جرم او انصاف

اولسي پولیسو پروژه د پولیسو او د خلکو ترمنځ باور ته وده ورکوي

جاويد محمود لخوا

د اولسي پولیسو مشورتي غونډه د سپتمبر په شپږمه نيټه په مردان کې ترسره کړی شوه. په دغه غونډه کې ګډونوالو د پوليسو اصلاحاتو، د قانون حاکمیت، بشري حقونو او هغه لارو چارو په اړه خبرې کوي کوم چې د پوليسو او د خلکو ترمنځ باور ته وده ورکوي. [د څیړنې او د امنیت مطالعاتو مرکز لخوا]

د اولسي پولیسو مشورتي غونډه د سپتمبر په شپږمه نيټه په مردان کې ترسره کړی شوه. په دغه غونډه کې ګډونوالو د پوليسو اصلاحاتو، د قانون حاکمیت، بشري حقونو او هغه لارو چارو په اړه خبرې کوي کوم چې د پوليسو او د خلکو ترمنځ باور ته وده ورکوي. [د څیړنې او د امنیت مطالعاتو مرکز لخوا]

اسلام آباد - چارواکې وايي چې روان اولسي ( "ټولنه") پولیسو پروژه د خيبر پښتونخوا (KP) پوليس او خلک د پوليسو اصلاحاتو، بشري حقونو او د قانون د حاکمیت په اړه د پوهاوي رامنځته کولو له لارې يو بل ته نږدی راولي.

دغه پروژه په اپریل کې پیل شوه.

د څیړنې او د امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) په پوليس ځواک کې شفافیت او احتساب ته وده ورکولو او پر خلکو کې د پولیسو په اړه باور لوړلو لپاره د دغه پروژې پلي کولو هڅه کوي.

د CRSS اجرایی رئیس امتياز ګل پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ له مخکې نه په سيند او پنجاب ولایتونو کې د پوليسو د ظرفيت لوړولو، د قانون حاکميت، اداري اصلاحاتو او د ښه حکومتدارۍ لپاره پروژې بشپړې کړي دي او اوس مونږ په خېبرپښتونخوا کې د دغه پروګرام هڅه کوو چې دغه موخې تر لاسه کړو."

په اسلام آباد کې د مدني ټولنې سازمان تينک ټانک CRSS له مخې، وروستی هدف دا دی چې: "د خلکو او پوليسو تر منځ باور ته وده ورکړو او له خېبرپښتونخوا پولیسو سره مرسته وکړو چې دوی يو ځواب ورکونکي او پر ټولنې تمرکز کولو واله پوليس ځواک جوړ شي."

د اولسي پولیسو پروژې مشر، مالک مصطفی له مردان څخه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د ۲۰۱۶ کال د اپریل راهیسې په پېښور، چارسده او مردان کې د بحثونو او کنفرانسونو انتظام کوو چې خلکو ته د وروستیو پوليسو اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړو. دغه بحثونه او کنفرانسونه بشري حقونه او د سولې او امنيت ساتلو لپاره د پوليسو او عامو خلکو مسوولیت په ګوته کوي."

د آزاد بحثونو او همکارۍ غوښتنه

مصطفی وويل چې د اولسي پولیسو پروګرام د برخې په توګه، د پوليسو لوړ پوړي چارواکي له مدني ټولنې استازو او امنيتي کارپوهانو سره ناسته کوي چې په خېبرپښتونخوا کې د پولیسو د روان اصلاحاتو په اړه خبرې وکړي. هغه زياته کړه چې دغه پروګرام د خلکو د عامه امنيت او سوکالۍ لپاره د پولیسو نوښتونه په ګوته کوي او امنيت ساتلو او اورپکۍ ته ماتې ورکولو لپاره د خلکو د همکارۍ په لټه کې دي.

د پولیسو چارواکو، ځایي مشرانو، ژورنالستانو او وکيلانو د سپتمبر په دویمه نيټه د پوليسو اصلاحاتو او نورو امنيت اړوندو موضوعاتو په اړه په مردان کې په مشورتي غونډه کې ګډون وکړو.

مصطفی وايي، د پوليسو مرستيال (امنيت) صاحبزاده سجاد احمد په غونډه کې دا خبره نوټ کړه چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د نورو ولايتي پوليسو په پرتله له ترهګرۍ سره جګړه کې زيات مرګ ژوبلې زغملي دي. دوی خلک وهڅول چې د پوليسو د قربانیو احترام وکړي.

هغه وويل، د پوليسو لوړ پوړو چارواکو هم کاري ډلې ته وويل، چې په پېښور کې د روانو اصلاحاتو له مخې د موډل پولیس مرکزونو شمېره له ۷ څخه ۲۱ پوری زیاته کړی شوی ده لپاره د دې چې عامه خلکو ته آسانيتا برابر کړی چې دوی پوليس ته ورسي او امنيت او حکومتدارۍ ته وده ورکړي.

هغه وويل، د پوليسو چارواکو له رسنيو څخه وغوښتل چې د دغو هڅو ملاتړ وکړي او په خېبرپښتونخوا کې روان اصلاحات او د سولې ساتلو او له وسله والو سره جګړه کې د پوليسو قربانۍ په ګوته کړي.

ښه والي لپاره وړانديزونه

د سېند د پوليسو یو پخواني عمومي پلټونکي شعيب سډل د کراچۍ پاکستان فارورډ ته وويل، "فدرالي او ولايتي حکومتونه بايد له عصري وسلې او تکنالوژۍ سره پولیس سمبال کړي، هغوی ته په منظمه توګه روزنې ورکړي او د امنیت ښه کولو لپاره زياتې بودیجې مختص کړي."

هغه وويل، برسېره پر دې، د پولیسو استخدام او ترفيع بايد د استعداد او فعالیت په بنياد وکړی شي او د تروریزم ضد د عمل ملي پلان (NAP) بايد د امنيت او د پوليسو فعالیت ښه کولو لپاره پلي شي.

له وسله والو سره مبارزې او له هېواد څخه تروریستي شبکو له منځه وړولو لپاره NAP د پاکستان د پالیسۍ نوښت دی. حکومت په ۲۰۱۴ کال د دسمبر په مياشت کې د دې پيلولو اعلان وکړ.

سډل وويل چې پوليسو ته په منظمه توګه روزنې ورکولو او د تمویل سرچينې زیاتولو نه علاوه، فعالیت او استعداد ته وده ورکولو لپاره هغه فارغان چې جنايي جرايمو او د قانون تحصيلې درجه لرې باید د پولیسو ځواک کې شامل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه

ځواب

ډير ښه

ځواب