پېښور -- د خیبرپښتونخوا د پولیسو له خوا یوه کلنۍ خپرونه روښانوي چې د پولیسو ایالتي ځواک د ترهګرۍ پر ضد په زړه ورتیا سره جګړه کوي.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې، چې په افغانستان کې جګړه پيل شوه، خیبرپښتونخوا په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد د خپلې جګړې لومړۍ کرښه وګرځېده.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مرکزي ادارې د مۍ په میاشت کې خپل کلنی "په جذبې سره پولیسي کول" خپور کړ، چې عام خلک د پرمخ تللې ترهګرۍ پر ضد د خیبر پښتونخوا د پولیسو له خوا د یوې لسیزې څخه د اوږدې جګړې په هکله خبر کړي.
د خیبر پښتونخوا پولیسو د مۍ په میاشت کې په یوه بیانیه کې وویل چې دغه کتاب ښيي چې څنګه «د خیبرپښتونخوا پولیس د ترهګرۍ پرضد ننګونې سره مخامخ شوي او خپل ظرفیت یې پیاوړی کړی دی».
د خیبرپښتونخوا پولیسو له ۲۰۰۶ کال راهیسې ۱۲۰۴ افسران له لاسه ورکړي دي خو له ترهګرو سره په جګړه کې هېڅکله متزلزل شوي نه دي.
په عین حال کې، د دې له پاره چې ظرفیتونه یې پياوړي شي، هغوی د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر راهیسې د دوه نیمو کلونو په اوږدو کې شپږ د مهارتونو د تازه کولو تربیوي انسټیټیوټونه پرانستې دي. افسران د څېړنې، استخباراتو، د چاودونکیو موادو د انتقال او د پولیسي کار د نورو برخو په هکله وروستي میتودونه زده کوي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو لوی انسپېکټر ناصرخان دراني په کتاب کې په خپلو خبرو کې ویلې دي چې «د دغه کتاب هدف دا دی چې د ایالت او د هغه د پولیس ځواک په وړاندې د ننګونو یا چلینجونو، او تر بېلابېلو اصلاحاتو لاندې د پولیس ډيپارټمنټ له خوا د شویو پرمختګونو په هکله خلک خبر کړای شي.»
دراني په کتاب کې ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د سختو وختونو په مقابل کې خپل انعطاف او زړورتیا ثابته کړې ده.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو ستاینه
کتونکي د خیبرپښتونخوا پولیسو ته د دې کرېډېټ ورکوي چې وخت په وخت یې کار کړی او خپل بشري ځواک یې غښتلی کړی دی.
په پېښور کې د پاکستان د جرمونو پېژندنې د ټولنې مشر فصیح الدین پاکستان فارورډ ته وویل چې، «د خیبرپښتونخوا پولیسو له ترهګرۍ سره په جګړه او د اصلاحاتو په معرفي کولو کې د نورو پولیس مشرانو له پاره یو بې جوړې مثال قایم کړی دی.»
هغه وویل چې دغه کتاب خپلو لوستونکیو ته له ترهګرۍ سره په جګړه کې د خیبرپښتونخوا د پولیسو ډېرې هیجاني شېبې وریادوي.
فصیح الدین وویل، «په عمومي توګه داسې ویل کیږي چې لوړوالی په ملي مترونو کې راځي خو د خیبرپښتونخوا پولیس د لوړوالي او بریالیتوب ډېر افتخارات لري.»
هغه وویل چې دغه کتاب د خیبرپښتونخوا د پولیسو د بېلابېلو ریفورمونو په هکله معلومات وړاندې کوي څو لوستونکي، محققین او پالیسي جوړوونکي وکولی شي چې د هغو په هکله سره خبرې اترې وکړي، او زیاته یې کړه چې دغه ډول څرګندوالی به د خیبرپښتونخوا پولیسو ته انکشاف ورکړي.
په پېښور کې د امنیت او اورپکۍ د چارو ژورنالست شمیم شاهد پاکستان فارورډ ته وویل چې، «دغه کتاب... همدارنګه هغه کمزورتیاوې په ګوته کوي چې پولیس ځواک ورسره مخامخ شوی دی.»
شاهد وویل چې لوستونکي د هغو ګامونو په هکله خبرېږي چې دراني د پولیس ځواک د ریفورم، د هغوی د ظرفیتونو د پیاوړتیا او د عوامو په وړاندې د ځواب وینې له پاره اخیستي دي.
په پېښور کې د پولیسو چارواکي د ورځپاڼې کالم لیکونکي محمدعلي باباخېل پاکستان فارورډ ته وویل چې دغه کتاب «یو ګټور کوشش دی. عامه ارتباطات... د عامو خلکو د اعتماد د پراختیا سبب ګرځي.»
هغه د خیبر پښتونخوا له پولیسو څخه غوښتنه وکړه چې دا دې یقیني کړي چې د قانون جوړونکیو، قاضیانو، عالمانو، ژورنالستانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون ډېر خلک دغه کتاب ولولي.
په پېښور کې د امنیتي چارو تحلیلګر او د فاټا پخواني امنیتي سکرټر متقاعد ډګرمن محمودشاه هم د یاد کتاب ډېره ستاینه وکړه.
شاه پاکستان فارورډ ته وویل چې، «خلک باید د هغو قربانیو او زړورتیاوو په هکله خبر شي چې زمونږ پولیس ځواک له ترهګرۍ سره په جګړه کې ښودلې دي.»
شاه وویل چې د عامو خلکو د نظریاتو ترلاسه کول به د پولیسو د انکشاف له پاره ګټور وړاندیزونه ولري.
شاه خبرداری ورکړ چې د خیبرپښتونخوا پولیس باید د خپلو ځانونو انکشاف ته دوام ورکړي ځکه چې ترهګر همېشه نوي مهارتونه او میتودونه ترلاسه کوي.