تروريزم

چارواکي وايې چې ايران له افغان طالبانو سره د پيسو مرسته کوي

اعزازالله لخوا

افغان طالبان د جولای په مياشت کې په نیمروز ولايت کې له ایران ملاتړ سره روزنه ترلاسه کوي. [عزيزالله لخوا]

افغان طالبان د جولای په مياشت کې په نیمروز ولايت کې له ایران ملاتړ سره روزنه ترلاسه کوي. [عزيزالله لخوا]

کابل - افغان امنیتي چارواکو او شنونکو تايد وکړ چې ایران لږ تر لږه تېرو ۱۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د وسله وال طالبانو په پوځي او مالي توګه ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ځوان خوازښت (د ځوانانو غورځنګ) امنیتي چارو کارپوه او مشر رحمت الله سيحون وايي، په تیرو ۱۰-۱۵ کلونو کې د افغان حکومت او ائتلافي ځواکونو په ډیرو موقعو ایراني وسايل له وسلوال طالبانو څخه تر لاسه کړي دي.

هغه سلام ټايمز ته وويل، "کيدې شې چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ (IRGC) عناصرو د اوږد لړ راکټونه طالبانو ته استولې وي او طالبانو ته يې روزنې برابر کړي وي."

هغه وويل: "د ۲۰۱۱ کال په فبروري کې برتانوي پوځونو په افغانستان کې د ۴۸ ۱۲۲ميلي متره توغندو يو بار ونيوو او دوی ادعا وکړه چې دا توغندي له ايران څخه استولی شو."

د طالبانو مشر په ایران کې وخت تیر کړو

د طالبانو سره د ایران د لاس لرلو نور شواهد هغه وخت رامنځته شو کله چې د افغانستان د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له ایران څخه پاکستان ته پر لاره د راپورونو له مخې د مۍ په مياشت کې ووژل شو.

سيحون سلام ټايمز ته وويل، "د منصور مرګ د افغان طالبانو او ايران تر منځ اړيکې ثابتوي." د ځينو رسنيو د راپورونو له مخې، د منصور تعقيب په ایران کې هغه وخت وکړې شو کله چې هغه د خپلې کورنۍ څخه ليدنه وکړه او بیا د هغه موټر په نښه شو کله چې هغه بېرته پاکستان ته اوښتيدو."

د افغانستان د ملي امنیت ریاست (NDS) له مخې، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې بې شکه منصور په ايران کې و او هغه په لاره کې ووژل شو.

د فغانستان د ملي امنیت ریاست (NDS) د لوړ پوړي يو چارواکي د موضوع د حساسيت له امله د نوم نه څرګندلو په شرط سلام ټايمز ته وويل، منصور ایران ته ډیرغیر رسمي سفرونه وکړل.

هغه وويل: "موږ يو شمېر اسناد لرو چې د ایران له طالبانو سره اړیکې ثابتوي." "دا اسناد هغوی ته د پیسو او تجهیزاتو استولو او په ایران کې د هغوی د ساتنې په اړه دي."

د افغانستان سیاسي چارو کارپوه سيد جواد فراهي وايي، چې د ايران حکومت طالبانو ته د يو ګټور دښمن په توګه ګوري چې د هغوی د ستر دښمن مفادو ته زيان رسوي.

فراهي سلام ټايمز ته وويل، "ایران له طالبانو سره کار کوي چې دوی په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو پر ضد وکاروي او له دې امله ملا منصور ايران ته لاړ." "لسګونه طالبانو په ایران کې روزنې او سرپناه ترلاسه کوي."

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري د ایران له طالبانو سره د اړیکو تائید وکړ.

وزيري سلام ټايمز ته وويل، "د افغانستان حکومت نه غواړي چې له خپلو ګاونډیانو سره ناوړه اړيکې ولري، خو تر څو چې موږ ليدلې دي ایران په افغانستان کې پر جګړه تاثير لري او د طالبانو او بلواګرو ملاتړ کوي."

هغه زياته کړه: "دا باید د حیرانتیا خبره نه وي چې د ایران حکومت د طالبانو ملاتړ کوي."

ايران د کابل کمزورولو لپاره د بهانې په لټه کې دی

يو شمېر شنونکي وايي، ایران کولای شي چې په افغانستان او پاکستان کې "د عراق او شام اسلامي دولت" (داعش) شتون د طالبانو ملاتړ په توګه وکاروي.

په کابل کې میشته د افغانستان او ایران امنیتي شنونکی فضل حق مراد وايي، د ایران پر طالبانو تاثير په ځانګړي ډول په هرات او نیمروز ولایتونو کې قوي دی، په کوم ځای کې چې افغانستان د ايران پولې ته نږدې دی.

هغه سلام ټايمز ته وويل، "ایران له طالبانو سره کار کوي چې د نورو دښمنانو ايران ته ننوتلو څخه مخنيوي لپاره د افغانستان د سرحد په اوږدو کې يو بفر زون جوړ کړی."

هغه وويل: "هرڅوک پوهيږي چې طالبان د افغانستان او د افغانستان د ملي اردو په وړاندې جګړه کوي." "که چېرې ايران له هغوی سره مرسته کوي نو دا خبره ښکاره ده چې دا د افغانستان د پوځ مخالف عمل دی."

مراد وويل: " طالبان او ایران دا مشارکت په افغانستان کې د ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو د کمزورولو لپاره يو غوره کتلست په توګه کاروي."

هغه زياته کړه: "د دې وروستی هدف به هر هغه حکومت لرې کول وي کوم چې د ایتلافي ځواکونو د کابل څخه د وتللو ورسته پاتې شې."

د کابل پوهنتون پوهاند محبوب شاه محبوب اندېښنه څرګنده کړه چې د ایران له طالبانو سره مرسته په افغانستان کې بې ثباتي زياتوي.

هغه سلام ټايمز ته وويل، "ایران نه یوازې د طالبانو تمویل کوي بلکې دا ۲۰۱۳ کال راهیسې په خپله خاوره کې د دوی د روزنې کمپونه هم لري."

په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت استازې فرشتې انوري سلام ټايمز ته وويل: "ايران په افغانستان کې سوله نه غواړي." "تهران د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هڅو ته زيان رسوي."

هغې وويل، له طالبانو سره د ایران ملاتړ په افغانستان کې له ایران فعالیتونو سره د خلکو ملاتړ کمیږي.

انواري وويل: "موږ او زموږ خلک ښه ګاونډيان غواړي او که دوی زموږ د دښمن سره مرسته کوي نو خلک به هيڅکله هم دوی مرستې ته نه پریږدي او د دوی ملاتړ به نه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سوله یوازې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتللو وروسته ممکنه ده.

ځواب

په افغانستان کې د جنګ بندۍ چانس شته، په داسې حال کې چې د افغانستان طالبان او حکومت هڅه وکړي چې د مشورې له لارې یو حکومت جوړ کړي.

ځواب