امنیت

پاکستانيان په وزيرستان کې له سرتیرو سره د پوځ د مشر ليدنې ته هر کلی وايي

ظاهر شاه لخوا

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف (كيڼ) په شمالي وزیرستان کې د جولای په ۶مه له سرتېرو سره ميلاويږي. راحیل شریف له سرتېرو سره د جګړې په ډګر کې اخترلمانځوي. [ د ISPR لخوا ]

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف (كيڼ) په شمالي وزیرستان کې د جولای په ۶مه له سرتېرو سره ميلاويږي. راحیل شریف له سرتېرو سره د جګړې په ډګر کې اخترلمانځوي. [ د ISPR لخوا ]

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف له سرتېرو سره د جګړې په ډګر کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښو کې اختر ولمانځلو. هغه د ټولو عقیدی ترهګرو ته خبرداری ورکړو چې پاکستان به دغه ترهګر له منځه وباسي.

راحیل د جولای په ۶ مه په شوال دره کې د اختر لمونځ وکړو. د شوال دره يو مهال د سوق او ادارې مرکز و او د ځايي او القاعده سره تړاو لرونکي دواړو وسله والو لپاره خوندي ځای و.

په شوال دره کې له ځواکونو سره د اختر لمانځه وروسته راحیل د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان په نورو برخو کې له سرتېرو سره ليدلو کې ورځ تېره کړه.

پوځ ليدلي دي چې ترهګر د شمالي وزيرستان څخه د ضرب عضب عملياتو له امله تېښتېدلې دي. دا عمليات د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې پيل شو.

راحیل وايي چې قربانۍ به ضايع نه شي

د شمالي وزيرستان په دته خېل کې ځواکونو ته په خبرې کولو کې هغه د مبارزې په لومړۍ کرښو کې د ځواکونو د مورال ستاینه وکړه او نظر یې څرګند کړو چې هغوی اختر له خپلو کورنيو څخه لرې په داسې حال کې لمانځوي.

راحیل وايي چې د پاکستان خلکو او ځواکونو د ترهګرو له منځه وړلو له امله ډير زيان تر لاسه کړی دی.

هغه ځواکونو ته وويل: "موږ به دغه قربانۍ ضایع کيدو ته پرې نه ږدو." "د فاټا [د وفاق انتظام لاندې قبايلي علاقې] له پاکيدو او په ټول هېواد کې د ترهګرو په لټه سره موږ هوډمن يو چې هغوی ته به بیرته د راتللو او زموږ لاسته راوړنې ګرځولو اجازه ورنه کړو."

هغه وويل دا عمليات به د هر ډول ترهګرو پر وړاندې دوام ومومي.

راحیل ژمنه وکړه چې پاکستان به هیڅکله چا ته خپله خاوره د افغانستان پر ضد د بريدونو په اړه کارولو اجازه ورنه کړي. هغه ټولو قوماندانانو، استخباراتي ادارو او د قانون د پلي کوونکو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د پالیسۍ د سرغړونکو پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي.

هغه وويل: "د پولې مديريت او د افغانستان د کډوالو په عزت سره ستنیدل د تل پاتې سولې لپاره مهم عوامل دي."

هغه وويل: "موږ ژمنه لرو چې له اخلاص، ژمنې او هوډ سرہ د پخلاینې په دغه بهیر کې مرسته وکړو" نوموړي زياته کړه چې پاکستان د افغانستان له لورې هم د داسي ژمني تمه لري.

د پوځ مشر ته سلام کول

ځواکونو، او همداراز د افغانستان او پاکستان ملکي وګړو د پوځ د مشر د اختر په توګه له سرتيرو سره د ليدنې ستاينه وکړه او دا يې يوه غوره نوښت او د سولې لپاره د الهام يوه سرچينه وبلله.

"موږ ټول عسکر يو،" د ايف سي يو غړي رحمت ولي ، چې د تلاشۍ په یوه پوسته یې وظیفه ترسره کوله او پېښور ته د ننوتلو ځای ساتنه کوي، سنټرل اسيا آنلاين ته وويل. " که د پوځ مشر وي او که عادي عسکر وي، دا زمونږ شعار دی چې موږ به د خپلې ځمکې څخه دفاع کوو. موږ به دا وکړو."

هغه وويل: "د پوځ مشر اختر له ځواکونو څخه ولمانځل، چې د هغوی لپاره يو ستر الهام دی". "زموږ قوماندانانو تل په لومړۍ کرښو کې خدمت کړی دی. له دې امله موږ په ټولو جبهو کې ترهګرو ته ماتې ورکړې دي."

هغه زياته کړه چې مونږ د پوځ مشر ته سلام کوو.

" افغانان هم د پاکستان د پوځ مشرته سلام کوي،" د پيښور په حيات آباد سيمه کې يو افغان مهاجر نور ولي سنټرل اسيا آنلاين ته وويل. "هغه ... رښتیا غواړي چې په سیمه کې سولې بيرته بحال کړي."

هغه وويل: "زه تل هغه په لومړي جبهو کې وينم." "نن ما وليدل چې هغه اختر له سرتېرو سره د جګړې په ډګر کې ولمانځلو. زه په رښتيا متاثره يم."

" د پوځ مشر له لومړۍ لیکې څخه مشري کول یو مثال جوړوي،" د پېښور د ترافيک يو پوليس هدايت الله سنټرل اسيا آنلاين ته وويل.

" ټول ملت د هغه تر شا ولاړ دی،" د پېښور د يو پوځي افسر، چې په عملياتو کې مړشوی و، کونډې، ګلفام سنټرل اسيا آنلاين ته وويل.

" د هغه پرله پسې د جګړې سيمي ته تلل ستراتيژيک برياليتوب جوړوي" د پېښور، متقاعد ډګرمن محمود شاه، د فاټا د امنيت پخواني منشي سنټرل اسيا آنلاين ته وويل.

هغه وويل: "له سرتېرو سره د جګړې په ډګر کې اختر لمانځل د ځواکونو مورال پورته کوي."

شاه، چې په وزيرستان کې يې د ډېرو کلونو د پوځ دنده کړې ده، وويل چې عسکر د ډيرو میاشتو راهیسې په ساحه کې جګړې کوي، هغوي داسې احساس لري چې دوې په کور کې دي کله چې د پوځ مشر اختر هغوی سره لمانځوي.

شاه وويل، له لومړۍ لیکې څخه مشري کول په ځواکونو کې يو نوی قوت او زړورتيا پيدا کوي. هغه زياته کړه چې د ضرب عضب پرله پسې برياليتوب دغه تيوري ثابتوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500