امنیت

پاکستان د بادرۍ لوړ مډالونه د خېبرپښتونخوا پوليس افسرانو ته وړاندې کوي

جاويد خان لخوا

د پولیسو افسران د اګست په څلورمه نيټه په صوابۍ کې د يو شهيد همکار پر قبر د پاکستان بيرغ ږدي او ورته سلامې وړاندې کوي. ولسمشر ممنون حسین په دې وروستيو کې د خېبرپښتونخوا د ۲۰ پوليس افسرانو، د ځینې افسرانو د مرګ وروسته، لپاره د بادرۍ مډالونو اعلان وکړ.[جاويد خان]

د پولیسو افسران د اګست په څلورمه نيټه په صوابۍ کې د يو شهيد همکار پر قبر د پاکستان بيرغ ږدي او ورته سلامې وړاندې کوي. ولسمشر ممنون حسین په دې وروستيو کې د خېبرپښتونخوا د ۲۰ پوليس افسرانو، د ځینې افسرانو د مرګ وروسته، لپاره د بادرۍ مډالونو اعلان وکړ.[جاويد خان]

پېښور - د ترهګرۍ سره مبارزه کې ستره بادري ښولو له امله پاکستان د خيبر پښتونخوا (KP) پوليسو ته د بادرۍ لوړ مډالونه ورکړل.

نهه پوليس افسرانو د پولیسو پرسونل لپاره د ولسمشر د پولیسو مډال (PPM) ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې د ډيوټې په دوران کې د سترې بادري ښولو له امله ۱۱ افسرانو د قايد اعظم پولیسو مډال (QPM) ترلاسه کړل.

ولسمشر، د ولايتي حکومتونو او نورو اړوندو چارواکو د سپارښتونو په بنياد، دغه دوه مډالونه په خاصه توګه د خپلواکۍ په ورځ د اګست په څوارلسمه نيټه ورکړل.

مثالي خدمت

د پولیسو مشر رئيس سجاد خان، چې په صوابۍ کې يې د ولسوالۍ د پوليسو مشر افسر(DPO) په توګه د وسله والو په وړاندې د ګډو عملیاتو مشري وکړه، د پولیسو پرسونل لپاره د ولسمشر د پولیسو مډال (PPM) ترلاسه کونکو په جمله کې وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " پوليسو دوامداره عملیات په ټوله صوابۍ کې ترسره کړل چې هغه يو شمير وسله وال او هدفې قاتلان ونيسي چې د نظم او قانون وضعيت ته یې ګواښونه کول."

خان وويل، " د صوابۍ ټولو پولیسو د قانون او نظم د ساتلو او د وسله والو اوجنايتكارو په لټه کې یو مهم رول لوبولی دی." هغه زياته کړه چې د جنايتکارانو زياتره کسان د پوليسو او نورو ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي."

هغه وويل، هغه پوليس کومو چې په صوابۍ کې د پولیسو پرسونل لپاره د ولسمشر د پولیسو مډال (PPM) او قايد اعظم پولیسو مډال (QPM) تر لاسه کړو هغوی په بيلا بيلو وختونو کې ستره بادري څرګنده کړی وه.

ځينې افسران ژوندي پاتي نه شو چې خپلې جايزې وګوري. هغوی کې د PPM اخیستونکې څارندوی خرم شهزاد، څارندوی ساجد خان او فرعي پلټونکی حيدر شاه شامل دي.

له مرګ څخه وروسته QPM اخیستونکو کې فرعي پلټونکی سلطان محمود، فرعي پلټونکی نجيب الله، څارندوی امير نواز، څارندوی منير احمد، څارندوی عدنان اسلم، څارندوی عبدالقيوم، څارندوی جهانزیب او څارندوی صابر نواز شامل دي.

د بونير ډې پې او خالد حمداني د QPM ژوندی اخيستونکی دی. د اګست په ۱۷مه ترهګرو د هغه پر کاروان بريد وکړ کله چې هغه له بونير نه سوات ته سفر کولو. حمداني او د هغه ملګري په دغه ورځ په ځانمرګي بريد او ډزو کې ژوندي پاتي شو.

