زده کړه

خیبر پښتونخوا د اورپکۍ په مقابل کې د مبارزې له پاره د تعلیم بودجه زیاتوي

ظاهرشاه

په دغه عکس چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده ماشومان، میندې پلرونه او استادان د خیبر ایجنسۍ د جمرود تحصیل په هاشم اباد کې د حکومتي ابتداییه ښوونځي مخې ته ولاړ دي.‌ [دانش یوسفزی]

په دغه عکس چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده ماشومان، میندې پلرونه او استادان د خیبر ایجنسۍ د جمرود تحصیل په هاشم اباد کې د حکومتي ابتداییه ښوونځي مخې ته ولاړ دي.‌ [دانش یوسفزی]

پېښور -- خیبر پښتونخوا بیا د تعلیمي معیارونو د لوړولو له پاره له خپلې ټولې بودجې څخه د نژدې ۲۸٪ په تخصیصولو سره د پاکستان د ایالتونو په منځ کې تر نورو مخکې ده.‌ دغه ایالت د جګړې او اورپکۍ له امله له لسیزو راهیسې له ستونزو سره مخامخ دی.

د دغه تمویل هدف دا دی چې د نصاب او تعمیراتو، او همدارنګه په ښوونځیو کې د ماشومانو د ساتلو او د افراطیانو له نفوذ څخه د لیرې کولو په شمول،‌ د لمس وړ او لمس نه وړ برخې عصري کړای شي.‌

د خیبر پښتونخوا د بودجې د حکومتي راپور په اساس، د تعلیم له پاره د دغه ایالت بودجه د ۲۰۱۵ - ۲۰۱۶ تعلیمي کال له ۱۱۹.۷ بیلونه روپیو (۱.۱ بیلیون امریکایي ډالرو) څخه په ۲۰۱۶ - ۲۰۱۷ تعلیمي کال کې ۱۴۳.۴ بیلیونه روپیو (۱۳.۷ بیلیونه امریکایي ډالرو) ته زیاته کړای شوه.‌

په اسلام اباد کې د تعلیم د اصلاحاتو د یوې غیرحکومتي موسسې الف اعلان د بودجې د تحلیلونو په اساس، د تعلیم له پاره د خیبر پښتونخوا د ۲۸٪ مختص کړای شوې بودجې پلان د سیند ایالت د ۲۰٪ بودجې او د پنجاب د ۱۸٪ بودجې په نسبت ښه دی.‌

ماشومان په ښوونځي کې ساتل

د خیبر پښتونخوا چارواکي غواړي چې په دې برخه کې لا ښه کار وکړي چې ښوونځیو ته د ماشومانو تګ جاري او ماشومان له داسې افراطیانو څخه لیرې وساتي چې ثوابونه او د جنت خوبونه خرڅوي.‌

د الف اعلان د معلوماتو په اساس، د خیبر پښتونخوا ماشومان چې ښوونځیو ته ځي په غیرمتناسب ډول ډېر یې نارینه دي:‌ ۵۲٪ نجونې او ۲۱٪ هلکانو ښوونځیو ته نه ځي.‌

له ابتدائیه ښوونځیو څخه د پاتې کېدونکیو یا ترک کوونکیو ماشومانو اندازه هم دې ته ورته ده:‌ ۴۶٪ نجونې پاتې کېږي، او ۲۵٪ هلکان.‌

د خیبر پښتونخوا د تعلیم د څانګې ماهران او فعالان وایي چې د تعلیم له پاره د لګښتونو په ډېرولو کې د خیبر پښتونخوا پلان کولی شي مرسته وکړي چې دغه ویجاړوونکي میلانونه بېرته په څټ بوځي.‌

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر مظفرسید خان پاکستان فارورډ ته وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت همدارنګه غواړي چې خپلې پیسې په مدبرانه توګه مصرف کړي -- هغه خپله تعلیمي بودجه په ابتدائیه او ثانوي تعلیم باندې لګوي څو یقیني کړي چې ټول ماشومان وکولی شي چې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو اراده ولري.‌

تعلیم او تربیه د پالیسي جوړوونکیو له پاره یو لومړیتوب دی

په اسلام اباد کې د ټولنیزو او سیاسي علومو د انسټیټیوټ غړي د تعلیم ماهر او مشر محقق احمد علی د خیبر پښتونخوا د حکومت د دغه ګام ستاینه وکړه.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دا مهمه ده چې بودجه ... د لومړیتوب یا ارجحیت په اساس لکه د استادانو د ظرفیتونو جوړولو، په ښوونځیو کې د اسانتیاوو د بیاجوړولو او زیاتولو، د خرابو شویو تعمیراتو د بیا جوړولو او د نویو تعمیراتو د جوړولو په برخو کې ولګول شي.‌

هغه وویل،‌ «د شاګردانو د شمولیت کار یوازې هغه وخت کېدای شي چې ښه نتیجه ورکړي چې که د خیبر پښتونخوا د تعلیم چارواکي دغه پیسې ... منځني ښوونځي او د لېسې یا های سکول د دورې له پاره د ماشومانو د ساتنې په برخه کې په مدبرانه توګه ولګوي.»

