تروريزم

تحلیلګران: د لوبو ټوپکونه کولی شي چې پاکستاني ماشومان د ترهګرۍ خوا ته رهبري کړي

دانش یوسفزی

ماشومان د جولای په ۳مه په پېښور کې د لوبو ټوپکونو سره لوبې کوي. [دانش یوسفزی]

ماشومان د جولای په ۳مه په پېښور کې د لوبو ټوپکونو سره لوبې کوي. [دانش یوسفزی]

پېښور -- د خیبر پښتونخوا په پېښور ولسوالۍ کې چارواکيو چې په ماشومانو کې د تاوتریخوالي او د ممکنه ترهګریزو میلانونو د رامنځته کېدلو له امله اندېښمن دي، په وروستیو وختونو کې تصمیم ونیو چې په یاده ولسوالۍ کې د لوبو په ټوپکونو او بادي ټوپکونو په خرڅانه باندې بندیز ولګوي.

د پېښور مرستیال کمېشنر ریاض محسود پاکستان فارورډ ته وویل چې، دغه بندیز به په ټوله جولای میاشت کې روان وي. چارواکي به په دغې پالیسۍ وروسته له هغه چې وخت یې پای ته ورسېږي بیا کتنه وکړي.

سزا کېدای شي چې دومره سخته وي چې تر شپږو میاشتو پورې بند او ۵۰۰۰۰ روپۍ (۵۰۰ امریکایي ډالر) جریمه ولري.

د لوبو ټوپکونو دومره پخوانی دود دی لکه څومره چې پخپله ټوپکونه دي او دا د اختر او نورو جشنونو پر وخت د ماشومانو د مېلو یوه لویه برخه جوړوي.

محسود وویل، خو، «د لوبو د ټوپکونو کارول د ماشومانو په ذهن باندې منفي تاثیر لري. هغه کولی شي چې هغوی د ترهګرۍ او نه زغم خوا ته سوق کړي.»

محسود زیاته کړه، «د لوبو د ټوپکونو تر څنګه، د ماشومانو له پاره نور د لوبو شیان هم شته. مونږ باید ماشومانو ته دا ونه ښیو چې څنګه وسلې استعمال کړي.»

کلک تنفیذ

محسود وویل، «د سرغړوونکیو پر ضد به سخت چلند وشي.»

محسود وویل، «د جولای د میاشتې په جریان کې، د ولسوالۍ ادارې د پېښور په بېلابېلو مارکېټونو کې ۵۵ دوکانونه مهر ولاک کړي او له ۳۰ تنو څخه ډېر هغه کسان یې نیولي چې د لوبو د ټوپکونو کار یې کاوه.»

د خیبر پښتونخوا پولیسو د جولای په ۳مه په کارخانو مارکېټ یوه لارۍ چې د لوبو په ټوپکونو ډکه وه ضبط کړه. هغوی ټول بار د حیات اباد د پولیسو په تاڼه کې له منځه وېووړ.

د پېښور د لوبو د سامانو یوه دوکاندار اکرام الله خان پاکستان فارورډ ته وویل چې هغه له ۱۰ کالو راهیسې د لوبو ټوپکونه خرڅول.

خو سږ کال، هغه دغه ډول سامان نه خرڅوي. تېر کال، د یوه بل موقت بندیز پر وخت، محلي پولیسو له هغه څخه د لوبو د ټوپکونو د خرڅولو له امله ۵۰۰۰ روپۍ (۵۰ امریکایي ډالر) جریمه واخیستله.

یو وېروونکی زخم

د پېښور یوه اوسېدونکي وجاهت خان د هغې پیښې کیسه وکړه چې په ۲۰۱۳ کال کې څنګه وړوکی اختر د هغوی د کورنۍ له پاره په خفګان بدل شو.

په هغې ورځ، د هغه وراره د وجاهت خان شپږ کلن زوی واجد په بادي ټوپک وویشت.

وجاهت وویل، «زما له زوې نه وینې روانې وې. مونږ هغه روغتون ته ورساوه. الحمدلله چې د هغه سترګه بچه وه.»

له هغې ورځې راهیسې، هغه د لوبو د هر ډول ټوپکونو مخالف دی. هغه وویل چې، که دغو ټوپکونو ته د لوبو ټوپکونه هم ویل کیږي خو بیا هم کولی شي چې ماشومان ژوبل کړي.

د دایمي بندیز له پاره غوښتنې

په پېښور کې د مدني ټولنې او د ماشومانو خیریه ادارې د یوه داسې دایمي بندیز غوښتنه کوي چې د لوبو ټوپکونه د تل له پاره بند کړای شي.