پوليس يو شمير زړه ور کسان لري

د خېبرپښتونخوا د پولیسو عمومې پلټونکي ناصر خان دراني وويل: " ځواک په زرګونو زړور افسران لري چې هغوی په ټول ولايت کې د ترهګرو وړاندې ولاړ وو او هغوی ته يې شکست ورکړو."

هغه وويل، هغه کسان چې د بادرۍ لوړ مډالونه يې ترلاسه کړل د ځواک لپاره اتلان دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د سټيشن کور په افسرانو کې يو افسر ته مډال ورکړی شو. هغه په ۲۰۱۵ کال د مارچ په مياشت کې په صوابۍ کې له وسله والو سره اوه ساعته اوږد مبارزه کې ټپي شو او روغتون ته واستولی شو." "هغه له بيړنۍ درملنې وروسته دغه سيمې ته بيرته راستون شو چې ترهګرو ته ماتې ورکړي."

هغه وويل چې ټول هیواد د ځواکونو شهيدانو اتلانو قربانې وياړي.

هغه وويل: "ځواک د خپلو افسرانو قربانۍ وړاندې کړې چې په دې کې د عمومي پلټونکي رتبې افسرانو نه د څارندوی پورې کسان شامل وو. خو د افسرانو مورال تل لوړ دی چې د هغوی زړورتيا څرګندوي."

خېبرپښتونخوا پوليسو ته عزت ورکوي

د خیبر پښتونخوا حکومت په دې وروستيو کې اعلان وکړ چې دا به هغه پولیسو ته خپل مډالونه ورکوي کومو چې په خپلو سيمو کې د نظم او قانون وضعيت ښه کولو لپاره زيات کار کوي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک په پېښور کې د اګست په څلورمه نيټه د شهيدانو ورځ په يوه پروګرام کې وويل، "موږ به نه يوازې له پوليسو ځواک ته زیات تشویقي او اسانتياوې ورکړو بلکې موږ به دوی له ولايتي مډالونو له لارې وهڅوو."

د خېبرپښتونخوا هغه پولیس چې مډالونه يې ترلاسه کړل په هغوی کې هغه اتلان شامل وو کومو چې د جنورۍ په مياشت کې په چارسده کې د باچا خان پوهنتون (BKU) کې تروریستي برید پای ته ورسوو. هغه څلور تنه ترهګر چې د پوهنتون پر احاطې دیوال اوښتي وو ۲۰ زده کوونکې، ښوونکې او کار کوونکي ووژل.

پولیسو د مرګ ژوبلې شميره وړاندې کړه چې په پېښور کې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په مياشت کې د پوځ د عامه ښوونځی قتل عام ته ورته وه او دغه شميره ۱۴۰ څخه زياته وه. هغوی په چارسده کې د باچا خان پوهنتون (BKU) کيمپس له ټولو څلور ترهګر څخه پاک کړی و.

د پولیسو یو رئيس مرستيال رضا محمد خان پاکستان فارورډ ته وويل: "يو فرعي پلټونکي او دوه څارندوی چارواکو ته PPM او QPM ورکړی شو. دوی په دغه پيښه کې لوړه زړورتيا څرګنده کړی وه."

له ۲۰۱۳ کال راهسې له بېلابېلو لاملونو امله PPM او QPM نه دي ورکړی شوي. څارونکي وايي له همدې امله په روان کال کې د دغه مډالونو ورکول به د پوليسو مورال پياوړی کړي.

په پېښورکې يو ژورنالست او د امنيت مبصر قيصر خان وويل: "نغدي جايزې او سندونه به هغه کسانو ته ورکولی شي کوم چې ښه کار ترسره کوي، خو هغه پوليس چې ډير زيات ښه کار یې ترسرکړې هغوی به د PPM او QPM لپاره وړاندې کړی شي."

هغه وړاندوينه وکړه چې په دې کال کې له دې وقفې وروسته د جایزو ورکول به "هغه کسان وهڅوي کوم چې ښه کار کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500