امنیت

خیبر پښتونخوا د اقلیتونو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه اخلي

اشفاق يوسفزي لخوا

سیکان په پېښور کې د مارچ په ۲۹ مه تاريخي بهائي بيبا سنګ کليسا کي فرش جارو کوي. دا کليسا په ۱۹۴۷کي بنده کړی شوې وه چې په دغه ورځ بیا پرانیستلی شوه. [شهباز بټ]

سیکان په پېښور کې د مارچ په ۲۹ مه تاريخي بهائي بيبا سنګ کليسا کي فرش جارو کوي. دا کليسا په ۱۹۴۷کي بنده کړی شوې وه چې په دغه ورځ بیا پرانیستلی شوه. [شهباز بټ]

پېښور - د خیبر پښتونخوا (KP) حکومت د درمسالونه، کلیساګانو او معبدونو (د سیکانو درمسالونه) له طالبانو بريدونو څخه ساتنې او د دغه معبودونو د بيا ودانۍ لپاره کوټلي ګامونه اخلي.

په دې پروګرام کې وسله والو ته دا پیغام ورکول کیږي چې د خیبر پښتونخواه حکومت له اقلیتونو سره ولاړدی او هر هغه عبادت ځای به بيا جوړکړي کوم ته چې وسله والو زيان رسولی دی.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق احمد غني سنټرل اسيا آنلاين ته ويلي چې " ولايتي حکومت په راتلونکو مالي کال کې د سیکانو، هندوانو او عیسویانو د عبادت د ځایونو د ترمیم لپاره لس میلیونونه روپۍ ( امریکايي ۱۰۰،۰۰۰ ډالره) تخصيص کړي دي."

هغه وويل: "موږ له مخکې د عبادت ځایونو ته پوليس استولي دي چې له هغې سره امنيت ډېر ښه شوی دی."

هغه وويل: "حکومت په هر قیمت هوډمن دی چې د طالبانو له خوا جايدادونو ته د زيان د رسولو د هڅو مخه ونيسي. هم دغه شان حکومت ژمنه لري چې د طالبانو د هڅې چې خلک د سپیڅلي ځایونو د زيارت څخه منع کړي، مخنیوی وکړي."

هغه وويل، دغه اقدام مقصد دا دی چې د اقلیتونو د حقونو ساتنه وکړي، مذهبي همغږۍ ته وده ورکړي او د ژوند معيارونو پورته کړي.

غني وويل: "د جبرا، درسي کتابونه او وړيا يونيفورم به هم د اقلیتونو ټولنو د ښوونځی ماشومانانو ته ورکړل شي."

هغه وويل، د خیبر پښتونخوا حکومت په راتلونکې مالي کال کې بودجې تخصیص کړې دي چې د اقليتونو د سوکالۍ لپاره چې کومې پروژې په ۲۰۱۶-۲۰۱۵ مالي کال کې پیل شوي وې، هغه پای ته ورسوي.

غني وويل، " په دې بودجو کې هم په ځانګړي ډول د جهېز، روغتيايي مرستو، د استوګنې د مستعمرو جوړولو، د عبادت ځایونو او د اقلیتونو د هديرو شاوخوا محافظتي دیوالونو، د کالاش ټولنې لپاره ځانګړي پيکيجونه، د اقلیتونو د مذهبي ځايونو امنيتي ترتيباتو او په کرک کې د يوي کليسې جوړولو لپاره پيکيجونه شامل دي."

طالبان اسلام رسوا کوي

متقاعد ډګرمن محمود شاه د پېښور، د فاټا د امنيت پخواني منشي سنټرل اسيا آنلاين ته وويل، " د فاټا وسله وال درمسالونه، معبدونه او کلیساګاني د هغوی د اجنډا برخې په توګه چې اقلیتونو وترهوي، په نښه کوي."

هغه وويل: " پاکستان د اقلیتونو لپاره ميلمه هېواد دی او یوازې د وسله والو یو موټی غواړي چې د خپلې کرغېړنو اجندو تعقیب وکړي."

هغه وويل: "د حکومت ملاتړ اقليتونو ته جرات ورکړی دی چې د وسله والو د ګواښونو مقابله وکړي او خپل عبادتونو ته دوام ورکړی."

