روغتیا

د پاکستان اسلامي علماء د پوليو ختمولو لپاره له 'وروستۍ هڅې' سره ملاتړ کوي

اشفاق يوسفزي لخوا

د پولیو له منځه وړلو اسلامي مشورتي ګروپ د سعودي عربستان په جده ښار کې د جولای په اويشتمه نيټه خبرې اترې کوي. [WHO لخوا]

د پولیو له منځه وړلو اسلامي مشورتي ګروپ د سعودي عربستان په جده ښار کې د جولای په اويشتمه نيټه خبرې اترې کوي. [WHO لخوا]

پېښور - اسلامي عالمان په پاکستان او افغانستان کې مور او پلار څخه وغوښتل چې دوی دې د طالبانو مخالفت وکړي او خپلو ماشومانو ته د پوليو پر ضد واکسين ورکړي.

دا هیوادونه له دې مناسبت سره نا غوښتې مشهورتيا لرې چې دوی په نړۍ کې هغه وروستي هيوادونه دي کوم ځای کې چې پوليو لا تر اوسه موجود دی.

په جده سعودي عربستان کې د پولیو له منځه وړلو اسلامي مشورتي ګروپ (IAG) په تیره میاشت کې په دواړو مسلمان هېوادونو کې د پوليو ویروس له منځه وړلو لپاره يو نوی پلان وړاندې کړو.

IAG د جولای په اويشتمه نيټه په جده کې د دریم کلني غونډې په پای کې په يوه خبرپاڼه کې وويل: "په تېرو څو کلونو کې په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې د ناپوهۍ او ماشومانو ته په خوندي توګه د واکسينو نه ورکولو له کبله د پولیو له منځه وړلو په لاره کې ستونزې رامنځته شوي دي."

د نړيوال اسلامي فقهې اکاډمۍ (IIFA)، په قاهره کې د ال ازهر پوهنتون، د اسلامي پراختیایي بانک (IsDB) او د اسلامي همکارۍ سازمان استازو او همداراز نورو ديني عالمانو، تخنیکي متخصصینو او پوهانو په دې غونډه کې ګډون وکړ.

اسلامي عالمان د طالبانو د پروپاګندې مقابله کوي

IAG د طالبانو له دې کبله غندنه وکړه چې دوی د پولیو واکسین مخالفت کوي. IAG له مذهبي مشرانو څخه وغوښتل چې دوی د وسله والو د پروپاګندې مقابله وکړي.

طالبانو په دروغه واکسین يوه غربي دسيسه بللې ده.

IAG د پولیو واکسین د خوندیتوب او اغيزمنتيا په اړه د خپل باور ټینګار وکړ او وويل: "دا په بشپړه توګه له اسلامي حکمونو سره سمون لري."

دا "د مور او پلار ديني فرض تائيدوي چې دوی خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي او هغوی روغ جوړ وساتي."

IAG د روغتیا د موضوعاتو په اړه د خلکو د پوهاوي د لوړولو او په پاکستان او افغانستان کې د پوليو ختمولو په يوه روستۍ هڅه کې د اسلامي عالمانو د کلیدي رول تاييد وکړ.

پوليو له منځه وړلو کې پرمختګ

د مدیترانې ختیځ لپاره د روغتيا د نړيوال سازمان سیمه ییز دفتر ځای مشر (په قاهره کې) ډاکټر آله الوان، د پوليو پر ضد مبارزه کې د افغانستان او پاکستان حکومتونو د رول ستاینه وکړه.

هغه AIG ته په خپله وينا کي وويل: "ستاسو د کار ثبوت خو دا دی چې په ملي، ولايتي، يونين کونسل [ښارګوټي] او د ټولنې په کچه ملي اسلامي مشورتي ګروپ (NIAG) په پاکستان کې د خپلې ښکیلتیا له لارې د ځايي ديني عالمانو سره د لومړۍ کرښې د روغتيايي کارکوونکو ملاتړ او ساتنه کوي."

د بانک ولسمشر احمد محمد علي وويل، IsDB "د ۲۰۱۸ کال تر پای پورې د پولیو له منځه وړلو لپاره د پاکستان حکومت او د هغوی همکارانو سره د امریکايې ۱۰۰ ميليونه ډالرو (۱۰.۵ ملیارده روپو) مرسته وکړه."

AIG په يوه خبرپاڼه کې وايي، له ډېرو نورو ناروغیو برعکس، د پوليو په بشپړه توګه له منځه وړل ممکن دي ځکه چې بشریت خوندي او اغيزمن واکسین لري.