د پېښور یوه مدني فعال او د الټرنیټیف نیریټیف اګیسنټ وایلینس په نامه غیرحکومتي موسسې یوه غړي شفیق ګیګیاڼي پاکستان فارورډ ته وویل چې پښتانه باید په خپله ټولنه کې دا روایت بدل کړي چې ټوپک د زور او زړورتیا نښه ده.

هغه وویل، «مونږ باید د وسلو پرځای ساینس او تعلیم ولرو.»

ګیګیاڼي په ټول هېواد کې د یوه بشپړ بندیز هیله کوي.

هغه استدلال وکړ چې، «مونږ باید خپلو د ښوونځیو ماشومانو ته یو سوله ییز نصاب تدریس کړو.»

د پېښور یوې مدني فعالې ثنا اعجاز پاکستان فارورډ ته وویل، په هغو سیمو کې چې ترهګرۍ ځپلې دي د لوبو ټوپکونه د جنګ هغه تاثیرات چې ماشومان یې اخلي لا نور پېچلي کوي.

هغې وویل چې، دا چې ماشومان د سبا رهبران جوړیږي، هغوی باید داسې د لوبو وسایل ولري چې هغه سوله ښیي.

هغې وویل، «هغه به له مونږ سره مرسته وکړي چې جګړې او ترهګرۍ ته د پای ټکی کېږدو.»

اعجاز له دوکاندارانو څخه غوښتنه وکړه چې د لوبو ټوپکونو د لوبو په داسې نورو وسیلو بدل کړي چې هغه مثبت تاثیر رامنځته کوي.

له اصلي شي سره بېخي مشابه

په پېښور ښار کې د پولیسو یوه چارواکي وسیم خلیل پاکستان فارورډ ته وویل، د لوبو ټوپکونه اصلي ټوپکونو ته ډېر زیات نژدې دي.

هغه وویل، یو څوک چې د لوبو ټوپک اخلي هغه خپلو ماشومانو ته دا ورښيي چې څنګه اصلي ټوپکونه استعمال کړي.

هغه وویل، «میندې او پلرونه فکر کوي چې هغه یوازې د لوبو سامان دی. د هغوی فکر سم نه دی.»

هغه وویل چې په (۱۹۷۹کې) په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له حملې راهیسې بې وقفې جګړې او ترهګرۍ پښتانه له وسلو سره عادت کړي دي.

هغه وویل، «هر څوک په پاکستان کې د پښتنو په سیمو کې له وسلو سره بلد دی. دغه اصلي علت دی چې زمونږ ماشومان ټوپکونه خوښوي.»

هغه وویل، د خلیل ګروپ د ولسوالۍ احکام په کلک ډول تنفیذوي چې د لوبو د ټوپکونو په سوداګرو او جوړوونکیو باندې محدودیتونه ولګوي.

د اورنیو وسلو خوا ته د کشش د ودرولو هیله

چارواکي او ارواپوهان یا سایکالوجسټان هیله لري چې د پېښور د ۱۱ کلن عارف خان په څېر ماشومان به د خپلې انرژۍ د لګولو له پاره نورې لارې چارې ومومي.

عارف په ښکاره توګه وایي چې نوموړی له ټوپکونو سره مینه لري. هغه په وروستیو وختونو کې د کارخانو له مارکېټ نه د لوبو ټوپک واخیست.

هغه وویل، هغه بېخي اصلي ښکاري او هغه کولی شي چې مرغۍ پرې وولي.

د پېښور یوه ارواپوه جاوېدخان خبرداری ورکړ چې یو شمېر هغه ماشومان چې د لوبو له ټوپکونو سره سروکار لري هغوی به ښه راتلونکی ونه لري.

هغه وویل چې ترهګر کولی شي چې ځوان پاکستانیان چې د لوبو له ټوپکونو سره له لوبېدلو څخه یې غلط درسونه زده کړي وي په اسانۍ سره په خپلو لیکو کې ونیسي، او زیاته یې کړه چې دغه وضعه به هغه وخت په ستونزه واوړي چې دغه ډول کسان اورنیو وسلو ته لاس رسی ومومي.

هغه په پای کې وویل چې، «د لوبو ټوپکونه... باید د تل له پاره بند کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډير ښه معلومات دي؛ زموږ حکومت باید د نانځکې ټوپکو په وړاندې اقدام وکړي. تاسو بايد زياته هڅه وکړۍ چې داسې قسم معلوماتي لیکلنې وړاندې کړۍ.

ځواب