اسلام اباد -- پاکستاني امنیتي چارواکي او تحلیلګران په دې سره یوه خوله دي چې داعش په پاکستان کې د ودې له پاره هېڅ ځای نه لري.
د پوځ ویاند ډګرجنرال عاصم سلیم باجوه وویل چې، «پاکستان د داعش اورپکي نه قبلوي.»
د داعش په وړاندې دښمني
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «خلک له ترهګرۍ نه ستړي دي. په پاکستان کې د داعش کوم با قاعده حضور نشته، او که چېرې د دغه ګروپ کوم ښکاره کار ولیدل شي هغوی ته به ماتې ورکول شي.»
هغه وویل، «مونږ دې ته تعهد لرو چې د جګړو او جګړه مارانو پر ضد وجنګیږو.»
یوه امنیتي تحلیلګر او په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ رییس محمد امیر رانا وویل چې د داعش له خوا هره هڅه چې پاکستان ته خپل جنګیالي راولي به له سخت مقاومت سره مخامخ شي.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «له سوریې او عراق سره په فرق، دا به د داعش له پاره سخته وي چې خارجیان دې ته تشویق کړي چې په پاکستان کې جګړه وکړي. ډېر خارجي جنګیالي د وروستي پوځي اپرېشن [چې د ۲۰۱۴ په جون کې شروع شو] له وجې یا له دې وجې چې د منځني ختیځ (میډل ایسټ) په جګړو کې برخه واخلي، له پاکستان نه وتښتېدل.
هغه وویل، «داعش ونشوای کولی چې په جنوبي اسیا کې داسې کریزماتیکه رهبري پیدا کړي چې نوي کسان پرې جلب کړي. د تجربه لرونکي مشر یا رهبرۍ په نه موجودیت کې، شاید چې په پاکستان کې داعش ونشي کولی چې په ځمکه باندې خپله واکمني هغه شان چې په منځني ختیځ یا میډل ایسټ کې ده جوړه کړي او ویې چلوي.»
سره له دې چې په عراق، سوریه او لیبیا کې د داعش جګړو په پاکستان کې یو شمېر ځوان سړي او ښځې تر دې نفوذ لاندې راوستل چې په منځني ختيځ کې له داعش سره یوځای شي، خو اکثر هغه جګړه ماران چې په پاکستان او افغانستان کې د امنیتي ځواکونو په ضد جګړه کوي هغوی له داعش سره رابطه نه لري.
د تحریک طالبان پاکستان له خوا ردول
حتی د تحریک طالبان پاکستان مربوط ګروپونه د داعش مخالفت کوي.
د جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني په یوه ویډیو کې په خپل بیان کې چې په دغه ویډیو کې یې د اګست په ۹مه د کوېټې په یوه روغتون د وکیلانو او خبریالانو د په نښه کولو د ځانمرګې حملې مسؤلیت اخیستی دی وویل چې، «زمونږ حرکت له داعش او القاعده سره تشکیلاتي رابطه نه لري.» په یاده بمي حمله کې تقریبا ۷۰ کسان ووژل شول.
د استخباراتي بیرو عمومي رییس افتاب سلطان وویل چې په پاکستان کې دوه فرقه یي ګروپونه؛ لشکر جنګوي او سپاه صحابه له داعش سره روابط لري چې د هغوی له لارې له پاکستان نه کسان استخداموي او بیا یې په سوریه کې د جګړې له پاره لېږي.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د افغانستان - پاکستان سیمې ته د داعش د رسېدلو لومړۍ نښې په ۲۰۱۴ کال کې څرګندې شوې.»
هغه وویل، «هغوی د ټولنیزې میډیا، سکایپ او سایبرسپیس په استعمالولو او همدارنګه له شکمنو جګړه مارانو سره د آنلاین مواصلاتو له لارې جګړه ماران استخدام کړل.»
البته، امنیتي تحلیلګران په پاکستان کې د داعش له خوا د پښې اېښودلو د ځای ترلاسه کولو په رابطه کافي اندازه شواهد ویني.
له اسلام اباد څخه یوه دفاعي تحلیلګره او د پوځي چارو کارپوهه عایشه صدیقه وایي چې، «له داعش څخه پاکستان د لیدلو وړ ګواښ نشته.»
هغې وویل، په سوریه او عراق کې د خاورې په له لاسه ورکولو سره داعش کوشش کوي چې په افغانستان او پاکستان کې خپله ساحه پراخه کړي، خو هغه د محلي جګړه مارانو له خوا له ایډیالوجیکو اختلافونو او سیالۍ سره مخامخ کیږي.
هغې وویل، «د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر قوماندانانو له داعش سره فاصله وساتله،» او زیاته يې کړه چې د ټي ټي پي ټول مشران د داعش په مقابل کې دښمني نه لري. «نور یې پاکستان د داعش د خراسان د ولایت چې افغانستان او د منځنۍ اسیا یو شمېر برخې هم په کې شاملې دي، برخه ګڼي.»
هغې پاکستان فارورډ ته وویل، «داعش معمولا د طالبانو د تحریکونو ناراضي غړي ورجلبوي.» سربېره پر دې، داعش «په افغانستان کې د پراخ فقر او بې روزګارۍ له وجې» ژر متاثر کېدونکي ځوانان ورجذبوي.
هغې وویل، خو په پاکستان کې، داعش «تر اوسه پورې ډېر بریالی نه دی ځکه چې د ټولو جګړه مارو ګروپونو تر منځ فرقه یي اختلافونه موجود دي.»
تل دې وي د پاکستان پوځ
ځوابتبصرې 1