جرم او انصاف

چټک او ګړندى انصاف د پاکستانيانو پر حکومت باور ته وده ورکوي

محمد شکيل لخوا

په پېښورکې د جولای په مياشت کې مرکزي زندان ښودل شوی دی. په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د پوځ د عامه ښوونځی وژنې له وروستو چارواکو د شکمن ترهګرو محاکمې ته چټکتيا ورکړې ده. [محمد شکيل]

په پېښورکې د جولای په مياشت کې مرکزي زندان ښودل شوی دی. په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د پوځ د عامه ښوونځی وژنې له وروستو چارواکو د شکمن ترهګرو محاکمې ته چټکتيا ورکړې ده. [محمد شکيل]

پېښور - د پاکستان كورنۍ د ترهګرۍ له امله د خپلو عزیزانو په وژنې ماتم کوې. دوی د پاکستان د ترهګرۍ محاکمې ته چټکتيا ورکولو په اړه هڅو ته هرکلی کوي.

د پوځ د عامه ښوونځی (APS) په پېښور کې د ۱۴۰ څخه زیات ماشومانانو او ښوونکو په دسمبر، ۲۰۱۴ کال کې تروریستي ډله ايزې وژنې په تړاو د تروریستي محاکمې د شواهدو د نشتوالې له امله په کلونو لپاره ځنډول شوې وې کومې چې په عمومي توګه په سست ملکي قضايي سيستم کې يي فيصلې کيږي.

ماتم کونکې کورنۍ په دغه حالاتو کې مرسته نه لري

خو، په پېښور کې د ډله ييزې وژنې وروسته، چارواکو پرېکړه وکړه چې هغه کسان چې په چټک پوځي محاکمې کې يي سزا يقيني شوه ښايي چې د تروریزم د ماتې په لړ کې د اړخیزې ستراتیژي يوه ګټوره برخه وي.

د ستراتیژۍ په نورو برخو کې په کراچۍ او په قباييلي سيمو کې د امنیتي ځواکونو له خوا څو کلن مبارزې شاملې دي.

د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د جولای په څوارلسمه نيټه د پاکستان د چارواکو د ۱۲ وسله والو د مرګ په سزا په تصديق کې کلکوالی څرګند کړ، چې دغه کسان د پوځي محکمې د ملکي وګړو د وژلو او ځواکونو پر بريد له امله محکوم کړي وو.

د جولای د و۱۷ مې نيټي يو راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزير ميا محمد نواز شريف په دې وروستيو کې افغانستان ولسمشر اشرف غني ته په تلیفون وويل: "زه به د خپل هیواد د خاورې نه د تروریزم له منځه وړلو د کمپاين مشرې کوم."

قضايي خلاء له منځه وړل

د پېښور متقاعد ډګروال جې بې شاه بخاری، د دفاعي او سياسي چارو کارپوه وايي چې د څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د وسله والو مورال د دوو دليلونو له امله لوړ و.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "هغوی خپل لامل عادلانه ګڼلو، او دوی فکر کوو چې قضايي خلاء به دوی ته د تېښتې يوه لاره ورکړي."

د APS قتل عام وروسته، که څه هم، زیاتې محفوظ پوځي محکمې، چې د ملکي قاضیانو په پرتله پوځي قاضيان ويرول او يا وژل ګرانه ده، ترهګرو ته سختې سزاګانې ورکوي.

راجا محمد ارشاد، پخواني مرستيال لوی څارنوال په تیراګست کې وويل: " سخت دريځې وسله وال چې خپل ځانونه د انصاف نه مستثنا ګڼي په پوځي محکمو کې به يي فيصلې وشي."

پاکستاني شنونکو په ۲۰۱۶ کې په تروريستي بريدونوکې د ستوغ کمښت يادونه وکړه، کله نه چې محکمې او ځواکونه د وسله والو سره مخامخ شوې دي.

د سوېلي اسيا د تروریزم پورټل له مخې، د مثال په توګه، د اپریل په ۱۷مه نيټه، پاکستان د تروریستي اعمالو له امله د ملکي او امنیتي کارکوونکو۳۲۴ مړینې ثبت کړې دي. په داسې حال کې دغه ټوله شميره لوړه ده، خو د ۲۰۱۵ کال په دغه موده کې د ۴۵۸ مړينو په نسبت کمه شوې ده.

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د پاکستان مسلم ليګ د استازيتوب کوونکي غړي، محمد رشاد خان وويل: "د حکومت د پالیسۍ او د دولتي ادارو اغيزمنتيا په تروريزم کې کمې راوستی دی، چې د خيبر پښتونخوا (KP) په برخو کې يو ناوړه واقعیت و."

له نورو پوځي محاکمو سره مرسته کول

خان وړانديز وکړ چې پوځي محکمو ته دې د شکمن ترهګر محاکمه کولو واک ورکړی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " د ای پي ايس د ټوله ايز وژنې وروسته، د پوځي محکمو کاري دوره، چې له جنورۍ ۲۰۱۵ نه تر جنورۍ ۲۰۱۷ کال پورې د دوو کلونو لپاره جوړه شوې وه، بايد وغځولی شي."

خان د څو اړخیزه ځپلو څخه د پرمختګ مختلفو نښو ته په اشاره وويل: "د سخت دريځو د ملا تیر مات شوی دی، د هغوی ځالې او خوندي پټنځايونه له منځه وړل شوې دي، او دوی په تېښته دي."

د يو ژوندې پاتې شوی پلار خبرې کوي

د هغه خلکو خپلوان چې د ترهګرو له خوا وژل شوي او ژوبل شوي دي خوښ دي چې محکمې ترهګرو ته سزا ورکوي.

د پېښور د يوه زده کوونکې، چې په APS وژنه کې ټپي شوی و، پلار ظهيرالدين پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د ناوړه ډول عذاب سره مخامخ وو."

هغه وويل: "اوس موږ په همدې قانع يو چې ترهګر هم په دغه ستونزمن حالاتو کې ولیدل." هغه په کراچۍ او قبایلې سېمو کې د ترهګرۍ ضد روان عملياتو او د شکمن ترهګرو مانا خيز پوځي محاکمو ته اشاره وکړه.

د مثال په توګه، د APS بريد څلور ترهګر د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې په کوهاټ کې په دار ووژل شو.

ظهير وويل: "زموږ ټولنه چې د تاوتريخوالي په پېښو کې ... ورته زيان رسيدلې و، ارام يي ترلاسه کړی دی." "زموږ په حکومت باندې د باور کچه لوړه شوې ده کله نه چې پوځي محکمو سخت دریځي محکوم کړې دي."

ظهيرترهګرۍ ته د ماتې ورکولو په اړه نورې مشورې هم لرلي: په مدرسو کې داسې ډول نصاب معرفي کول چې زغم او سولې ته وده ورکوي.

هغه وويل، چې اوږد مهاله موخه دا ده چې د تاوترېخوالې سیمو اوسېدونکو په نظر کې بدلون راولو.

په پېښور کې د ايليټ خېبرپښتونخوا پوليسو ځواک يو چارواکې وقار خان وويل، خلک د ۲۰۱۴ په جون کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو له پیل کيدو راهیسې د ترهګرۍ په وړاندې د حکومت له هڅو څخه مننه کوې.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د قانون د پلي کولو پرسونل د تورنو د جرمونو د محکوميت له ليدلو وروسته د لوړ مورال څخه خوښ دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500