امنیت

د تریچ مير غره ته ختل د بهرنیو غره ختونکو لپاره نوي موقعې رامنځته کوي

محمد شکيل لخوا

په ۲۰۱۵ کال کې تریچ مير ښودل شوی دی. [سيد عمران شاه لخوا]

په ۲۰۱۵ کال کې تریچ مير ښودل شوی دی. [سيد عمران شاه لخوا]

پېښور - په دې وروستيو کې د دوو فرانسوي غره ختونکو لخوا د تریچ مير غره ته ختل پاکستان ته اميد ورکړی دی چې د ترهګرۍ ځپلي شوې ګرځندوی صنعت به بيا بحال شې. دا غر د هندوکش غرونو په لړ کې تر ټولو لوړ غر دی او د خیبر پښتونخوا (KP) چترال طرف ته يې مخ دی.

څارونکي ضرب عضب عملياتو ته کريدت ورکوي کوم چې په شمالي وزيريستان کې د ترهګرۍ ضد د جون ۲۰۱۴ کال راهیسې دوام لري. دغه عمليات د ترهګرو توان تباه کوي چې دوی مسافر وډاروي او پاکستان له سخت اړین ګرځندوی صنعت څخه بې برخې کړي.

په پاکستان کې ګرځندوی صنعت غره ته ختلو په ګډون هم زيان زغملې دی کله نه چې ۲۰۰۱ کال کې ترهګري رامنځته شوه. په ۲۰۱۳ کال کې په ګلګت بلتستان کې په ننګا پربت بيس کمپ کې د ترهګرو لخوا د لسو غره ختو نکو او يو لارښود وژنې وروسته بهرنیو غره ختونکو په ځانګړې توګه پاکستان ته توجه ور نه کړه.

په ۱۵ کلونو کې په لومړي ځل تریچ مير غره ته ختل

فرانسوي جوړې په جولای کې ۷،۷۰۸ ميټره لوړ تریچ مير ته ختلو له مخکې هیچا داسې کار نه دی کړی کله نه چې په ۲۰۰۱ کال کې د ایټالیا يو کس تریچ مير غره ته وختو.

د خېبرپښتونخوا د ګرځندوی شرکت ویاندې زارا عالم پاکستان فارورډ ته وويل، د خېبرپښتونخوا حکومت د دغه سفر انتظام وکړو خو د امنيتي دلايلو له امله يې پټ وساتلو تر څو چې غره ختونکې بريالي شوې نه وي.

هغې وويل: "د فرانسوي کسانو د وړتیا چې پرته له کومو پيښو د تریچ مير غره څوکې ته وخيژي او په خوندي توګه بیرته راشې د ضرب عضب عملیاتو وروسته د قانون او نظم حالت په اړه زموږ ادعا څرګندوي." "[د هغوی ختل] به بهرني غره ختونکې او ټيمونه جلب کړي."

هغې وويل، په کال ۲۰۱۴ د جون په مياشت کې د ضرب عضب عملياتو پيلولو وروسته په خېبرپښتونخوا کې هوايي ډګرونو او هوټلونو کې د نندارچيانو شميره کې ۶۰٪ زياتوالي راغلې دی. هغې دا د ګرځندوی صنعت لپاره يو ښه فال وګنو.

زاره زياته کړه چې د خېبرپښتونخوا چارواکي لګيا دي چې ګرځندوی صنعت راژوندی کړي او هغه وړتيا په ګوته کړي کوم چې د ترهګرۍ سازشونو لخوا د ولايت جوړ کړی شوی اميج کې بدلون راولی.

په پېښور کې د سحرايي ٹریولز څښتن ظهور دراني پاکستان فارورډ ته وويل، دغه فرانسوي غره ختونکو خېبرپښتونخوا ته يو اميد ورکړو."

د ګرځندوی د ښېرازۍ بيرته راتلو لپاره هيله لرل

هغه زياته کړه، که امنيت قوي پاتې شې نو خېبرپښتونخوا به ۱۹۷۰-۱۹۷۸ کلونو ښېرازۍ بيرته راتلل وينې چې هر کال به د بهرنيو ميلمنو ډک الوتکې شمالي سيمو ته سفر کولو لپاره راتلل.

هغه وويل، په دې ډارونکي وروستيو کلونو کې د غره ختونکو نورو هيوادونو ته توجه ورکړه ځکه چې دوی به پاکستان ته سفر کولو په اړه بيمه نه شوه ترلاسه کولې.

دراني زياته کړه، چې د فرانسوي غره ختونکو بيمه تر لاسه کول "د طالبانو له منځه وړلو وروسته ‌په پاکستان کې امنيتي حالت باندی د نړۍ باور په ګوته کوي."

د خېبرپښتونخوا غره ختونکې لارښود سيد عمران شاه پاکستان فارورډ ته وويل، په پاکستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ګرځندوي صنعت ناوړه حالت د تروریزم له کبله دی. هغه زياته کړه: "[هغوی] دلته غره ته ختلو پلانونه جوړول ودرول."

هغه وويل، دوه نور بهرني غره ختونکې "د تریچ مير غونډې ته اوس نژدې دي." "زه هیله لرم نور ټيمونه به راشي."

عمران وايي، چې چارواکې د چاڼیزو سندونو، ویزې او سفر جواز صادرولو کې آسانتيا له لارې نندارچيانو سره مرسته کولې شې.

د چترال ژورنالیست او د اې آر وائې خبري اژانس خبریال ګل حماد فاروقي پاکستان فارورډ ته وويل، په دي وروستیو کې بهرنيانو په دې وتوانیدل چې له اعتراض نه لرلو سند پرته په هغو سیمو کې سفر وکړي چې کوم ځای به مخکې دوی د پوليسو اسکارټ ته اړتیا لرله.

هغه وويل، په ۲۰۱۳ کال کې د ننګا پربت وژنې په ځانګړې توګه په غره ختونکو کې د پاکستان اميج ته زيان ورسوو.

هغه ویل: "ضرب عضب عملياتو کې د امنیتي ځواکونو برياليتوب وروسته په حالاتو کې په بشپړه توګه بدلون راغلې دی."

هغه وويل: "هغه خلک چې خپلې اصلي سيمې يې ... پرېښودلې وې کورونو ته بيرته راځي. "هغه کسان چې له ګرځندوي صنعت څخه خپل رزق ترلاسه کوي هغوی يو نوي راتلونکي ته ګوري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500