امنیت

په پاکستان کې په ۲۰۱۶ کال کې د IEDs موادو چاودنه کې د وژنې شميره ډيره ټيټه شوې ده.

جاويد محمود لخوا

په دې بې نيټې انځور کې پاکستاني ځواکونه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې تر ځمکې لاندې ماينونه لټوي. [د پوځ ISPR لخوا]

په دې بې نيټې انځور کې پاکستاني ځواکونه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې تر ځمکې لاندې ماينونه لټوي. [د پوځ ISPR لخوا]

اسلام اباد - معلومات ښيي چې سږ کال د چاوديدونکو توکو له خوا وژل شوې پاکستانيانو شمیره د پوځي عملياتو له امله په ډراماتيکه توګه ټيټه شوې ده. دا عمليات وسله وال او تروريستي شبکې په نښه کوي.

په اسلام اباد کې يو تينک- ټانک، د جګړې او د امنیت د مطالعاتو لپاره د پاکستان انستیتوت (PICSS) د وينا له مخې، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د چاودیدونکو توکو شمېره لوړه شوه خو چې کله امنيتي ځواکونو په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړل نو دا شميره راټيټه شوه.

د PICSS پوځي ډیټابیس ښيي چې تر ټولو زياتې چاودیدونکې وژنې په ۲۰۱۳ کال کې رامنځته شوي، چې په دې کې ۷۱۸ وژنې د ۴۲۶ چاودنو له امله دي.

په ۲۰۱۴ کال کې پيل شوې عملياتو له کبله د وژنو په شميره کې ډير کمې راغې. په ۲۰۱۵ کال کې ۲۶۸ وژنې د ۲۶۸ چاودنو له امله رامنځته شوي.

سږ کال تراوسه پورې ۵۳ چاودیدونکې توکو ۶۱ کسان وژلې دي. دا شميره د ۲۰۰۳ کال راهیسې ډيره کمه ده. په دې کال کې ۱۹چاودنې ثبت کړی شوې دي.

دريم خونړۍ وسلې

د PICSS له مخې، په پاکستان کې چاودیدونکې توکې د وسله والو دريمه خونړۍ وسله ده. جسماني او ځانمرګې بریدونو د لست په سر کې دي.

PICSS زياته کړه چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ په چاودیدونکو توکو چاودنه کې په ملي کچه ۴،۶۵۰ څخه زیات خلک وژل شوې دي.

په پېښور کې پر امنیتي چارو کارپوه ډګرمن (متقاعد) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، ضرب عضب عملياتو د القاعده، طالبانو او نورو منع شوې ډلو د لویو حملو توان راټيټ کړی دی.

شاه وويل: "جنوبي وزیرستان او شمالي وزيرستان د ترهګرو د مرکزونو شبکې وې." " پوځ دغه سيمې د وسله والو څخه پاکې کړې."

هغه وويل، ځواکونو د ضرب عضب عملياتو په ترڅ کې وسلې، چاودېدونکي توکي او نور IEDs مواد ونیول، چې د ترهګرو د لويو چاودنو توان یې پای ته ورسوو.

هغه وويل، اوس ځواکونه په هغه سيمو کې د ترهګرو په لټه کې دي کوم چې له افغانستان سره پولې ته نږدې دي. دوې هڅه کوي چې د ترهګرو مضبوط مركزونه له منځه ويسي.

رينجرو په کراچۍ کې هم برياليتوب تر لاسه کړی دی

۲۰۱۳ کال د سپتمبر راهیسې، د امنیتي ځواکونو کمېټو فشارد ترهګرو دا وړتیا چې کراچۍ د يو مرکز په توګه وکاروي کمه کړې ده. رينجرو په دغه میاشت کې عمليات پيل کړل چې تر نن ورځې پورې دوام لري.

کراچۍ میشتي شنونکي سمونوال (متقاعد) مختار احمد بټ پاکستان فارورډ ته وويل: "په کراچۍ کې د امنیتي ادارو هدفي عملیاتو د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته یو جدي ګوزار ورکړی دی." "دغې عملياتو د هغوی وړتیا راټيټه کړې ده چې د حکومت حساس دفترونه او عامه ځايونه په نښه کړي."

هغه وويل، امنيتي پرسونلو په کراچۍ کې په منظمه توګه د استخباراتو پر بنسټ عملیات پيل کړل چې وسله والو ته ماتې ورکړي او د تروریستي بریدونو هڅې ناکامه کړي.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ مخنيوي او سولې ساتلو لپاره رینجرو، پوليسو او استخباراتي ادارې باید دې عملیاتو ته دوام ورکړي.

بټ يو تجويز وړاندې کړو چې په بشپړه توګه تروريزم له منځه وړلو لپاره داسې عملیات دې په کلیوالو او نورو ښاري سیمو کې هم پيل کړی شې.

هغه وويل، پر دې سربېره، سرتېرې باید د وسله والو مالي مرسته کوونکي او نور ملګري معلوم کړي او هغوی ته سزا ورکړي.

هغه خبردارې ورکړ: " ګنې نو د وسله والو ډلې به يو ځل بيا ملاتړ تر لاسه کړي او خپل ځواک به جوړکړي چې د امنيت، د خلکو او امنیتي کارکوونکو د ژوند لپاره یو ګواښ دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا په بشپړه توګه صحيح ده چې د پاکستان پوځ له محنت او مشقت سره کار کوي. مونږ په هر حالت کې له پوځ سره يو. که الله وغواړي نوهغه ورځ لرې نه ده چې د پاکستان پوځ به دا خلک وځغلوي.

ځواب