امنیت

د اویس علي شاه راخوشې کول د پاکستان په امنیتي ځواکونو اعتماد پیاوړی کوي

ضیاءالرحمان

د وکیلانو د ټولنې بېلابېل مشران د جولای په ۱۸مه په کراچۍ کې سره راغونډ شوي چې د سند د مرافعه محکمې د مشر قاضي سجاد علي شاه د تښتول شوي زوي اویس علي شاه د راخوشې کولو غوښتنه وکړي. پاکستاني ځواکونو یوه ورځ وروسته کشر شاه په ټانک ولسوالۍ کې راخوشی کړ. [ضیاءالرحمان]

د وکیلانو د ټولنې بېلابېل مشران د جولای په ۱۸مه په کراچۍ کې سره راغونډ شوي چې د سند د مرافعه محکمې د مشر قاضي سجاد علي شاه د تښتول شوي زوي اویس علي شاه د راخوشې کولو غوښتنه وکړي. پاکستاني ځواکونو یوه ورځ وروسته کشر شاه په ټانک ولسوالۍ کې راخوشی کړ. [ضیاءالرحمان]

کراچۍ -- د پاکستان د حقوق پوهانو ټولنه د سند د مرافعه محکمې د قاضی القضات زوی اویس علی شاه ته په خوندي توګه د نجات ورکولو له امله د قانون نافذوونکیو او استخباراتي ادارو ستاینه کوي. نوموړی ۲۹ ورځې د طالبانو په توقیف کې وو.

د حقوقي چارو کتونکي وایي چې د استخباراتي معلوماتو په اساس نجات د قاضیانو، وکیلانو او د هغوی د کورنیو د خوندي کولو په برخه کې د حکومت مخ پر ودې وړتیا ښیي.

بریالي عملیات

نا پېژاندو سړیو چې مخونه یې پټ ول د جون په ۲۰مه یو وکیل، اویس، په کراچۍ کې وتښتولو.

د جولای په ۱۹مه پاکستاني امنیتي پرسونل اویس ته د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې نجات ورکړ.

د پاکستان د اردو ویاند ډګرجنرال عاصم سلیم باجوه وویل چې د ډزو له یوې نښتې څخه وروسته چې درې تنه تښتوونکي په کې ووژل شول، امنیتي ځواکونو اویس په یوه موټر کې چې د درې تښتوونکي جسدونو په کې پراته ول، وموند.

ټانک له جنوبي وزیرستان سره نژدې په داسې یوه سیمه کې پروت دی چې هلته د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر ضد د ضرب عضب عملیات ترسره کړل. دغه عملیات د ۲۰۱۴ کال په جون کې پیل شول.

باجوه وویل چې د اویس په تښتولو کې د پاکستان د طالبانو د تحریک (TTP) څخه د یوې جلا شوې ډلې او د القاعده غړو لاس درلود.

باجوه وویل، هغو سرتېرو، چې هغه تښتوونکي یې ووژل چې ښایي پلان یې درلود چې اویس افغانستان ته انتقال کړي، له ترهګرو څخه وسلې، چاودونکي مواد او مهمات ترلاسه کړل.

باجوه وویل چې د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال رحیل شریف د هغو ځواکونو ستاینه کړې ده چې د اویس د را خلاصولو عملیات یې ترسره کړل او د اویس کورنۍ ته یې مبارکي وویله.

د وېرې د خپرولو له پاره په لوړه سطحه د تښتونو هڅه

په وروستیو کلونو کې، ترهګرو د پنجاب د وژل شوي والي سلمان تاثیر د زوي شهباز تاثیر، او د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګېلاني د زوي علي حیدر ګېلاني په شمول نورې په لوړه سطحه تښتونې ترسره کړې دي.

امنیتي ځواکونو شهباز ته د مارچ په میاشت کې په بلوچستان ایالت کې له نژدې پنځو کلونو یرغمل کېدا څخه وروسته نجات ورکړ. افغان ځواکونو د مۍ په میاشت کې له نژدې درې کاله بند څخه وروسته د افغانستان په غزني ولایت کې علي ته نجات ورکړ.