څه کم ۳۰ کاله وړاندې د پوليو د پېښو شمېره په ۱۲۵ هیوادونو کې ۳۵۰.۰۰۰ اټکل شوې وه. نن ورځ د پوليو شميره په تاريخ کې تر ټولو ټیټه ده چې سږ کال تر اوسه يواځې ۱۹ پيښې راپور شوي دي - ۱۳ په پاکستان کې او ۶ په افغانستان کې.

ډير پرمختګ ترلاسه شوی دی خو په خیبر پښتونخوا (KP) او د پاکستان د وفاق د انتظام تر لاندې قبايلې سيمو (فاټا) کې روغتيايي کارکوونکي تر اوسه هم د جدي ننګونې سره مخ دي. دغه سيمې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو خواوو ته د ویروس د لیږد سره مخ دي چې هلته وسله وال د واکسینو څخه په زور مخالفت کوي.

د فاټا د پولیو واکسین مشر، ډاکټر اختيارعلي پاکستان فارورډ ته وويل: "په فاټا کې په ۲۰۱۶ کال کې يوازې يوه قضيه ثبت شوې ده. دغه [ماشوم] په افغانستان کې په دغه ناروغۍ اخته شوی وو." "دا ماشوم په هغه سیمه کې ژوند کاوه کوم ځای چې طالبانو واکسين رد کړي دي."

ماشومان له ناروغۍ او معيوبتوب څخه ساتنه

د خیبر پختونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د ديوبند حقانيه اسلامي مدرسې مشر، مولانا سميع الحق وويل، هغه په منظمه توګه د جمعې په وعظ کې د واکسین اهمیت په ګوته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "خلک زموږ د هڅو ستانيه کوي او د واکسين په وړاندې ردول عام نه دي لکه څنګه چې يو کال وړاندې وو."

هغه وويل چې د طالبانو د پروپاګندې دا ادعا چې د پولیو واکسین شنډتوب رامنځته کوي غلطه ده. هغه زياته کړه: "هر هغه څوک چې د پوليو واکسین مخالفت کوي زموږ ماشومانو ته زيان رسوي."

د مدرسې مشر سميع الحق چې د هغه نړیوالې کمپاين برخه ده چې له ديني عالمانو لخوا پيل شوی دی، وويل، د اسلامي پوهنتونونو د طب ساینس پوهانو واکسين خوندي او پاک بللې دي چې هيڅ يو کس ته زيان نه شي رسولې.

په تېرو شپږو مياشتو کې هغه په دارالعلوم حقانيه کې د پوليو واکسین د دوه کمپاينونو انتظام وکړ چې خلکو ته يو پيغام ورکړي چې ماشومان د واکسینونو حق لري.

د پېښور ولسوالۍ مشر خطيب قاري روح الله مدني وويل، دیني عالمانو د طالبانو دا ادعا چې اسلام د واکسينو اجازه نه ورکوي پر ضد مبارزه کې ستر رول لوبولی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " خلک د عالمانو پيروي کوي او په ډیرو موضوعاتو د هغوی نظرونه مني." "عالمان په دې وتوانیدل چې په قبایلي علاقو کې ردونې ۹۹ سلنه په نښه کړي. په دغه سيمه کې د واکسينو نشتوالې يوه ستره ستونزه ده."

هغه وويل، کله ناکله هغه خلک چې د طالبانو د غچ اخيستلو له ډاره ژوند کوي، هغوی د طالبانو ادعا باندې باور وکړ او خپلو ماشومانو ته یې د واکسين ورکولو نه انکار وکړ.

هغه وويل: "اوس امنيتي حالت تقریبا نورمال شوی دی. له دې امله د واکسينو فعاليتونه په منظمه توګه ترسره کيږي. هغه د تروریزم پر ضد عملياتو ته اشاره وکړه کوم چې په ۲۰۱۴ کال د جون مياشتې راهیسې د پاکستان وسله وال له پخواني ټولو پياوړو مرکزونو څخه شړلي دي."

مدني وويل: "موږ له ناروغۍ څخه پاکه ټولنې رامنځته کولو لپاره هر قسمه وسیلې کاروو." " څاڅکې په وړيا توګه موجود دي او تر پنځوو کالو پورې هر ماشوم واکسین ته اړتیا لري."

هغه زياته کړه: "واکسين نه ورکول د معيوبتوب لامل کيدې شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500