امنیت

په پاکستان کې ترهګري او تاوتریخوالی د کمېدلو خوا ته روان دی

جاوېد محمود

د پاکستان لوی درستېز جنرال راحیل شریف د اګست په ۲۳مه په کرم ایجنسۍ کې له یوه عسکر سره چې په دغې ایجنسۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې برخه لري روغبړ کوي. [له آی اېس پي آر څخه په مننې]

د پاکستان لوی درستېز جنرال راحیل شریف د اګست په ۲۳مه په کرم ایجنسۍ کې له یوه عسکر سره چې په دغې ایجنسۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې برخه لري روغبړ کوي. [له آی اېس پي آر څخه په مننې]

اسلام اباد -- په پاکستان کې د ترهګرۍ او اورپکۍ اړوند تاوتریخوالی د ۲۰۱۶ کال په دویمه ربعه کې مخ په ځوړ روان دی، چې تر ټولو لوی تغیر د فدرال له خوا اداره کېدونکیو سیمو (فاټا) کې لیدل کیږي.

په اسلام اباد کې د تحقیقاتو او امنیتي مطالعاتو مرکز ( CRSS) په یوه وروستي امنیتي راپور کې وویل چې، «د ۲۰۱۶ کال په ۲مه ربعه کې [د لومړۍ ربعې په نسبت] په ټول هېواد کې په تاوتریخوالي کې نژدې ۴۰٪ کموالی لیدل شوی دی. په تاوتریخوالي کې تر ټولو ډېر کموالی په فاټا کې چې هلته نظامي عملیات خپل منطقي نتیجې ته رسېدلي دي لیدل شوی دی.»

فاټا د ترهګرۍ په اړوند تلفاتو کې نژدې ۷۵٪ کموالی ریکارډ کړی دی. په دې معنی چې د جنورۍ او مارچ تر منځ له ۲۴۴ تلفاتو څخه د اپریل او جون تر منځ ۶۲ تلفاتو ته راښکته شوي دي. پنجاب ایالت ۵۲٪ کمی یعنې په ۱ ربعه کې له ۱۶۳ تلفاتو څخه په ۲ ربعه کې ۷۸ تلفاتو ته کم څرګندوي.

په راپور کې راغلي دي چې، «په پنجاب کې د تاوتریخوالي په قربانیانو کې لویه فیصدي (۸۰٪) د اورپکو او جنایتکارانو وه. د دغو ارقامو په اساس، په دغه ایالت کې امنیتي حالت داسې ښیي چې په لوړه کچه قانع کوونکی او په ښه توګه د امنیتي ادارو تر کنټرول لاندې دی.»

خیبر پښتونخوا ۲۷٪ کموالی ښیي یعنې د ۱ ربعې د ۱۲۶ تلفاتو په مقایسه په ۲مه ربعه کې ۹۲ تلفاتو ته کموالی راغلی دی.

د نور پاکستان په مقایسه، سیند او بلوچستان ایالتونو د ترهګرۍ په اړوندو تلفاتو کې لږ کمی لیدلی دی -- چې په ترتیب سره ۹٪ او ۸٪ دی.

په دویمه ربعه کې د ترهګرۍ په تلفاتو کې ۳۸.۵٪ کمی راغلی دی، یعنې له ۸۷۲ څخه ۵۳۶ ته راښکته شوي دي. په مړو کې ۳۳۵ اورپکي، ۹۶ جنایتکاران او ۴۴ یاغیان شامل دي. د تحقیقاتو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د اورپکو او یاغیانو تر منځ د فرق په هکله څه نه دي ویلي.

یو د لوړې کچې اورپکی چې په مۍ کې مړ شو هغه د طالبانو امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور وو. هغه په بلوچستان کې ووژل شو.

د عملیاتو او ایډیالوژۍ له لارې اورپکو ته ماتې ورکول

د تحقیقاتو او امنیتي مطالعاتو د مرکز( CRSS) راپور په پای کې لیکي چې په داسې حال کې چې ضرب عضب عملیاتو اورپکو ته د عملیاتو له لارې ماتې ورکړې ده، په دې برخه کې ډېرو نورو هڅو ته اړتیا ده چې د اورپکو ایډیالوژۍ ته ماتې ورکړای شي.