باجوه د شهباز او علي تښتوونکیو ته په اشارې سره وویل، «هغوی غوښتل چې ترهګري خپره کړي».

اویس د جولای په ۱۹مه په خوښۍ سره په کراچۍ کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

په اسلام اباد کې مېشت ژورنالست طاهرعلي چې امنيتي مسایل څاري پاکستان فارورډ ته وویل چې د اویس تښتونې د کراچۍ د اوسېدونکو تر منځ په عمومي توګه او د ځایي عدلي ټولنې ترمنځ په ځانګړې توګه وېره خپره کړې وه.

علي وویل، «ښایي چې هغوی غوښتل چې اویس د لوړې کچې د نیول شویو اورپکو د راخوشي کولو له پاره د یوې وسیلې په توګه وکاروي.»

علي وویل، د اویس نجات په قانون نافذوونکیو او حکومت باندې باور بېرته پرځای کړی دی.

وکیلان د عملیاتو ستاینه کوي

د اویس له تښتونې راهیسې په کراچۍ کې د مدني ټولنې ډلو او د وکیلانو ټولنو ګڼ احتجاجونه ترتیب کړي او د هغه د چټک خلاصون غوښتنه یې کړې ده.

د کراچۍ د وکیلانو د ټولنې مشر محمود حسن پاکستان فارورډ ته وویل چې د بېلابېلو محکمو د وکیلانو ټولنو د جولای په ۱۸مه په کراچۍ کې پرېکړه وکړه چې که اویس تر یوې اونۍ پورې راخوشی نه کړای شي هغوی به یو احتجاجي حرکت پیل کړي.

د هغه ملاقات له ترسره کېدلو څخه یوه ورځ وروسته د اویس راخوشې کولو هغه پیلېدونکی احتجاج پای ته ورساوه. حسن د وکیلانو د ټولنې له خوا له حکومت څخه د هغوی د سخت کار له امله ستاینه وکړه چې اویس یې په خوندي توګه خپلې کورنۍ ته بېرته را ستون کړ.

د کراچۍ یوه وکیل سید مجید حسین د اویس له کور څخه بهر وویل، «دا ښیي چې قانون نافذوونکې ادارې اوس کولی شي چې د تښتونې هره قضیه حل کړي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د تېر وخت پر خلاف، تښوونکي... نور نشي کولی چې تښتول شوي کسان د اوږدې مودې له پاره له ځانونو سره وساتي،» او زیاته یې کړه چې دا په کراچۍ او سرحدي سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د ترسره شویو عملیاتو برکت دی.

د قاضیانو، د هغوی د کورنیو له پاره غوره امنیت

چارواکو هڅې شروع کړي دي چې د قاضیانو، وکیلانو او د هغوی د کورنیو له پاره لا ښه امنیت برابر کړي.

د پاکستان قاضی القضات انور ظهیر جمالی د جولای په ۱۸مه په اسلام اباد کې د حقوقي او امنیتي چارواکو په یوه کانفرانس کې د ټولو ایالتونو چیف سکرټرانو او د پولیسو ایالتي مشرانو ته امر وکړ چې قاضیانو او د هغوی کورنیو ته لا ډېر مصؤنیت برابر کړي.

په کراچۍ کې د سیند د سر وزیر سید قایم علی شاه حقوقي مشاور وکیل مرتضی وهاب صدیقي پاکستان فارورډ ته وویل چې د سند حکومت په داسې یوه پلان باندې کار کوي چې قاضیان او د هغوی کورنۍ خوندي کړي.

شاه د جولای په ۱۷مه د عدلي کارمندانو د خوندیتابه له پاره د یوه جلا پولیس ځواک د جوړولو حکم وکړ.

صدیقي پاکستان فارورډ ته وویل، «نژدې ۱۲۰۰ پولیس افسران د دې له پاره استخدام شوي چې د مرافعه محکمو قاضیان خوندي کړي، او له ۲۶۰۰ تنو څخه ډېر پولیس افسران د ټیټو محکمو د خوندي کولو له پاره ټاکل شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500