رسنۍ

پاکستانې ايف ايم رادیو پروګرام د طالبانو دښمنانو ته ډاډ ورکوي

جاويد محمود لخوا

پاکستانې د دسمبر په ۳۱ مه په پېښور کې په 'سباوون' راډيو خبرې اترې خپرونه کې برخه اخلي. مقالې په زغم، اتفاق او د تاوتريخوالې پر ضد خبرو اترو باندې مشتمل دي. د۱ پروګرام د ۲۰۰۹ کال راهیسې خپور شوی دی او د خېبرپښتونخوا او فاټا اوریدونکو ته رسېږي. [جاويد محمود]

پاکستانې د دسمبر په ۳۱ مه په پېښور کې په 'سباوون' راډيو خبرې اترې خپرونه کې برخه اخلي. مقالې په زغم، اتفاق او د تاوتريخوالې پر ضد خبرو اترو باندې مشتمل دي. د۱ پروګرام د ۲۰۰۹ کال راهیسې خپور شوی دی او د خېبرپښتونخوا او فاټا اوریدونکو ته رسېږي. [جاويد محمود]

اسلام اباد - د پېښور يو ايف ايم راډيو پروګرام د وسله والو په وړاندې مبارزه کې مشري کوي.

په اسلام اباد کې د څیړنې او د امنیت د مطالعاتو مرکز (CRSS) اجرايوي مشر، امتياز ګل، پاکستان فارورډ ته وويل، له ۲۰۰۹ کال راهیسې، "سباوون" مذهبي زغم، ټولنیز سمون او بشري حقونو ته وده ورکولو کې مهم رول لوبولی دی.

د پېښور شمس مهمند، د دې پروګرام د پروژې مدیر، پاکستان فاررډ ته وويل، انصاف، د قانون بالادستې او سوله بيز ګډ ژوند د دې پروګرام شعارونه دي.

ګل وويل، د څیړنې او د امنیت د مطالعاتو مرکز د پښتنو د ژبې دا پروګرام چلوي چې د خيبر پښتونخوا او د وفاق د انتظام ترلاندې قبايلي سسيمو کې ټولو خلکو ته رسېږي.

هغه وويل، دا طرحه شوی دی چې د بشري حقونو درناوی د خلکو په ذهنونو کې مرتسم کړي، د ښه حکومتدارۍ په اړتیا تاکید وکړي، د ديموکراتيکو اصلاحاتو لپاره ډېره پوهه رامنځته کړي او د رسمي ادارو او يا غير رسمي سلا مشورو له لارې د پالیسۍ په جوړولو کې برخه اخيستلو لپاره خلکو ته موقعې ورکړي.

دا پروګرام ايف ايم ۱۰۱ پېښور، AM ۱۲۶۰ پېښور او ايف ايم ۹۳ ډیره اسماعیل خان نه خپرولې شي.

د خلکو په باور کې زياتوالې راځې

د دې رادیو د خپرونې تاريخ د امنيتي ځواکونو د طالبانو له راپرځولو پرمختګ سره څنګ په څنګ دی.

ګل وويل چې دې پروګرام خپلو اوریدونکو ته جرأت ورکړې دی چې دوی د وسله والو پر ضد خبرې وکړي.

هغه وويل چې په لومړیو کلونو کې اوريدونکې به د "طالبانو" کلمه په لوړ آواز ويلو له امله ډاريدل. که څه هم، په ۲۰۱۲ کال کې دغه ميلان بدليدل پيل شو او اوس تليفون کونکې په آزاده توګه د وسله والو خلاف خپله کرکه څرګندوي.

هغه وويل: " طالبانو به د دې پروګرام په اړه موږ ته ګواښونه کول." "خو ... موږ د 'سباوون' د موخې ترلاسه کولو لپاره د دې پروګرام خپرونې ته دوام ورکړ."

په خیبر پښتونخوا او فاټا کې مدني ټولنو د دې پروګرام له خوا ډاډ ترلاسه کولو له امله په مهمو مسایلو په اړه خپل دريځ څرګندولو کې تجربه تر لاسه کړې ده.

مهمند وويل، "موږ په اونۍ کې څلور ځله دا پروګرام خپروو او هر يو پروګرام ۵۰ دقیقو پورې چليږې."

هغه وويل: "موږ په هر پروګرام کې دوه يا درې مهم میلمانه رابلو." " میلمانه خپل ماهرانه نظرونه وړاندې کوي او د تليفون کونکو ژوندې پوښتنو ته ځواب ورکوي."

هغه وويل، دا پروګرام اغېزمن فیډبک ترلاسه کوي او د خیبر پښتونخوا او د فاټا د ټولو ښه پېژندل شوې ايف ايم راډيو ننداره ده.

هغه وويل، "موږ د پاکستان راډيو شبکه کاروو. داسې کار کولو لا امله دا په خېبرپښتونخوا او فاټا کې د نندارۍ خپرونه زياتوي."

ګل وويل، په پاکستان کې د ايف ايم راډيو خپرونې په "معلوماتي او تفریحي" پروګرامونو باندې په يوه ځانګړې توګه ټینګار کولو په اړه پېژندلې شې. خو، سباوون غواړي چې جدي محتوا برابر کړي او له دې کار کولو سره يي ډېر اوریدونکې جلب کړي دي.

د اوریدونکو نظرونه لټول

ګل وويل، له ۲۰۰۹ کال راهیسې د څیړنې او د امنیت د مطالعاتو مرکزتقريباً۳،۰۰۰ د پوهاوي د لوړولو په اړه د رادیو پروګرامونه خپورکړي دي.

ګل وويل: " موږ هڅې کوو چې بې اعتباره افراطي فلسفې چې د سخت دريځه وسله والو له خوا تکثير شوي دي مخنيوي وکړو او د سولې، زغم، او د ګډ ژوند د ايډياليزم پر بنسټ منځلاري نظرته وده ورکړو."

ګل وويل، د سباوون کارکوونکې د خپل پرمختګ د ولسواکو بحثونو ته وده وروکولو کې او تنقيدې تفکر پارولو کې له خپلو اوریدونکو ته د رسيدو سره ، د هغوی د هر پروګرام په اړه فیډبک غوښتنه کې او د دې پروګرام د درک له لاري ارزونه کوي.

هغه وويل چي فیډبک مثبت دی. برسېره پر دې، د خیبر پښتونخوا او فاټا اوسيدونکو، د قانون د پلي کولو ادارو او رسنیو د څیړنې او د امنیت د مطالعاتو مرکز د طالبانو پر ضد مبارزې او د سولې او دیموکراسۍ د ودې لپاره د راديو کارولو په اړه خپله ستاينه څرګنده کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500