راپور وایي چې، «پاکستان د پوځي پټنځایونو، سلاکوټونو او د جنایتکارو عناصرو د نیونې/وژنې په فزیکي ویجاړتیا کې ډېرمهارت ترلاسه کړی دی، خو هغه ایډیالوژي چې دغه حالت منځته راوړي لا هم د اختلافاتو رامنځته کولو ته دوام ورکوي.»

«پرته له دې چې دغه ایډیالوژي د یوې متمرکزې قاعدې له لارې په نښه شي او د سیاسي موافقې له لارې سوق شي، ښایي چې دغه لنډمهالی خلاصون لږ دوام وکړي.»

د تحقیقاتو او امنیتي مطالعاتو د مرکز( CRSS) رییس امتیازګل پاکستان فارورډ ته وویل چې، «د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو او د امنیتي ادارو ډله ییزو هڅو په پاکستان کې اورپکي کمزورې کړه او داسې سیمې یې ختمې کړې چې هلته ورتګ نه کېده.»

هغه وویل چې دغه تش په نامه «د نه ورتګ سیمې» د اورپکو له پاره خوندي پټنځایونه ول، او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونو دغه مورچلونه له منځه وېوړل، او د تلفاتو د رامنځته کولو په برخه کې یې د ترهګرو وړتیا تیت وپرک کړه.

هغه وویل، «حکومت او امنیتي ادارې باید له ټولنې څخه د ترهګرۍ، اورپکۍ او افراطیت د ختمولو له پاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړي.»

د نوښت د بریالیتوب کریډیټ

شنونکي وایي چې د حکومت دوه لویو نوښتونو ترهګري فلج کړه.

هغه زیاته کړه چې پاکستان باید د اورپکو پر ضد د عملیاتو ترسره کولو او د ترهګرۍ د بلا د له منځه وړلو له پاره د نېشنل ایکشن پلان تنفیذ ته دوام ورکړي. نېشنل ایکشن پلان یو د ترهګرۍ ضد پلان دی چې حکومت د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې تصویب کړی دی.

په پېښور کې د امنیتي چارو مبصر متقاعد ډګرمن محمودشاه پاکستان فارورډ ته وویل چې، «د ضرب عضب دوه کلن پوځي اپرېشن تر ټولو ټیټې سطحې ته د ترهګرۍ په راکمولو کې یو مهم رول لوبولی دی.»

هغه وویل چې د ضرب عضب نظامي عملیات چې د ۲۰۱۴ په جون کې په شمالي وزیرستان کې شروع شول، د اورپکو بېخ بناوې، شبکې او روزنیز مرکزونه ویجاړ کړي دي، او عسکرو له نیول شویو یا وژل شویو جنګیالیو څخه په لوړه پیمانه وسلې او چاودونکي مواد نیولي دي.

ترهګرۍ ته دایمي ماتې ورکول

خو شاه او نور دې ته اړتیا ویني چې د تلپاتې بریالیتوب له پاره اوږدمهالي ریفورمونه ترسره شي.

شاه مشوره ورکړه چې، «حکومت باید په فاټا کې د ریفورمونو تطبیق مکمل کړي او هغه د خیبرپښتونخوا برخه وګرځوي او په دې توګه هلته یوه اوږدمهالې سوله یقیني کړي.»

په پېښور کې د قبایلي غیرحکومتي موسسو یا اېن جي اوز د اتحادیې مشر زرعلي موسی زی د ترهګرۍ پر ضد د په سختۍ سره ترسره شوي پرمختګ د یو کولو له پاره بېل نظرونه لري.

موسی زي پاکستان فارورډ ته وویل، «صحیح ده چې په فاټا او ورسره نښتو سیمو کې امنیتي حالت ښه شوی دی، خو لا هم د امنیتي پرسونل او اورپکو تر منځ په فاټا کې وسله والې نښتې کېږي، په داسې حال کې چې له سرحد څخه پورې راپورې ترهګري لا هم جریان لري.»

موسی زي په اورپکو باندې د فشار اچولو د دوام له پاره بېلابېلې نسخې لرلې: فاټا او ورسره نښتې سیمې له اورپکو څخه پاکول، له سرحد څخه پورې راپورې ترهګرۍ ته ماتې ورکول، او د فاټا اړوند کورنیو بې ځایه شویو خلکو سره مرسته کول چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او خپل عادي ژوند پیل کړي.

هغه وویل چې چارواکي باید په فاټا کې د ویجاړو شوې بېخ بناوو یا انفراسټراکچرو بیاجوړونې ته لومړیتوب ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500