امنیت

د پاکستان پوليس د هغه ترهګرو شبکې ماتوي چې د خپلو ګوتو نښې یې لري کړي

جاويد خان لخوا

په پېښور کې د اګست په لسمه نيټه دوه تنه شکمن ترهګر رسنيو ته وړاندې کيږي. [جاويد خان]

په پېښور کې د اګست په لسمه نيټه دوه تنه شکمن ترهګر رسنيو ته وړاندې کيږي. [جاويد خان]

پېښور - د پاکستان پوليس د ترهګرۍ يوې شبکې پر ضد خپل بريالیتوب څرګندوي. دغه شبکې يوه ناوړه تاکتيک تصويب کړو چې پوليسو مخکې نه دی ليدلی.

په پېښور کې د می په شلمه نيټه درې وژل شوی ترهګرو د خپلو ګوتو نښې له مخکې نه حذف کړي وې آن چې په پوسټ مارټم کې هم د دوی شناخت ونه کړل شي.

پوليس وايي د می په شلمه نيټه د خپل ماین له وخته مخکې چاودنې له امله دغه درې کسان ووژل شو. که څه هم دوی د خپلو ګوتو نښې حذف کړې وې خو د هغوی مرګ د شواهدو يوه لړۍ رامنځته کړه چې پوليسو يې جوګه کړل چې د دې ډلې نور کسان ونيسي.

چارواکي نه شي کولای چې دغه ډول ډله راياده کړي کومو چې له مخکې نه د هويت حذف کولو تاکتيک کارولي وي. يو شمېر خلک وايي چې د دې موخه دا وه چې پولیس له خپلو کورنيو د تشخيص څخه لري وساتي.

چارواکو د دغه درې کسانو په اړه یو شمیر پایلې رامنځته کړي دي چې دوی څه پلان جوړولو.

د خیبر پښتونخوا (KP) پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست (CTD) مشررئيس سعید احمد پاکستان فارورډ ته وويل، دغه مړه شوي درې ترهګر پلان لرلو چې پر ښوونځیو او نورو تاسيساتو بريد وکړي چې په ورته حال کې د هغوی خپل چاودیدونکي توکې وچاوديد او د می په شلمه نيټه یې دوی ټول ووژل.

احمد وويل: " په عدلي طب لابراتوارکې ساينس پوهانو وموندل چې دوی د هويت د مخنيوي لپاره د خپلو ګوتو نښې له ځينو کیمیاوي موادو له لارې لرې کړې وې."

احمد وويل، پولیس د دې وړ شو چې د دې ډلې د پاتې کسانو تعقیب یې د مړه شوې کسانو د موټر سایکل له لارې وکړ.

احمد وويل: "موږ په پېښور کې د هغوی د يو پټنځای څخه ۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، د خونديتوب فیوزونه، چاودیدونکي او نور مواد ترلاسه کړې دي." "مونږ د دغې ډلې نور غړي هم نيولي دي."

د خېبرپښتونخوا پولیس وايي چې پوليس دا فکر کوي چې دې ډلې په پېښور کې پرامنيتي ځواکونو يو شمير بمي بريدونه کړي دي.

وسله والو د مۍ په شلمه نيټه نور پلانونه لرل. دا ممکنه وه چې دوی په ریګي کې پر يو دولتي ښوونځي بريد کړی وای، خو د دوی د خپلو چاودېدونکو توکو غلط کارولو له امله هغه خلک خوندي پاتې شو د کومو چې دوی د وژلو پلان لرلو.

له پوليسو غبرګون

د خېبرپښتونخوا پولیسو د ترهګرو غيرارادي خبردارۍ پر ضد ګامونه پورته کړل او په ښار کې يې امنيتي تدبيرونه پياوړې کړل او د لټون عملیات يې ګړندي کړل.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو عمومې پلټونکي ناصر خان دراني په دې وروستيو مياشتو کې د خېبرپښتونخوا پولیسو CTD د برياليتوب ستاينه وکړه، چې په دغه ستاینه کې د درې کسانو د تروریزم شبکې ماتول هم شامل دي.

دراني وويل، چې CTD له جنورۍ ۲۰۱۵ راهیسې "د تروریزم ۶۰۰ لوړ پوړې قضيې حل کړي دي او له ۹۰۰ څخه زیات ترهګر يې نيولي دي."

د خېبرپښتونخوا پولیسو په دې وروستيو کې د ښار د پوليسو يو نوي افسر محمد طاهر او د پوليسو رئيس (کلیوالي) شوکت خان ټاکلی دی. دوی هيله لرې چې دوی به د قانون او نظم حالت ښه کړي.

يو نا اشنا تاکتيک

څارونکي په دې نا اشنا او ناوړه طريقه غور کوي کوم چې درې وسله والو د خپل هویت پټولو لپاره استعمال کړه.

په پېښور کې يو خبریال يوسف علي پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ هيڅکله د داسې ډلې په هکله نه دي اوريدلې چې د هغوی غړو خپل هویت پټ کړی وي."

هغه وويل، پوليس او رسنۍ د تروریستي ډلو د برید مسوولیت په غاړه اخيستو سره آموخته دي. "په فوري توګه وروسته،، د يوې ډلې او يا بلې ډلې وياند ځايي رسنيو ته غږ يا ایمیل کوي."

په پېښور کې يو متقاعد پوځي افسر شکیل خان پاکستان فارورډ ته وويل، "دا يوه نوې خبره ده." "هغوی [وسله وال] د خپل ځانونو نيولو مخنيوي لپاره نوې طريقې کاروي."

خان وويل، کیدای شي چې يو شمېر ترهګر غواړي چې له مخکې د خپلو ګوتو نښې له منځه وړلو له لارې خپلې کورنۍ خوندي وساتي، که څه هم د دوی سازمانونه د تروریستي اعمالو وروسته مشهورتيا غواړي.

خان وويل: "موږ له پکار ده چې دا په ګوته کړو چې هغه کوم لاملونه وو چې دوی یې د خپلو ګوتو په نښې لرې کولو باندې مجبوره کړل."

وروستي بريدونه

د خېبرپښتونخوا پولیس په پېښور کې د يو شمير تروریستي بریدونو پلټنه کوي چی دا په ګوته کړې چې له دې شبکې سره تړاو لري.

د داودزي، خزانه او ریګي پولیسو مرکزونو په واک کې د تروريستي بريدونو يوه لړۍ د می په مياشت کې رامنځته شوه. پوليس معلوموي چې آیا دغه شبکه په دې پيښو کې لاس لرلو.

دغه بريدونو له نورو خلکو سره پوليس هم په نښه کړل. د متهرا پولیسو په مرکز کې د می په اتلسمه نيټه په دوه چاودنو کې د پوليسو يو افسر ووژل شو.

د درې ترهګرو، چې د خپلو ګوتو نښې یې حذف کړي وې، په تصادفي توګه د مۍ په شلمه نيټه ځان وژلو وروسته تاوتریخوالي دوام لرلو. د خزانه پولیسو په مرکز کې يو تروریستي برید د جون په پنځلسمه نيټه د پوليسو يو فرعي پلټونکی ووژلو، په داسې حال کې چې يوه ساتنمن په همدې سيمه کې د جون په شلمه وژل شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پوليس بايد هم دغه شان خپل کار تر سره کړي. دا د پوليسو لخوا يو ښه کار دی.

ځواب