د کلونو په تیریدو، په پېښور کې د هندوانو درمسالونه او په مانسهرې ولسوالۍ کې امام بارګاه باندې بريدونه په ګډون سره سخت زړي وسله والو په خېبرپښتونخوا کې د ټولو مذهبونو د عبادت په ځایونو باندې بريدونه کړې دي.

په پېښور کې يو ديني عالم اکرام الله خان وويل، " طالبانو دين اسلام رسوا کړی دی، کوم چې د سولې، ورورولۍ او په بشریت په منځ کې د انسجام پرچار کوي."

هغه وويل، د هر دین په عبادت ځایونو او زيارتونو کې چاودنې کول د اسلام خدمت نه دی.

هغه سنټرل اسيا آنلاين ته ويلي، "زموږ پیغمبر محمد (ص) خپلو پيروانو ته لارښوونه وکړه چې د نورو دینونو درناوی وکړي او عبادت کونکو ته امنيت ورکړي." "خو طالبانو تاوتريخوالی غواړي چې خلک ووژني او د اقلیتونو سپيڅلي ودانۍ له منځه يوسي."

د حکومت ملاتړ اقلیتونو ته باور ورکوي

د خېبرپښتونخوا د اوقافو او د مذهبي چارو وزير حبيب رحمان سنټرل اسيا آنلاين ته وويل چې وسله وال اقلیتونه، چې د پاکستان ۱۸۰ ميليونونه د نفوس په اړه ۳.۷ ٪ دي، په نښه کوي، خو دغه ټولنې بې له ویرې خپل عباداتو ته دوام ورکړی دی.

هغه وويل: " حکومت اقليتونو ته ځانګړي امنيتي ځواکونه استولې دي چې دوی کولای شي چه پرته له کومې وېرې خپل عبادت ځایونو ته تګ را تګ کوي."

۱۵۰۰۰ څخه زیات سیکان او ۴۷،۰۰۰ څخه زیات هندوان د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې لسيزو راهسي ژوند کوي - په شمول د پېښور، بونیر، مردان، نوښار، سوات، لکي مروت او ډیره اسماعیل خان - او د هغوی د ژوند لاره د پښتنو نه ډېره بدله نه ده.

د هندوانو ټولنه خوشاله وه چې د خیبر پښتونخواه حکومت په پېښور کې د ګورونات معبد په اپریل کې بیا پرانیستله وروسته له هغې چې د ملکيت موضوع په اړه د ۶۰ کالو راهسي بند و.

د ټول پاکستان د هندوانو د حقونو د غورځنګ مشر هارون سرب ديال وويل چې هغه د خیبر پښتونخواه د حکومت د عملي اقداماتو څخه مننه کوي چې په ټولنه کې د دين ازادي تضمينوي.

هغه وويل: "موږ په کلکه د وسله والو غندنه کوو چې هغوي زيارتونو، جوماتونو، کلیساګانو او د عبادت نورو ځايونو ته زيان رسوي."

د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې، په پېښور کې په آل سينټ چرچ کې دوه ځانمرګو بریدونو کې ۱۰۰ کسان، د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل شول خو دې ناوړه برید مسيحيان له عبادت نه منع نه کړل.

عمار جيت سینګ، چې هغه خيبر ايجنسۍ د وسله والو د ګواښونو له امله دوه کاله وروسته پرېښودې وه، وويل چې اوس هغه په پېښور کې خوښ دی او خوندي ژوند کوي.

هغه سنټرل اسيا آنلاين ته وويل: "خلک ډېر دوستانه دي. په کلیسا کې بشپړه امنیت دی، او په منظم ډول د حکومت لپاره له پرمختللې امنيت وروسته دعا کوو."

هغه وويل: "وسله وال هڅه کوي چې اقلیتونه د تاوتریخوالي په لور راوپاروي، خو موږ به د سولې لپاره د عدم تشدد او د ورورولۍ د پالیسۍ تعقیب کوو."

هغه وويل: "دوه کاله وړاندې، زموږ [د سیکانوټولنه] د کورنۍ څو غړي د وسله والو د ګواښونو له امله د پناه لپاره په بهر د پناه په اخیستلو غور کوو، خو اوس حالات په بشپړه توګه بدل شوی دي، او هغوی خپل پلانونه د دغه هېواد پرېښودو په اړه رد کړي دي."

هغه وويل: "حکومت زموږ په مذهبي جشنونوکې ګډون کوی او سپانسرکوي يي هم چې زموږ په خلکو کې د امنيت احساس رامنځته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500