هغه وویل، «دا حقیقت چې ټولو ایالتونو خپلې د تعلیم بودجې زیاتې کړي دي ښیي چې تعلیم د پاکستاني چارواکو له پاره د اولویت یا ارجحیت په پالیسۍ باندې بدل شوی دی.»

یو روښانه راتلونکی نسل

د سولې د چارو فعال او په نوښار ولسوالۍ کې د سباوون تعلیمي اکاډمۍ مؤسس عامر ګمریاني وویل چې د خیبر پښتونخوا د تعلیم د څانګې لګښتونه د ستاینې وړ دي.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «په قوي اراده د کار کولو له پاره زیاتې پیسې لرل په وضعه کې ښه والی راولي.‌ تاسو د بېخبنا یا انفراسټرکچر د جوړولو،‌ موجودو اسانتیاوو ته د ودې ورکولو او د لا زیاتو مرکزونو د برابرولو له پاره پیسو ته ضرورت لرۍ.»

هغه زیاته کړه چې،‌ «تر ټولو مهم شی د بشري منابعو جوړول دي.»

هغه وویل،‌ «د پیسو ډېره برخه باید په دې ولګول شي چې د استادانو تر منځ د سولې او زغم روحیه رامنځته کړای شي،‌ ښوونکي یا استادان د ماشومانو د پوهولو له پاره تر ټولو ښې سرچینې دي.»

هغه په پای کې وویل،‌ «د تعلیم په برخه کې ډېر لګښت به له مونږ سره مرسته وکړي چې د افراطي فکر پر ځای د یوه روښانه راتلونکي نسل د روزنې هدف ترسره کړو.»

د اورپکۍ په مقابل کې د مبارزې قوي وسیله

په پېښور کې د مدني ټولنې او بشري حقونو یوه فعال قمر نسیم وویل چې د تعلیمي لګښتونو په برخه کې ډېرښت د زده کوونکیو د تعلیم په برخه کې له ښو نتایجو سره رابطه لري.‌

هغه وویل چې دغه ډول مالي تمویل به د هغو ښوونځیو یا سکولونو په بیا جوړونه کې مرسته وکړي چې ترهګرو وران کړي دي او دغه ښوونځیونه به د دې وړ کړي چې لا نورو ماشومانو ته د تعلیم اسانتیاوې برابرې کړي او زیاته یې کړه چې تعلیم په ماشومانو کې د اورپکیو له خوا د جذب هیلو ته ماتې ورکوي.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «تعلیم کیدای شي چې یو له هغو ډېرو قوي وسایلو څخه وي چې مونږ کولی شو چې په خپلو ملي هڅو کې یې د سولې د انکشاف له پاره تطبیق کړو.»

په پېښور کې د ښوونځي یوه استاد محمد اقبال وویل، تعلیم په مستقل ډول د سوچ کولو له پاره لاره چاره برابروي او نویو فکرونو ته دروازې پرانیزي.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل،‌ «احتمال شته چې هغه ځوانان او ماشومان چې توجه ورته نه کیږي اورپکۍ ته مخه کړي. که چېرې ۲۸٪ بودجه داسې ولګول شي چې نور ماشومان ښوونځیو ته راولي او تعلیم ورکړي،‌ دا به په سیمه کې د اورپکۍ او ترهګرۍ په مقابل کې د مبارزې یو بنیاد جوړ کړي.»

هغه وویل، «تعلیم اعتماد رامنځته کوي، اعتماد هیله رامنځته کوي او هیله سوله رامنځته کوي.»

اقبال وویل،‌ «مستقل سوچ لرونکي خلک کوشش کوي چې د دنیا په رابطه سوچ وکړي او د دې په ځای چې په پټو سترګو د نورو په فکرونو پسې لاړ شي د مسایلو په هکله خپل نتایج اخلي. د تعلیم له لارې د مفاهمې مهارتونه تېزېږي، او مفاهمه د شخړو د حل کیلي ده.»

په پېښور کې د ښوونځي یوې استادې رحیمې باتول وویل، «د ښه کیفیت تعلیم د ښوونځیو ماشومانو ته داسې طریقې ورښیي چې د هغو په واسطه په خپلو جوامعو کې خپلې ستونزې حلوي.‌ تعلیم غربت یا فقر، چې اکثر وختونه د شخړو او افراطیت سبب ګرځي، کموي.‌»

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، « لږ احتمال شته چې تعلیم یافته خلک په حکومت کې د فساد موجودیت ومني او کولی شي چې په حکومت کې لا ډېره حساب ورکوونه یا مسؤلیت مننه تحریک کړي،‌ په داسې حال کې چې د دې احتمال زیات دی چې بې تعلیمه خلک د اورپکۍ او ترهګرۍ ملاتړ وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500