امنیت

پاکستان د اختر د امنيت لپاره ځانګړي تدبیرونه نیسي

ضياء الرحمن لخوا

د سېند پوليس په کراچۍ کې د سپتمبر په اتمه نيټه له لوی اختر څخه يو څو ورځې مخکې تيار او چمتو دي. پاکستاني چارواکي د درې ورځو چوټيانو په ترڅ کې د امنيت د ټينګښت لپاره ځانګړي تدابیر نيسي. دغه چوټيانې به د سپتمبر په ديارلسمه نيټه پيل کيږي. [ضیا الرحمن لخوا ]

د سېند پوليس په کراچۍ کې د سپتمبر په اتمه نيټه له لوی اختر څخه يو څو ورځې مخکې تيار او چمتو دي. پاکستاني چارواکي د درې ورځو چوټيانو په ترڅ کې د امنيت د ټينګښت لپاره ځانګړي تدابیر نيسي. دغه چوټيانې به د سپتمبر په ديارلسمه نيټه پيل کيږي. [ضیا الرحمن لخوا ]

کراچۍ - د پاکستان چارواکي ځانګړي اقدامات کوي چې په ټول هېواد کې له اختر مخکي او د اختر لمانځلو په ترڅ کې د خلکو خونديتوب يقينې کړي.

په پاکستان کې به لوی اختر د سپتمبر په ديارلسمه نيټه پیل شي. حکومت د درې ورځو عمومي چوټيانو اعلان کړی دی.

سخت امنيتي تدابير

ولايتي پوليسو چارواکي وايي چې امنيتي اقدامات شوي دي چې د اختر د مراسمو په ترڅ کې د هر ډول ناوړه پيښې مخنيوی وکړی شې.

په سيند کې د پولیسو عمومي مفتش الله دينو خواجه د سپتمبر په څلورمه نيټه د يوې غونډې مشرتوب وکړو. په دغه غونډه کې د امنيتي حالت ارزونه ترسره شوه او د چوټيانو په ترڅ کې د خلکو د ساتنې لپاره یو پلان جوړ کړی شو. د ولايت د ټولو ډويژونو او د پوليسو لوړ پوړي چارواکو د ویډیو کنفرانس له لارې په دغه غونډه کې ګډون وکړو.

خواجه سعيد وويل، د پولیسو چارواکو ته امر وکړی شو چې دوی دې تيار او چمتو پاتې شي او امنيتي پلان دې په جدي توګه پلي کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ټولو افسرانو ته ويلی شوي چې دوی دې په خپلو منطقو کې د اختر لمونځ امنيت يقينې کړې."

د بلوچستان د کور وزير مير سرفراز بګټي وايي، په بلوچستان کې هم چارواکو يو جامع امنيتي پلان جوړ کړی دی. په دې پلان کې به امنیتي ځواکونه په ځانګړي توګه د جوماتونو او د اختر لمانځه ځایونو ساتنې لپاره کارولې شې.

بګټي پاکستان فارورډ ته وويل: "د لویو لارو، بازارونو، سودا مرکزونو او نورو ځايونو امنيت به هم له اختر مخکې زيات کړی شي."

په کراچۍ کې میشت د امنیت يوه کارپوه صادق خان وايي، چې وسله والې ډلې په ټول هېواد کې د اورپکۍ پر ضد روان مبارزې لا امله نرم اهدافو ته مخ اړوي.

خان پاکستان فارورډ ته وويل، " وسله وال غواړي چې د مذهبي او مهم جشنونو په ترڅ کې بریدونه وکړي چې په اوسيدونکو کې ډار رامنځته کړي."

هغه وويل، که څه هم، د چارواکو لخوا د اتباعو ساتنې هڅې وسله والو ډلو ته د حملو کولو اجازه نه ده ورکړې.

وروستۍ لویه هڅه د ۲۰۱۳ کال د اګست په نهمه نيټه د وړکې اختر په شپه وکړی شوه کله چې په اسلام آباد کې امنيتي ساتونکو په يو جومات کې يو ځانمرګی بريد کوونکی وواژه او بريد يې شنډ کړو.

