تروريزم

د خیبر پښتونخوا پوليس خپل شهیدان په یاد لري

جاويد عزيز خان لخوا

د خېبرپښتونخوا لوړ پوړي پولیس افسران د اګست په ۴مه په پیښور کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو شهیدانو په ورځ د پولیسو رئيس هلال حيدر قبر ته سلامې وړاندې کوي. حيدر د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې په پېښور کې په يو ځانمرګي بريد کې وژلی شوی و. [جاويد عزيز خان]

د خېبرپښتونخوا لوړ پوړي پولیس افسران د اګست په ۴مه په پیښور کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو شهیدانو په ورځ د پولیسو رئيس هلال حيدر قبر ته سلامې وړاندې کوي. حيدر د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې په پېښور کې په يو ځانمرګي بريد کې وژلی شوی و. [جاويد عزيز خان]

پېښور - د خیبر پښتونخوا پولیسو په ټول ولايت کې د خپلو وژل شویو ملګرو په یاد کې د شهيدانو ورځ په دوهم کال د اګست په ۴مه ولمانځله.

د ۱۹۷۰ کال راهیسې، له ترهګرو سره په بېلابېلو نښتو کې ۱.۵۸۷ د پوليسو افسران وژل شوي دي. کله نه چې تروریزم ناوړه وضعيت اختيار کړو، نو له ۲۰۰۶ څخه ، ۱،۲۰۴ پوليس مړه شوې دي . د پوليسو دا وژنې د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ دعملياتو له مخکې رامنځته شوې چې دغه عملياتو په ملې کچه د تروريزم په ځپلو باندې اثر لرلو.

سږ کال د ۲۰ جولای پورې د تروریزم په وړاندې جګړه کې دوه څلوېښت افسران مړه شوې دي.

د شهيدانو په ياد کې په ټول ولايت کې په جوماتونو او د پوليسو په مرکزونو کې د قران کريم تلاوت وکړې شو. په سلګونو افسرانو د خلکو ژوند ژغورلو لپاره وينې ورکړي . افسرانو او پيره دارو (جوان) د پولیسو افسرانو قبرونو څخه ليدنه وکړه او اوشهيدانو ته یې فاتحې وړاندې کړي.

د پولیسو اضافي اوعمومي پلټونکي ميا محمد آصف او د پېښور ښار پولیس افسر مبارک زيب د فرنټير کور قوماندان او د خېبرپښتونخوا د پولیسو اضافي اوعمومي پلټونکي سفوت غيور شهيد له قبرڅخه ليدنې او هغه ته سلامې وړاندې کولو لپاره پېښور ته لاړل.

هغه په پېښور کې په يو ځانمرګي بريد کې په ۲۰۱۰ کال کې د اګست په ۴ مه وژلی شوی و. هغه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د خېبرپښتونخوا د پولیسو د لوړ پوړو تلفاتو کې شميرلې شې. د خیبر پښتونخوا پولیس د شهیدانو ورځ د هغه د مرګ د کلیزې په ورځ لمانځوی.

لوړ پوړو افسران په ټول خېبرپښتونخوا کې راووتللو چې د نورو شهيدانو افسرانو قبرونو ته سلامې وړاندې کړي.

د پېښور پوليسو دا ورځ ولمانځله او دا ژمنه يي څرګنده کړه چې دوی به د اړتيا په صورت کې نورې قرباني هم وړاندې کړي.

زيب پاکستان فارورډ ته وويل، "د خیبر پښتونخوا پولیسو د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو سوکالې يقينې کولو لپاره يوه اداره جوړه کړې ده."

د دې ټول خلک اعتراف کوي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک په پېښور کې د شهيدانو د ورځې په مراسمو کې وويل، "د خیبر پښتونخوا پولیسو په هيواد کې يو زړور ځواک دی." "موږ هغه ټولو پوليسو ته سلامې وړاندې کوو کومو چې د ملت د سولې لپاره خپل ژوند قرباني کړې دی."

خټک وايي، د خیبر پښتونخوا پولیسو د ملت يو غوره ځواک ځکه جوړ شو چې د خیبر پښتونخوا حکومت د دې په مديريت کې د لاس نه وهلو سخته پاليسې تعقيب کړه.

هغه وويل: "هغوی د نورو [ پاکستانې] پوليسو په پرتله د تروریزم له څخه زيات زيان ترلاسه کړی دی." "خو د هغوی مورال تل لوړ دی."

د خېبرپښتونخوا د پولیسو عمومې پلټونکي ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وويل، "ملت بايد د پوليسو هغه سترې قربانۍ هيڅکله هيرې نه کړې کومي چې دوی په هيواد کې د سولې لپاره وړاندې کړې دي."

په پېښور کې د ريسکيو ۱۱۲۲ امبولانس خدمتونو يو وياند بلال احمد فيضي پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د خېبرپښتونخوا په پولیس ویاړو." "هغوی د نورو ملکي ځواکونو په پرتله زياتې او سترې قربانۍ وړاندې کړې دي."

ريسکيو ۱۱۲۲ له کلونو راهيسې په ټول خېبرپښتونخوا کې د تروریستي بریدونو ځايونو ته په چټکۍ سره ځي.

هغه وويل: "د شهيدانو ورځ د خېبرپښتونخوا د پولیسو ... د هغه کسانو لپاره يوه لويه اشاره څرګندوې کوم چې د ترهګرې پر ضد جګړه کې مړه شول."

د شهیدانو د ورځې ترتيبات په يو څو اونيو کې ترسره شول. دراني د جولای په ۱۷مه سیمه ییزو او د ولسوالۍ پوليسو افسرانو ته امر وکړ چې د شهیدانو د ورځې لمانځلو لپاره ترتيبات ترسره کړې. هغوی کمیټۍ جوړې کړې چې د وينې ورکولو او د شعارونو او پوسټرونو نندارې لپاره انتظام وکړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500