تروريزم

د عوامي ملي ګوند د مشر قتل د طالبانو پر دموکراسۍ يو بريد ګڼل کیږي

اشفاق يوسفزي لخوا

د عوامي ملي ګوند غړی د جولای په ۱۸ مه په يار حسين کلي کې د محمد شعیب خان په قبر دعا کوي. [ د اشفاق يوسفزي ٰلخوا]

د عوامي ملي ګوند غړی د جولای په ۱۸ مه په يار حسين کلي کې د محمد شعیب خان په قبر دعا کوي. [ د اشفاق يوسفزي ٰلخوا]

صوابۍ - په صوابۍ ولسوالۍ کې د خیبر پښتونخوا پارلمان د پخواني غړي وژنه په دې اونۍ کې د طالبانو د دموکراسۍ او د سولې د بهیر پر وړاندې مبارزې بيا ښکاره کړې.

په یوه موټرسایکل د جولای په ۱۷ مه يار حسين کلي کې نامعلومه قاتلانو د عوامي ملي ګوند (ANP) مشر، محمد شعیب خان ووژلو.

شعيب د ولايتي شورا یو پخوانی غړی و. د مرګ په وخت هغه د صوابۍ اصلاحې جرګې (د ريفورم کمېټې) ولسمشر و. هغه په کلکه د تاوتریخوالي مخالفت کړی و او د سولې پلوي فعالیتونو له پاره مشهور و.

د شعيب ګوند له غم او غوسه سره غبرګون وښود.

د عوامي ملي ګوند مشر اسفنديار ولي خان په یوه خبرپاڼه کې وويل: "وسله وال د دموکراسۍ د پلويانو وژنو له لارې خلک خپل غلامان نه شي جوړولی." " خلک زيات مقاومت لري او دوی د وسلوالۍ پر ضد ګامونه اخيستې دي."

هغه وويل: "موږ د طالبانو په وړاندې د جګړې [د هر ګوند] تر ټولو زیاته مرګ ژوبله زغملې ده." "زموږ ګوند به له دموکراسۍ سره ملاتړ او د تاوتريخوالي غندنې ته دوام ورکړي."

اسفنديار وويل، د عوامي ملي ګوند د شعيب زړورتيا ستايي. هغه وويل: "هغه په ۱۹۹۷ کال کې ايم پي ای ټاکل شوی وو او د خپل ۳۰ کلن اوږد سياسي ژوند په ترڅ کې د ترهګرۍ په وړاندې د يو ګټ په شان ولاړ وو."

د يار حسين يو اوسيدونکي محمد رفيق وويل، شعيب ستر ځايي شهرت لري او په سلا مشورو او خبرو اترو له لارې د شخړو په مخنیوي کې يې مهم رول لوبولی دی.

رفيق سنټرل اسيا آنلاين ته ويلي: "هغه د سولې د پالیسۍ له لارې د ډېرو ستونزو مخه په دې موخه ونيوله چې دغه ستونزې په بحران کې بدلې نه شي." "د یو زړور سړي په توګه شعیب خان چمتو و چې وسله والو سره مخامخ شي خو کله چې هغه چمتو نه و او د کلیوالو سره ناست و، په هغه بريد وکړی شو."

'خلک د ترهګرۍ په وړاندې متحد دي'

د مردان د ولسوالۍ ناظم، همايت الله مايار، چې د صوابۍ په يار حسين کلي کې یې د شعيب په جنازه کې ګډون وکړ، وويل، چې وسله وال د دموکراسۍ څخه ویریږي او دوی غواړي چې خپله اجنډا له بېرحمۍ لارې پر خلکو اجبار کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دغه عملونه په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي بلکه د غندنې وړ دي." "موږ اجازه نه شو ورکولی چې دوی موږ ته لارښوونه وکړي."