د څرمنو راټولو لپاره د چلند اصول

برسيره پردې، د پاکستان چارواکي اقدامات کوي چې د هغه اورپکي ډلو خلاف د خلکو ساتنه وکړي کوم چې خیریه جامه په توګه کار کوي او چې د داسې ډلو مخنيوی وکړي چې دوی د غواګانو څرمنې د ګټې لپاره راټولې نه کړي.

د څرمنو راټولول يو ګټور کاروبار دی چې هر کال په میلیونونو کلدارو قيمت لري او د سیاسي ګوندونو، مذهبي ډلو او منع شوې اورپکۍ ډلو يو شمېر غړي د څرمنو زيات تعداد راټولولو لپاره سيالي کوي.

پولیسو امر کړی دی چې د هغه ډلو پر ضد قانوني ګامونه پورته کړې شې کوم چې له اجازې پرته څرمنې راټولوي.

د پنجاب حکومت د سپتمبر په نهمه نيټه پر ۶۹ منع شوي سازمانونو له څرمنې راټولولو څخه بنديز ولګوو او د داسې ډلو یو لست يې ولسواليو ادارو ته واستوو.

د پنجاب د کور وزارت يو چارواکي محمد وقاص پاکستان فارورډ ته وويل، يوازې خيريه موسسې او هغه کسان چې د چلند اړوندو کوډ يې لاسلیک کړی دی، کولای شي چې څرمنې راټولې کړي.

برسیره پردې، ولايتې حکومت د لوډسپيکرونو، شعارونو او پوسټرونو او د خیریه او څرمنې راټولولو لپاره د کمپونو جوړولو باندې بنديز ولګولو.

د دغه اصولو له مخې د اختر په درې ورځو کې وسله، مهمات او لکړه ګرځول منع دي.

د جعلي خيراتي ادارو پر ضد عمليات

چارواکو په سېند کې ورته بنديزونه لګولي دي.

د سېند د کور وزارت د سپتمبر په لومړې نيټه د چلند اصول صادر کړ. د دې له مخې هغه ټول سياسي او خیریه ډلې چې په څرمنې راټولولو کې علاقه لري هغوی ته پکار ده چې له اړوندو چارواکو څخه اجازه تر لاسه کړي.

عمومي مفتش خواجه ولسوالۍ قوماندانانو ته لارښوونه وکړه چې د چلند اصول نافذ کړي.

پخوا هم حکومت په جعلي خيريه ادارو باندي د لوی اختر په ورځ له څارويو څرمنې راټولولو څخه بنديز لګولی و خو دغه منع شوې سازمانونه د بيلو نومونو لاندې فعالیت کوي.

امنيتي څېړونکي خان وويل: "د غه جعلي خيريه موسسې د وسله والو سره مرسته کوي چې د قانون د پلي کوونکو ادارو لپاره ستونزې رامنځته کوي او هغه مسلمانانو ته هم دهوکه ورکوي کوم چې دغه څرمنې وقف کوي."

په لاهور کې میشت يو څېړونکي شياق علي چې په يوه خيراتې ادارې کې کار کوي وويل، د هغه کسانو پر ضد سخت قانوني ګامونو کوم چې د څرمنو راټولولو لپاره د چلند اصولو پابندې نه کوي له ريښتوني خیراتي موسسو سره مرسته کړې ده چې دوی د پخوا په پرتله زياتې څرمنې ترلاسه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ په لاهور کې يو زيات شمېر [ناقانونه] شعارونه او پوسټرونه چې د څرمنې لپاره به یې غوښتنه کوله نه دي ليدلي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الله تعالی دي زموږ د پوځ ټولي ادارې، پولیس افسران او چاروکي چې زموږ د ساتنې لپاره له خپلو کورنيو څخه لرې پاتې کيږي خوندي وساتي. آمين. خدای مو وبخښه. ☺

ځواب