ضد ترهګرۍ کې ۴۰ کسان وژلي او ۴۱ کسان نور یې زخمي کړي دي. خو واکسینیشن په منظم شکل سره روان دی ځکه چې وېره نشته او خلک د طالبانو پروپیګنډه نه مني.»

هغه وویل، «په دې ولایت کې سږ کال تر اوسه پورې ۷ کیسونه ریکارډ شوي دي او تېر کال په دومره وخت کې دا ۲۰ کیسونه وو او دا په دې معنی ده چې خلکو د واکسینیشن د بندولو لپاره د طالبانو اواز رد کړی.»

د پولیو کارکوونکي له ګواښونو سره سره په خپل استقامت ولاړ دي

ذکاءالله خان د زړورتیا یو مثال وو؛ هغه ته د جنګیالو له خوا ډېر زیات ګواښونه وشول خو هغه په تېرو ۱۰ کالو کې په پېښور کې د پولیو کارکوونکو مشرۍ ته دوام ورکړو. د هغه زوی سلیمان د دغې مخنیوي وړ بېمارۍ د له منځه وړلو په برخه کې د خپل پلار وفاداري وستایله.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دا زما د پلار غټ ارمان وو چې وګوري چې صوبه له پولیو نه پاکه شوه او دا چې ماشومان په صحت سمبال لویېږي. په دې وجه، هغه اکثر وختونه د هغو ګواښونو خیال نه ساتلو چې هغه ته به کېدل.»

هغه وویل، «طالب جنګیالي غواړي چې ماشومان له واکسینشن نه محروم پاتې شي او هغوی معیوب رالوی شي، خو هغوی به په دې برخه کې تورمخونه پاتې شي.»

د ۲۰۱۳ په می میاشت کې جنګیالو یوه بله واکسینیټره ذینت شاه په پيښور کې ووژله. د ذینت کشرې خور شایسته بي بي د هغې په ځای په واکسینیشن کمپاین کې کار شروع کړو.

شایسته بي بي پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ د واکسینیټرانو پر ضد د جنګیالو د حملو غندنه کوو او هغوی ته اخطار ورکوو چې دغه تکتیکونه به کار ونه کړي او مونږ به ماشومانو ته د واکسینونو کولو ته دوام ورکړو.»

کله چې له هغې نه پوښتنه وشوه چې سره له دې چې د هغې مشرۍ خور ووژل شوه بیا ولې هغه په دغه کمپاین کې برخه اخلي، شایسته بي بي وویل چې هغه غواړي چې له حکومت سره مرسته وکړي چې د پولیو مخه ونیسي.

هغې وویل، «پولیو د ماشومتوب یوازنۍ داسې بېماري ده چې کېدای شي له جهان نه د واکسین لګولو په طریقه بالکل ختمه شي.»

پوځ، پولیس د واکسینیشن مرسته کوي

په قبایلي سیمو (فاټا) کې د پولیو یو مشر افسر ډاکټر افتخارعلي د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د کامیابۍ په وجه خوشحال دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ د پولیو د کارکوونکو د شجاعت ستاینه کوو چې له ګواښونو سره سره خپل کارونه ترسره کوي. په وزیرستان کې په ۲۰۱۴ کې شروع شوي پوځي اپریشن له میندو پلرونو سره مرسته وکړه چې خپلو بچو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.»

هغه وویل، «د پاکستان پوځ، چې په فاټا کې یې اپریشن روان کړی دی، واکسینیټرانو ته پوره پوره امنیت ورکوي، او د هغو ۱ میلیون ماشومانو ته چې د پولیو د واکسینیشن په کمپاین کې هدف ګرځول شوي دي ځانونه رسوي.»

هغه وویل، په فاټا کې د ۲۰۱۵ کال د ۱۶ کیسونو په نسبت په ۲۰۱۶ کال کې یوازې دوه کیسونه ریکارډ کړای شوي دي.

علي وویل، «ترهګر په دې کې ناکام شول چې د ښه امنیت لرلو او د کارکوونکو د کلکې ارادې په وجه د پولیو د معافیت یا ایمیونایزیشن پروګرام ته تاوان ور ورسوي. تر دې چې ځایي ولسونه د واکسینیشن پروګرام سره مرسته کوي.»

د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر شهرام ترکۍ وویل چې حکومت د پولیو کارکوونکو ته د هغوی د زړورتیا او د ترهګرو په مقابل کې د ودرېدلو په وجه تقدیرنامې ورکوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «په هر میاشتني کمپاین کې، مونږ پولیس او د آرمي عسکر د دې لپاره په کار اچوو چې یقیني کړي چې په صوبه کې هدف ټول ۵.۴ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورسیږي. په ځینې ځایونو کې، امنیتي پرسونل ماشومانو ته د څاڅکو ورکول اداره کوي.»

هغه وویل، «د میندو او پلرونو په منځ کې د واکسینیشن د اهمیت په هکله ډېره خبرتیا رامنځته شوې ده.»

د ماشومانو حفاظت یوه اسلامي فریضه ده

د شمالي وزیرستان ایجنسۍ یوه اوسېدونکي احسان خان وویل، «زما مشر زوی ته واکسین نه وو شوی او هغه درې کاله مخکې فلج شو.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «طالب جنګیالو سکولونه او هسپتالونه وران کړل او بیا یې واکسینیشن بند کړو چې ماشومان له معیوبیتونو سره مخامخ کړي. د دوی دا کار له اسلامي هدایاتو نه خلاف ورزی وه ځکه چې اسلامي هدایات میندو او پلرونو ته وایي چې د خپلو ماشومانو حفاظت وکړي.»

هغه وویل، «زه په وزیرستان کې له پوځي اپریشن نه مننه کوم چې جنګیالو ته یې ماتې ورکړه او د واکسین کولو له پاره یې لاره خلاصه کړه.»

په پیښور کې یوعالم مولانا جهانزېب خان وویل چې هغه جنګیالو ته د صحت د کارکوونکو د هدف ګرځولو په وجه په قهر دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دا غیر اسلامي کار دی چې ماشومانو ته د واکسین مخه ونیول شي. مونږ د هر داسې کوشش غندنه کوو چې ماشومان له واکسین نه پاتې کوي او مونږ له میندو او پلرونو نه غوښتنه کوو چې د واکسین په مقابل کې د تبلیغ کوونکیو خبرو ته غوږ ونه نیسي او د دې بېمارۍ په مقابل کې د خپلو ماشومانو حفاظت وکړي.»

هغه وویل، د طالبانو دا پروپیګنډه چې واکسین د انسان د شنډېدلو او کمزوري کېدلو سبب ګرځي کاملا بې بنیاده ده.

هغه وویل، د خولې له لارې واکسین په اسلامي ملکونو کې امتحان شوی دی او په هغه کې هیڅ داسې شی نشته چې هغه دې کوم مشکل رامنځته کړي. «نړیوالې ټولنې پولیو له نړۍ نه د عین دغه شان واکسین په کارولو سره ختم کړی دی.»

هغه وویل، «مونږ د حکومت له خوا د پولیو د له منځه وړلو د کوششونو پوره پوره حمایت کوو چې زمونږ ماشومان له بېماریو نه خلاص کړي او پاکستان د صحت مندو خلکو په کومک سره یو خوش بخته ملک وګرځوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500