هغه وويل: " طالبانو په تېرو دريو کلونو کې د اوسني خیبر شورا څلور غړي وژلې دي، خو خلکو منځدوره یي ټاکنو کې له زيات رايو سره د استازو [ځيني وژل شوي استازي] وروڼه وټاکل." "هغه زیاته کړه، هغوی ډېر لوړ غږ او روښانه پیغام ورکړی دی چې خلک دموکراسي غواړي او تاوتريخوالی ردوي."

د صوابۍ د ولسوالۍ د پولیسو افسر جاويد اقبال وايي چې پوليسو په لومړنيو موندنو کې د دې خبرې تائید کړی دی چې د شعيب مرګ يو هدفي وژنه وه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "پلټنې د پرمختګ په حال کې دي، خو کومه طریقه چې کارول شوې ده هغه د طالبانو د پخواني بریدونو ته ورته ده."

په پېښور کې د فاټا د امنیتي چارو کارپوه او پخواني امنيتي منشي متقاعد ډګرمن محمود شاه وويل، چې طالبان پر "نرم اهداف" تمرکز کوي ځکه چې د پاکستان د پوځ له خوا د غیر تم بمبارۍ له امله هغوی په پراخه پيمانه د تروريستي بريدونو وس نه لري.

هغه پاکستان فاروډ ته وويل: "وسله والو چې يو ځل د خلکو د ملاتړ څخه برخمن وو، اوس په بشپړه توګه يوازې دي او د پټيدو لپاره ځايونو نه شي موندلی."

شاه وويل، د طالبانو له خوا بې وسلې کسان په نښه کول د هغوې ضعف څرګنده وي.

شاه زياته کړه چې "خلک او په ځانګړي ډول د سولې د کمیټو [لشکر] غړي باید محافظوی اقدامات واخلي، ځکه چې دوی په خطر کې دي"

په سولې باندي ټينګاركول

په پېښورکې د عوامي ملي ګوند مشر او د فدرال د اورګاډي پخوانی وزیر او په درې ځانمرګو بريدونو کې روغ پاتې کیدونکي، غلام احمد بلور ژمنه وکړه چې له ټولو وسیلو سره به د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو چې ولسواک نظام ته زيان ورسوي."

طالبانو په ۲۰۱۲ کال کې په پېښورکې د هغه کشر ورور، د خېبرپښتونخوا ستر وزير بشير احمد بلور وژلی وو.

بلور وويل: "د وسله والو بريدونه بې اثره شوي دي." "د سولې لپاره يو تشويق شته دی. خلک اوس چمتو دي چې د دښمنانو پر ضد ګامونه واخلي."

د ملي عوامي ګوند، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د طالبانو د وژنو او چاودنو له کبله یې ۸۰۰ غړي له لاسه ورکړي، د شعیب پر مرګ د ۱۰ ورځو ماتم کولو اعلان وکړ.

په پېښور کې د پولیسو عمومي منشي میا افتخار حسین پاکستان فارورډ ته وويل، د شعيب وژنه د ډارن توب يو عمل و.

هغه وويل: "طالبان موږ نه شي ويرولی." " سوله په خېبرپښتونخوا او فاټا کې موجود ده."

افتخار، چې د هغه زوی په ۲۰۱۰ کال کې په پبي کې د وسله والو له خوا وژل شوی و، زړور دی او په هر فورم د تروریزم سره مخالف دی.

هغه وويل چې پوځ بايد د وسله والو ځپلو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

دا وژنه د ترهګرۍ عمل وګڼلی شوه

لکه څنګه چې شعيب له چا سره دښمنۍ نه لرلې، پوليس د هغه وژنه د ترهګرۍ يو عمل ګڼي.

په يار حسين کې د پوليسو چارواکي اسلم خان وويل: "موږ د شکمن ترهګر پلټنې پيل کړې دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "تروریستان نرم اهداف په نښه کوي چې نور خلک ويروي." هغه زياته کړه چې دغه وژنه په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو لخوا په صوابۍ کې د پوليو د واکسين وژنو ته ورته ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الله تعالی دې تاسې ته اجر درکړي!

ځواب